د نیږدې ۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت، درې ټولګټې پروژې تر جوړېدو وروسته نن د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په لاسونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بل لور ته د څه دپاسه ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د حساب دارئ د انیستیتوت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه.
په دغو پروژو کې یو هم په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ په بودیجه په دوه کلونو کې د یو عصري هوټل جوړه شوې پروژه شامله ده چې ټول لګښت پرې شا وخوا ۸۶،۵ میلیونه شوې، چې په یو نیم جریب ځمکه کې په درې پوړه کې په پاخه او اساسي شکل جوړ شوې، ۱۲۰ دوکانونه او دوه سالونونه لري چې په یوه وخت کې د ۱۲۰۰ نفرو د ځایدو ظرفیت لري.
بله پروژه هم د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مهترلام ښار د درې عمومي واټونو د روښانولو(تنویر) پروژه ده، چې د یاد رقم ۳۳ سلنه یې د مهترلام ښاروالۍ له بودیجې او پاتې ۶۷ سلنه یې د رمپپ موسسې مالي مرسته ده.
درېیمه پروژه د مهترلام ښاروالۍ په بودیجه د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د قصابانو لپاره په ځانګړي ځای کې د ۱۷ بابه جوړیو شویو دوکانونو پروژه ده چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوي دي.
بل لور ته د مرکز اړوند د قطب زئیو په سیمه کې د څه دپاسه ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د حساب دارۍ انیستیتوت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره هم د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي او یو شمیر چارواکو له لوري کیښودل شوه. دغه وداني د ډانیډا موسسې په مالي مرسته په شپږ جریبه ځمکه کې په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي شکل جوړېږي چې ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې به ولري. یاد انیستیتوت د ( حسابدارۍ، کمپیوټر ساینس، اداره او منجمنټ او بانکدارۍ ) څلور عمومي څانګې او ۱۱ شعبې لري چې د محصلینو شمیر یې ۶۲۹ تنو ته رسیږي.