د کندهار سرپرست والي د خواشينۍ پيغام
په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د انسانيت او افغانيت دښمنانو په ناځوانمردانه بريد کي شهيد کړ. انا لله وانا اليه راجعون
نامالومو وسله والو تېره شپه په کندهار پوهنتون کي د ولايت مقام پر مرستيال عبدالقديم پتيال وسله وال بريد وکړ، چي په پايله کي مرستيال والي سخت ټپي سو او روغتون ته تر رسېدو وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. پر ارواښاد پتيال په داسي حال کي وسله وال بريد سوى چي کله يې په صنف کي درس وايه.
د ارواښاد عبدالقديم پتيال شهادت په عمومي توګه د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار ولايت لپاره يوه نه جبرانېدونکي ضايعه ده.
کندهار ولايت مقام ارواښاد پتيال ته د فردوس جنت، د هغه همکارانو، دوستانو او اهل بيت ته د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه او ژور غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.
کندهار او دلته مېشت قومونه به همېشه د ارواښاد نه ستړي کېدونکي هلي ځلي چي د دغه هيواد په تېره د کندهار د پرمختګ، سوکالۍ، ابادۍ، علميت او يوې تلپاتي سولي لپاره يې کولې، ياد ساتي.
ارواښاد عبدالقديم پتيال د حاجي سردارمحمد زوی وو، چي د رښتيني، زيارکښ او مهربان انسان په توګه يې په ملګرو او دوستانو کي ځانګړی ځای درلود. د ارواښاد پلرنى ټاټوبى د ارغنداب ولسوالۍ کوهک کلى وو، خو شخصاً دى په ١٣٦١ لمريز کال کي د کندهار په لومړۍ ناحيه کي زېږېدلى دى.
په ١٣٨٨يم کال کي له ښوونځي څخه فارغ او په ١٣٨٩يم کال کي يې د کانکور ازموينه ورکړه چي په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون د تعليم تربيې پوهنځي د پښتو ادبياتو څانګي ته بريالى سو او اوسمهال يې په ياد پوهنځي کي څلورم کال دوام درلود.
ارواښاد پتيال ګڼ شمېر علمي او ادبي اثار ليکلي چي زرپاڼه (ناول)، انکار (شعري ټولګه)، نتلى ليکوال (د استاد محمدګل نوري ژوند او اثارو ته لنډه کتنه) او پردېس بېنوا (تحقيقي اثر) يې د يادولو وړ دي.
د ښکلا مجلې مدير او د کندهار مجلې مسوول پاته سوى دى. په کندهار کي يې له هبيتات موسسې سره د ځوانانو چارو د څانګي د مسوول په توګه کار کړى دى. تر هغه وروسته يې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه دنده پيل کړه. په ١٣٩٢يم کال کي د کندهار ولايت مقام د مرستيال په توګه وټاکل سو او د ژوند تر وروستۍ ورځي يې په ټولو کارونو کي هيوادنۍ مينه او ژور ملي احساس له ورايه معلومېدى.
ارواښاد د پښتو تر څنګ په دري او انګليسي ژبو پوره برلاسی او وخت پر وخت يې په همدې ژبو په ډېره روانه لهجه په مجالسو کي برخه اخيسته