کور / تازه خبرونه / چاودني ٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

چاودني ٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين چاودني ٤ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
چارواكي وايي، دا چاودنه نن غرمې شاوخوا لس بجې رامنځته سوې.
چارواکي وايي چي چاودنه پر غلام فاروق مجروح چي د دې ولايت د خلکو استازي دئ په کابل کي ، سوې.
دا چاودنه د غوریان اولسوالۍ په ګندم منه سیمي کې رامنځ ته شوې؛ چي په پايله کي ئې يو اولسي وګړى وژل سوى او دوه پوليس او يو اولسي وګړى ټپيان سوي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.