کور / تازه خبرونه / پر انتخاباتي مسئلو باندي تبصرې

پر انتخاباتي مسئلو باندي تبصرې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د رایو د بیا شمېرنې بهیر د بشپړېدو او د کابل د پغمان ولسوالۍ د پیښې عاملانو ته د علني اعدام په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ د رایو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ شو او تمه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به ډېر ژر د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د دعوت اسلامي ګوند رهبر او د لومړي پړاو ټاکنو کاندید عبدرب الرسول سیاف له خولي لیکلي؛ چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د پایلو د بې هوکړې اعلان به په هیواد کې د ناامنیو لامل شي؛ چې مخنیوی به یې ستونزمن وي.

وړاندې مطلب کې راغلي چې، د کاندیدانو ترمنځ سیاسي ستونزې باید هواري او تر هوکړې وروسته دې د ټاکنو پایلو د اعلان پریکړه وشي.

محور:

د محور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې؛ د ټاکنیزو لانجو له اوږدېدو سره سم جهادي رهبراو د ولسمشرۍ د لومړي پړاو کاندید د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غړي عبدالرب رسول سیاف ګواښ کړی؛ چې که تر سیاسي حل مخکې د ټاکنو پایلې اعلان شي؛ هیواد د کړکیچ خواته ځي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په ټوله کې د حالاتو د بحراني کېدلو خبرې یوازې د فشارونو هغه وسیلې دي؛ چې تشې کارول کېږي او عملي بڼه به ونه لري، ځکه چې د بلخ والي عطا محمد نور له څرګندونو وروسته د امریکا سفارت له لوري ورته ګوت څنډنه شوې؛ چې که د حالاتو د ګډوډۍ هڅه وکړي؛ نو بیا به یې مسوولیت هم د دوي وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې؛ ولسمشر حامد کرزي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو شمیر وسله والو له خوا د یوې کورنۍ د غړو د ځورونې او له هغوی سره د جنسي تیري عاملانو ته د علني اعدام غوښتنه وکړه.

سرنوشت:

سر نوشت ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي د خبرو پر بنسټ لیکلي چې؛ ولسمشر د افغانستان له قاضي القضات نه وغوښتل چې؛ تورن کسان ژر تر ژره او په علني توګه اعدام شي.

ملي ارمان:

په پای کې ملي ارمان ورځپاڼې بیا د افغانستان د لویې څارنوالۍ د چارواکو په حواله لیکلي چې؛ په پغمان ولسوالۍ کې یې په غلا او جنسي تیریو د تورنو کسانو دوسيې سترې محکمې ته استولي او ډير ژر به يې په اړه پریکړه وشي.