د وېلز په غونډه کې دافغانستان ولسمشر نه ګډون به د هېواد پر سیاسي او امنیتي راتلونکي باندې سختې بدې اغیزې وکړي.
وروسته تر هغه چې ولسمشر کرزي په دې غونډه کې د نه ګدون پرېکړه وکړه او د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو نه بشپړېدلو له امله نوی ولسمشر هم معرفی نه شو، نو دامنیت شورا پرېکړه وکړه چې ددفاع وزیر بسم الله محمدي دې په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ دا په داسې حال کې ده، چې په دې غونډه کې دناټو غړو هېوادونو ولسمشران او صدر اعظمان ګډون کوي.
دناټو هېوادونه به دوېلز غونډه په لومړنۍ اجنډا کې د افغانستان روان وضعیت وڅېړي. دا غونډه دوه نظامي او سیاسي اړخونه لري. چې په لړ کې به یې پر امنیت، سوله، دموکراسۍ، ټاکنو، دقانون حاکمیت، ښه حکومت والي، د بشر حقوق، اقتصاد او… خبرې اترې او هوکړې وشي. په دې لړ کې به داسې هوکړې کېږي، چې د افغانستان پر راتلونکي باندې مستقیمې او ټینګې اغېزې لري.
لومړۍ برخه به د افغانستان د ځواکونو د روزنې په اړه د ناټو ژمنې وي، چې په افغانستان کې به د نږدې ۱۲ زره بهرنیو ځواکونو دمېشتېدو زمینه برابروي؛ دوهمه برخه به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ موضوع وي، چې افغان دولت غواړي د ناټو ۴.۱ ملیارده مرسته و ۵.۵ میلیارډ ډالرو ته زیاته شي. دا دوې هوکړې هغه وخت شونې دي، چې افغانستان او آمریکا امنیتي تړون لاسلیک کړي. درېیمه هوکړه به دناټو هیوادونو کره او اوږد مهاله حمایت د افغانستان ددولت سره وي چې په سیاسي، اقتصادي او داسې برخو کې به خبرې پرې کېږي.
افغانستان په تېره لسیزه کې د نړیوالې ټولنې سره خورا ښه او استراتیژیکې اړیکې ټینګې کړې دي. انتظار داو چې د وېلز غونډه به د افغانستان او نړیوالې تولنې د همکاریو لپاره یوه نوې او اساسي دروازه پرانیزي، چې دمګړۍ د افغانستان د با صلاحیت استازي د نه ګډون له کبله به دنړیوالې تولنې ژمنې او دهغوی نه امتیاز اخیستنه سخت متضرره کړي.
په دې غونډه کې دولسمشر کرزي نه ګډون، د نړیوال مدیریت لپاره یو تحقیر آمیزه او غیر ډیپلوماټیک عمل دی . په هغه ناسته کې چې دهیوادونو ولسمشران راغونډېږي، د افغانستان ددفاع وزیر ګډون، غیر معقول او غیر ستراتژیک دی. په دې دلیل چې ښاغلی محمدی هغه قانونی صلاحیت نلری چې په دې کنفرانس کې د افغانستان لخوا استازی توب وکړی. له بله پلوه بیا دا د افغاستان د راتلونکی دولت لپاره هم سخته ضربه ده ځکه چې دمحمدی هڅې به په نظامی برخه کي شاید کامیابه خو په سیاسی اړخ کې به د سختي ماتي سره مخامخ سي.
ناټو یواځې د افغانستان نظامي ملاتړ نه دی. ددی تړون غړي د افغانستان ټول نظامي او انکشافي لګښتونه ورکوي. له همدې کبله مهمه دا وه، چې نوی ولسمشر په دې غونډه کې ګډون وکړي د افغانستان د ۱۳ راتلونکو کلنو لپاره د افغانستان ټولې ستونزی، دې مهمې غونډې ته وړاندې کړي.
په داسې حال کې چې د اوکراین موضوع ورځ تر بلې ددې تړون د غړو لپاره اساسي کېږی، نو مهمه وه چې داسې کس ګډون وکړي ترڅو د نړیوالې ټولنې نظر د افغانستان موضوع ته په کلکه را جلب او جذب کړي. کوم چې بسم الله محمدی یي دمسلک له لحاظه هم نه لری. ځکه به نو افغانستان و نه نتوانیږي چې د پاکستان له حضور سره، په ښه توګه له دې اساسي فرصت څخه ګټه واخلي. له همدې کبله به پاکستاني پلاوی د افغانستان دولسمشر د نشتون نه پراخه ګټه واخلي او له تروریزم سره دمبارزې په پلمه له افغانستان سره د ناټو د مرستو زیاتولو زمینه له مینځه یو سي او ځان ته یې راجلب کړي.
دناټولپاره به هم دا لويه ستونزه وی چی د راتلونکی دولت د پروګرامونو او طرحو څخی یوه روښآنه انځور ولری.
ناټو دې ته اړتیالري چې د راتلونکو ۱۳ کلونو لپاره د افغانستان دولت له مهمو پروګرامونو څخه معلومات ولري څو خپل راتلونکي فعالیتونه ورسره همغږي کړي. دناټو دا غونډه هم ددی لپاره جوړه شوې، چې ددې هیوادونو فعالیت په افغانستان کې په سیستماتیک او اغیزناکه توګه تنظیم او مدیریت شی.
ددفاع وزیر به توانېږی په امنیتي برخه کې معلومات ورکړي، خو په سیاسی برخه کې به ناټو له سترې تشې او ناخبرۍ سره مخامخ شي. ښه به وای، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، په دې غونډه کې یا خپله ګډون کړی وای یا هم داچې لږ تر لږه یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او د ملی امنیت شورا دمشر په ګډون یو پلاوی جوړ او دې غونډې ته یې استولی وای، چې د افغانستان او ناټو پر هر اړخیزه روابطو باندې بنسټيزې خبرې کړې وای.