کور / تازه خبرونه / د پنجوايي د عملياتو د پاى ته رسېدو خبر ورکړل سو

د پنجوايي د عملياتو د پاى ته رسېدو خبر ورکړل سو

د کندهار په پنجوايي ولسواليو کي د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري شل ورځني عمليات پاى ته ورسېدل.
دغه عمليات چي شل ورځي يې دوام وکړ، د پنجوايي ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کي ترسره سول.
امنيتي ځواکونو د دغو عملياتو په پايله کي ٦٠ بېلابېل ماينونه، دوه پارسله چاودېدونکي توکي، يو ٨٢ملي مترۍ توپ، ١٠٠٠ د کلاشينکوف او ٢٠٠ د زکويک مرمۍ ترلاسه کړي دي.
بل خوا ملي پوليسو په ميوند ولسوالي کي يو شمېر وسلې او مهمات نيولي دي.
ملي پوليسو د ميوند ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کي د تېرو ١٤ ساعته تصفيوي عملياتو پر مهال ٤٩ بېلابېل ماينونه نيولي دي.
د دې تر څنګ د يادو عملياتو پر مهال ١٢ پارسله چاودېدونکي توکي، ٤ کلاشينکوفونه، ١٠٠ د مخابرې انتنونه، يوه کشفي مخابره او يو شمېر مهمات نيول سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.