ویسا: پرته له دووکاندیدانو، نور ټول د انتخاباتي لانجې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي
کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ بیاهم د انتخاباتو او په ویلزکې د افغانستان په اړه د ناټو د غونډې په هکله لیکنې کړي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند نورمحمد نور خبرې راخیستي چې وایې، په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو نتایج اعلان شي.
په مطلب کې د ښاغلي نورپه حواله لیکلي شوي، چې وایې دا د کمیسیون ژمنه ده چې دا بهیر به ژرپای ته ورسوي او هیله من یو چې له پنځه شپږو ورځو نه زیات وخت ونه نیسي.
– محورغیردولتي ورځپاڼې هم په دې اړه د نوموړي خبرې نقلوي چې ویلي یې دي، کمیسیون به ډيرژرخلکو او ملګروملتونوته داسې مهال ویش وړاندې کړي چې په کې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو ورځ مشخصه شوې وي.
– سرنوشت ورځپاڼه بیا د انتخاباتو په تړاو یو مطلب کې د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې یان کوبیش د لیدنې په ارتباط لیکنه کړې ده.
په مطلب کې راغلي چې یان کوبیش او په کابل کې د امریکا سفیر جیمزکننګهم پرون له دواړو کاندیدانو سره په لیدنه کې د رایو د تفتیش او ابطال د بهیر په اړه خبري کړي دي.
– ویسا ورځپاڼې بیا د افغانستان د انتخاباتو په اړه د ایکونومیسټ مجلې یو مطلب هم راخیستی چې عنوان یې دی، پرته له دوو کاندیدانو ټول غواړي چې د انتخاباتو ستونزه پای ته ورسیږي.
په مطلب کې راغلي چې، د رایو د تفتیش د بهیرڅوځله ځنډ دا ښیې چې، ولسمشرحامد کرزی پردغه بهیرلکه څنګه چې دی یې غواړي، کنټرول نه لري.
ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي چې، د تفتیش د بهیرله اوږدیدو سره په کابل کې ډیرکم شمېرخلک په دې باورکولای شي چې، افغانستان به راتلونکې اونۍ د نوي ولسمشر څښتن شي.
– سرنوشت ورځپاڼه په بل مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې نقلوي چې وایې، د ویلزغونډې ته به د اوسني حکومت یو چارواکی معرفي شي.
احمد شکیب مستغني وایې، که تردوو ورځو پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو وروستۍ پایلې معلومې نه شي، نو یادې غونډې ته به د اوسني حکومت کوم غړی ور و پيژني.
محورغېردولتي ورځپاڼې بیا د ویلزد سرمشریزې په اړه په لیکلي مطلب کې د ولسمشر د ویاند د مرستیالې عادلې راز څرګندونې راخیستې چې ویلي یې دي، ولسمشرکرزی به په دې ناسته کې ګډون ونه کړي او معلومه نه ده چې په دغه غونډه کې به څوک د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي.