کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه سوگند پورته کړ

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه سوگند پورته کړ

کابل :درسنيودخبرله مخې اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپل کار يې په رسمي توګه پيل کړ.محمداشرف غني چې سيمه ييزې افغاني جامې يې پر تن وې، نن په ځانګړو مراسمو کې د لوړې ځانګړې جملې چې د قاضي القضات عبدالسلام عظيمي او د سترې محکمې د رييس له خوا لوستل کېدې، تکرار کړې.هغه د لوړې مراسم دا ډول پيل کړل “د لوى خداى ج په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپېڅلي دين پيروي او ساتنه وکړم، د اساسي قانون او نورو قوانينو رياعت او د تطبيق څارنه وکړم، د افغانستان خپلواکي، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندي کړم او د لوى خداى جل جلاله له دربار څخه د مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره کې خپلې هڅې جاري وساتم “نوي ولسمشر وروسته خپلو دوو مرستيالانو عبدالرشيد دوستم او سرور دانش ته هم سوګند ورکړاو همداډول ډاکټر عبدالله له خپلو دوو مرستيالانو سره د ملي يووالي حکومت د اجرايي رييس په توګه لوړه وکړه،اشرف غني احمدزي د خپلې لوړې مراسمو د له پر ځاى کولو وروسته ډاکټر عبدالله د يوه فرمان له مخې د حکومت د اجرايي رييس او انجنير محمدخان او محمد محقق د هغه د مرستيالانو په توګه معرفي کړل،ډاکټر عبدالله ته له خپلو مرستيالانو سره يو ځاى د هېواد د ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا قسم ورکړل شو او د لوړې مراسم يې پر ځاى کړل ولسمشر اشرف غني د لوړي په مراسمو کې وينا وکړه او و يې ويل چې په افغانستان کې به د خلکو رايو ته درناوى کوي.هغه چې د لوړي د مراسمو پر مهال يې وينا کوله وويل((موږ افغانان له راپېښې ازموينې بريالي وواتو، ولسمشره کرزی صاحب، ټول ولس دې منندوی دی،))هغه ټولو هغه کسانو روح ته دعا وکړه چې په افغانستان کې يې وينه توى کړي ده ولسمشر اشرف غني احمدزي وويل د ټاکنو په قانون کې به اصلاحات راولي تر څو د ه افغان رايې ته په راتلونکي کې درناوى وشي.ده وويل چې ملي حکومت د واک د وېش نه، بلکې د وظايفو د وېش په مانا دی او زياته يې کړه چې نوى ملي حکومت به د خلکو په خوښه کار وکړي او د اصلاحاتو برخه به يې زياته پياوړي وي.د ډاکتر اشرف غني په خبره د اجرايوي ريس او مرستيالانو تر څنګ يې احمد ضيا مسعود د حکومت په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی دی.هغه وويل چې تحول د افغانستان د خلکو يوازنۍ غوښتنه ده او په دي برخه کې به کار کوي.هغه څرګنده کړه چې ځيني هېوادونه غواړي افغانستان د جګړي ډګر واوسي او همدا راز يې وويل چې د بهرنيانو سره اړيکي غواړي،اشرف غني بدلون مهم وباله او لومړى يې د مقنني قومي لومړيتوب دى او ويې ويل موږ غواړو داجرائيه او مقننه قوو ترمنځ يو قرارداد راسي، هر وزير بايد يو کلن قرارداد ولري.ولسمشر اشرف غني وويل له وکيلانو غواړو چې په دولتي او امنيتي ادارو کې د خلکو د مقررولو له وړانديزونو ډډه وکړي او همدا راز يې وويل د ملي شورا له وکيلانو غوښتنه کوم چې د وزارتونو له مسوولينو سره شخصي ليدنې ختمې کړي.هغه عدلي او قضايې ارګانونو ته په اشاري سره وويل قاضيان د عدالت د اجرا مسووليت لري، بايد شفافيت حاکم وي خو وايې له بده مرغه پر قضائيه قوه د فساد تورونه موجود دي.اشرف غني وويل چې فساد نا امنۍ ته لاره هواروي او که غواړو د قانون حاکميت پلي شي او لوړ پوړي دولتي چارواکي مجازات سي، نو قضايه دې پاکه وي. هغه وويل چې د محاکمو ترڅنګ د څارنوالۍ په اجرااتو کې هم جدي بدلون ته اړتيا ده او څارنوالي بايد تر خپلو دندو هاخوا قدم کښې نه ږدي او همدا ډول يې وويل چې په عدلي او قضايي ادارو کې شته ځنډېدلې دوسيې دې په منډه وڅېړل شي ډاکتر غني وويل د حکومت بله اساسي دنده د اغيزمنې دولتدارۍ رامنځته کول دي، دا دخلکو مسلم حق دى او زياتوي چې خلک تر دې زياد فساد نه سي زغملى،ځکه خو له فساد سره مقابله له ځانه پيلوو.هغه په جدي توګه وويل چې که چيري که زما د کورنۍ غړو يوه دولتي مامور ته سپک وکتل د قانون له مخې جزا ورکړئ.نوموړي څرګنده کړه چې موږ لا هم پنځه ميليونه مهاجرين لرو، ترڅو چې دوى د باندې دي، زموږ وجود تکميل نه دى او هم بايد د بې ځايه شوي کلمه بايد له ملي قاموس څخه لرې شي.هغه د بې کارۍ د له منځه وړلو ژمنه وکړه او ويې ويل چې ځوانان او مېرمنې به زما په حکومت کې ډېرې زيات وي.ډاکتر احمدزي وويل چې موږ بايد په افغانستان کې سته پيسې په پانګه بدلې کړو او په دي برخه کې يې د خپلي پياوړي تګلاري د پلي کيدو خبره وکړه.نوموړي د غير قانوني وسله والو د نابود کيدو خبره وکړه او ويې ويل چې نور به د قانوني وسلوالو شتون ته د پاى ټکى کيږدو.د اشرف په خبره چې نن يې د لوړي مراسمو ته په خپله لومړنۍ وينا کې وکړه او ويې ويل زه د ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت بې دريغه قربانيو قدرداني کوم او دا به لا تقويه کوو او وايې چې د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ به عام سي.هغه وويل چې زه په قومي مشرانو، مدني ټولنو او ديني عالمانو ږغ کوم، چې د سولې او امنيت لپاره لاس په کار سي ځکه خو يې وويل چې جګړه دسياسي اختلافاتو د حل لاره نه ده او ويې ويل موږ ثابته کړه چې سياسي مخالفتونه په سياسي لارو حل کېږي.نوموړي وويل چې له طالبانو او حزب اسلامي او نورو مخالفينو غوښتنه لرم چې سياسي مذاکراتو ته حاضر شي او همدا ډول وايې چې هر کلى دې دسولې اواز اوچت کړي.ډاکتر غني وويل چې له دندې ناوړه استفاده جرم دى او له جرم سره بايد د قانون له مخې چلند وشي. ډاکتر اشرف غني وويل چې افغانستان د نړيوالو منفي او مثبتو جريانونو د تقاطع نقطه ده ځکه خو يې وويل چې له نړۍ سره د اړيکو لپاره بايد پنځه کړۍ مشخصې کړم(١)موږ له ټولو ګاونډيو سره يو پيمان کوو، چې اساس به يې د ګاونډي په چارو د نه لاسوهنې وعده وي.(٢)له اسلامي نړۍ سره به مو اړيکې ژورې او کلکې وي او موږ له نړيوالې ټولنې سره کلکې اړيکې لرو او په تېرو کلونو کې د دوی له مرستو مننه کوو.(٣):نړيوالې مرستې دې د دولت له لارې له خلکو سره وشي.هغه د وينا په وروستيو کې چې د ټولو افغانانو لپاره ځان مسول بولي او مرستيالان يې د حکومت د نورو غړيو سره خلکو ته ځان مسول بولي. غونډې ته د افغان حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله وينا وکړه او له نړيوالې ټولنې او د افغانستان له ټولو خلکو غوښتنه وکړه څو د افغانانو د ارمانونو د ترسره کېدو لپاره د ملي يووالي حکومت ملاتړ وکړي نوموړي چې نن يې د ولسمشرۍ په ارګ کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې وويل چې د ملي يووالي حکومت جوړېدو په برخه کې شوو هوکړو ته ژمن دى او دواړه ټاکنيز ټيمونه به د يوه ټيم په توګه کار وکړي.عبدالله وايي چي دى او ډاکټر اشرف غني احمدزى ژمن دي چې په ټولو برخو کې به د بنسټيزو اصلاحاتو لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.هغه وويل چې د افغانستان خلک په دغه پړاو کې تر ډېره ملي يووالي، زړه نږدې کولو، سولې او امنيت ته اړتيا لري او د ملي يووالي حکومت به هم په دې برخه کې کوښښ وکړي.د ملي يووالي حکومت د اجرايي رييس په خبره، د سولې او ثبات ټينګښت، اقتصادي پراختيا، فرهنګي وده، د ولسوالۍ د ارزښتونو بنسټيزه کېدل، د سالم حکومت جوړېدل، له اداري فساد سره مبارزه، د بيان ازادۍ وده، د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه او پراختيا، د ټاکنيز نظام اصلاح، د اساسي قانون تعديل او د ښځو حقونو ته پاملرنه د ملي يووالي حکومت له کړو ژمنو دي.نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان ټول خلک، سياسي قشر، مخور او نړيواله ټولنه بايد د ملي يووالي حکومت په څنګ کې په مسووليت سره ودرېږي او په اګاهانه ډول د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅه وکړي، څو هغه په واقعيتونو بدل کړو.))عبدالله په ځانګړي ډول له ولسمشر کرزي مننه وکړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې خدمتونو کړي او سياسي واک يې په سوله ييز ډول بل ولسمشر ته وسپاره:((حامد کرزى پر موږ او زموږ پر خلکو حق لري چې د خدمتونو مننه يې وکړو.))هغه همدارنګه له نړيوالې ټولنې مننه وکړه چې د افغانستان د خلکو ملاتړ يې کړى او د افغانستان له ځواکونو څخه يې هم مننه وکړه چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې د امنيت خوندي کولو لپاره قرباني ورکړې ده.)) اوله بله پلوه حامد کرزي د نوي ولسمشر د سوګند په مراسمو کې له نوي حکومته وغوښتل چې د سولې ټينګښت ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې له سولې پرته هېواد پرمختګ نه شي کولاى.حامد کرزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، د متعال خداى ( ج ) شکر ادا کوي، چې تېر ١٣ کاله يې د ملت د خدمت وياړ وربښلى و او نن نوي ولسمشر ته واک لېږدوي.کرزي وويل، وياړ لري چې د هېواد نوي ولسمشر ته د هېواد جوړه شوې اداره ورسپاري. هغه وويل: “نن زما په زړه کې د اينده لپاره هماغسى ولولې او اميدونه دي لکه چې د موقتي ادارې د رييس په توګه مې کار پيلاوه.”کرزى وايي چې د واکمنۍ تېر ١٣ کاله يې له لوړو ژور او بې رحمه توفانونو سره مل و او ده هڅه کړې چې افغانستان له ستونزو وژغوري او هېواد يې له دغو توفانونو سلامت راووځي.ده د خپل کار پيل ياد کړ او ويې ويل: “موږ د خپل تاريخ په اوږدو کې يو ځل بيا له صفر شروع وکړه او د خپل هېواد بيا ودانولو ته مو ملا وتړله، هيله لرم چې افغانستان يو ځل بيا له صفر نه د پيلولو ترخه تجربه تکرار نه کړي.”کرزي وويل چې ښوونځيو او د لوړو زده کړو موسسو ته د ګڼ شمېر ماشومانو تګ د خپل حکومت مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې “دغه ځوانان د افغانستان قوي ستنې دي.” هغه زياته کړه: “١٣ کاله د مخه له نړيوالو سره د ګډ کار تجربه کمه وه موږ په افغاني خلوص او پاک نيت له دوی سره ګډ کار پيل کړ او نن چې په هېواد کې د يوې افغاني ادارې خاوندان شوي يو د ا ټولو افغانانو د قربانيو او خارجي دوستانو د مرستو نتيجه ده. چې مننه ترې کوو.”هغه وايي: “که د کار په پيل کې ما اوسنۍ تجربې درلوداى، ښايي له اوله مې تصاميم په يو بل ډول نيولي واى خو له نېکه مرغه نوي جمهور رييس ته به اساسي بنسټونه او تجربې پرېږدو.” ده وويل چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او له ټاکنو وروسته د خلکو صبر او حوصلې وښوده چې افغانان سياسي پوخوالي ته رسېدلي او سوله او امن غواړي. دى وايي: “پوره يقين لرم، چې هېواد نوې رهبري به هم سوله او ثبات د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ونيسي، زموږ د ټولو افغانانو يوه نا تکميل شوې هيله سوله ده، چې له سولې پرته امنيت نشته او له امنيت پرته زموږ هېواد په سياسي ټولنيز او اقتصادي برخو کې پرمختګ نه شي کولاى؛ که چېرې زموږ په هېواد کې سوله واى او خارجي موانعو شتون نه درلوداى نو افغانستان به نن ډېر پرمختللى و.”حامد کزري وويل په داسې حال چې له ١٣کلن حکومت وروسته نن واک نوي ولسمشر ته سپاري؛ د افغانستان له خلکو مننه کوي چې دى يې زغملى دى.هغه په ټينګار سره وويل چې د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د حکومت ملاتړ به کوي او د افغانستان له خلکو غواړي چې د خپل نوي حکومت ملاتړ وکړي. کرزي له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه چې په تېرو ١٣کلونو کې يې له افغانستان سره مرستې کړې دي.هغه د خپلو خبرو په پاى کې وويل: “د افغانستان خلکو او نوي حکومت ته بريا غواړم، پوره باور لرم چې افغانستان په نېکه لار روان دى، منزل او مقصود ته چې سوله ده ژر رسېږو، د خپل رييس جمهور او اجرائيه رييس به تل همکار اوسو.”حامد کرزي د خپلې نننۍ وينا په پاى کې د ولسمشر په توګه د افغانستان له خلکو سره خداى په اماني وکړه.په دغو مراسمو کې څه باندې ٢٠٠ بهرنيو مېلمنو، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، سلګونو بهرنيواستازيو او د کابينې د غړو، ملي شورا، مدني ټولنې، قومې او جهادي مشرانو، سياسي شخصتيونو، ښځو او په ځانگړي ډول د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين، د نړۍ د اسماعليانو مشر والاحضرت شهزاده کريم اغا خان رهبر اسماعيليه جهان، د ترکيې مرستيال لومړي وزير نعمان کورتوس، د تاجکستان د مشرانو جرګې رييس شکور جان ظهوروف، د هندوستان مرستيال ولسمشر محمدامير انصاري، د ايران مرستيال ولسمشر شرعيت مداري، د پښتنو رهبر محمودخان اڅکزي، د پاکستان د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان، د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب احمد شېرپاو، د پاکستان د عوامي نېشنل پارټي غړي افراسياب خټک، د امريکا، چين، قزاقستان، امارات متحده عربي، قطر، کويت، قزاقستان، مالديف، استراليا، سريلانکا، کاناډا، ملګرو ملتونو، ايکو سازمان، شانګهاى سازمان، اروپايي ټولنې اوپه کابل کې کورديپلماتيک غړو ګډون کړى و