هېواد: د ټاکنو دپایلو د ژر اعلانولو په هیله
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د انتخاباتي لانجو د حل په هدف له کاندیدانو سره د ولسمشر حامد کرزي د لیدلو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني حکومت له خوا د خندق کیندلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ولسمشرحامد کزري له قوله لیکلي چې د جمهوري ریاست کاندیدان به نن سبا یوې هوکړې ته ورسیږي.
ورځپاڼې لیکلي چې؛ افغان ولسمشر د جمهوري ریاست له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سر له کتنې وروسته د عالمانو شورا غړیو ته په خبرو کې ویلي چې په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به د کاندیدانو ترمنځ موضوعات حل او د دوی ترمنځ به شوې موافقه نهايې شي.
دولتي ورځپاڼې انیس د عالمانو سراسری شورا په حواله لیکلي چې دواړه کاندیدان دې اختلافات د مذاکرې له لارې حل او ډیر ژر دې د ملي وحدت حکومت جوړ کړي.
د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د ټاکنو دپایلو د ژر اعلانولو په هیله.
ورځپاڼې وړاندي لیکلي چې د کورنیو او نړېوالو څارونکو په حضورکې د رای پاڼو له تفتیش سره سره بیا هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د انتخاباتو د دغو وروستیو پایلو له منلو ډډه کوي او په وړاندې د مدني خوځښتونو خبره کوي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی تازه د شانګهای له سرمشریزې راستون شوی و، له دواړو کاندیدانو سره یې وکتل او ولسمشر ته نژدې سر چنیو وویل چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د کاندیدانو ترمنځ توافقات نهایې شی چې دا یو ښه زیری دی او هیله من یو چې خبره نوره اوږده نه شي او کاندیدان یوې وروستۍ پریکړې ته ورسیږي.
محور ورځپاڼې لیکلي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري په یوه او بل نوم د کندې اېستل د دې لپاره دي چې دغه کرښه رسمي کړي.
ورځپاڼې لیکلي د پاکستان دا کار په سیمه کې د نا امنۍ یوه بله سرچینه ګرځي، چې هغه وخت يې که له اوره افغانستان سوځي، نو پاکستان به هم ترې خوندي پاتې نه شي.
او په پای کې ملی ارمان ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په اساس لیکلي چې د افغانستان جمهوري ریاست یوه پلاوي ته دنده سپارلې څو دا مساله وڅیړي.