کور / تازه خبرونه / يوشمېر کړۍ د دولت بدنامولو هڅي کوي

يوشمېر کړۍ د دولت بدنامولو هڅي کوي

ويسا: يو شمېر کړۍ د دولت د بدنامولو هڅي کوي
دا څرګندوني نن کندهار والي په ولايت مقام کي د امنيتي مجلس پر مهال وکړې. په امنيتي مجلس کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر پاسوال رحمت الله اطرافي، د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال تيمورشاه خان غوري، د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د دريم سرحدي زون قومندان بريدجنرال عبدالحي اطرافي، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د لوى محبس مدير سمونوال غلام فاروق، د ژېړۍ ولسوال جمال اغا، د خاکرېز ولسوال فضل محمد غريبشاه، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړى وو.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، يو شمېر کړۍ غواړي چي دولت بدنامه کړي. کندهار والي د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چي يو شمېر کسان د کندهار په ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو د چلند په هکله افواهات خپروي. نوموړي د لوى محبس د زندانيانو ناروغۍ ته په اشارې وويل چي زندانيان د ناپاکو انګورو د خوړلو له امله ناروغ سوي ول، خو ځينو کسانو دې مسئلې ته سياسي بڼه ورکوله. هغه زياته کړه، يو بندي د ناپاکه انګورو د خوړلو له امله ناروغ سوى وو، چي وروسته دا ناروغي نورو بنديانو ته هم سرايت وکړ، خو دوى د عامي روغتيا په مرسته وکولاى سواى چي ژر تر ژره د دې ناروغۍ مخه ونيسي.
کندهار والي هدايت وکړ چي تر دې وروسته که په هره ولسوالۍ کي امنيتي پوسته جوړيږي، بايد له سړک څخه شاوخوا يو کيلومتر فاصله ولري، تر څو پر سړک تېرېدونکي خلک له جګړې څخه وژغورل سي. هغه زياته کړه: “موږ د قانون د تطبيق په خاطر ناست يو، موږ غواړو چي د خپلو خلکو ژوند وژغورو او د وطن د دښمنانو له ظلمه يې خلاص کړو. ځکه مو دا پرېکړه وکړه چي په راتلونکي کي که هره پوسته جوړيږي، بايد له سړک څخه فاصله ولري، تر څو که احياناً کومه شخړه رامنځته کيږي، پر سړک تېرېدونکو خلکو ته به زيان نه اوړي.”