د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام
د نېکمرغه لوی اختر د د رارسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
جمهور رئيس جلالتمآب محمداشرف غني، د جمهوري رياست مقام دواړو ښاغلو
مرستيالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرتابه او غړو، د چارو د ادارې
مشر او غړو،دکابينې غړو، د سترې محکمې مشرتابه او غړو، محترم لوی
څارنوال، د هېواد ملي امنیتي ځواکونو ، د سولې د عالي شورا مشر او غړو، د
علماوو سراســـــــري شورا مشر او غړو، د خپلواکو ادارو مشرانو او غړو،
ښاغلو والي صاحبانو، د ولايتي شوراګانو محترمو مشرانو اوغړو، د مدني او
فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو، په هېواد کې د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو
ښاغلو مسؤولينو او کارکوونکو، د هېواد د ننه او بهر ټولو افغانانو، د نړۍ
ټولو مسلمانانو او په ځانګړې ډول د میدان وردګو ولایت مجاهد او شریفو
ولسونو ته د زړه له تله د مبارکيو او نېکو پېرزوينو مراتب وړاندې کوم .
نېکمرغه لویه اختر په داسې وخت رارسیږي،چې د لومړی ځل لپاره د واک انتقال
د یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییزه بڼه انتقال
کیږي،چې د افغانانو لپاره یې دویم اختر ګڼم.
په دې لوی، مبارک او عظیم مناسبت د ستر پروردګار (ج) دربار ته لاسونه
لپه کوم چې زموږ او ستاسو ټولو عبادتونه، قربانۍ او دعاوې په خپل مهربانه
دربار کې قبولې کړي او هغه چاته چې د مبارکې کعبې د حج د فریضې د ادا
کولو ویاړ ور په غاړه شوی، د بیت الله شریف د کور زیارت او د حرمینو
شریفینو لیدل یې په نصیب شوي دي، هیله من یم چې لوی خدای (ج) د دوی ټولو
حج قبول او په سلامتۍ سره یې بیرته خپلو کورونو ته راستانه کړي.
د لوی اختر فلسفه د سترو الهي حکمتونو او قربانیو څخه ډکه ده او
مسلمانانو ته د قربانۍ هغه ستر او بې ساری مثال ور په یاد کوي چې د الله
(ج) د استـــــــــــــازي ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسماعیل علیه
السلام قربانۍ ته د ستر پروردګار په امر حاضر کړی وو چې له شک څخه پرته د
انسانیت په تاریخ کې د قربانۍ تر ټولو ستر مثال ګڼل کیږي.
په همدې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو مسلمانان له ابراهیمي سنت
څخه په پيروۍ قرباني کوي، حاجیان د حج مناسک ادا کوي، او ټول مومنان دغه
ستر یاد په ځانګړو خوښیو سره تازه کوي.
د دې سترې قربانۍ مانا دا ده چې موږ له خپل اسلامي امت، هیواد، خلکو او
بې وزله هیوادوالو سره د مرستې په ډګر کې د قربانۍ د داسې غوره مثال جوګه
شو چې د یوه ښه مومن په توګه د خدای (ج) په دربار کې ثبت او زموږ د دنیوي
او اخروي بریالیتوبونو سبب و ګرځي.
په پای کې یو ځل بیا تاسې ټولو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ یوه غوښتنه
لرم،چې په دغه نیمکرغه اختر کې بېوزله،کونډې،یتیمان هم تر خپل توانه پورې
په دغه سترو خوښیو کې له ځان سره شریک کړئ
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه