پكتيا- د جاني خيلو ولسوالۍ قومي مشرانو له مركزي حكومت ملاتړ اعلان كړ!
نن د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كې د سلاكار وزير او پكتيا والې الحاج جمعه خان همدرد په ګډون هغه غونډه چې د جاني خيلو ولسوالۍ قومي مشرانو ، مجاهدينو ، د ولايتې شورا غړو او ځوانانو پكې ګډون كړي وو د يوه پريكړه ليك په ترڅ كې خپل ملاتر له والې او مركزي حكومت څخه اعلان كړ.
دا پريكړه ليك چې پنځه مادي لري داسي پكې راغلې:
۱- ددولت مخالفين زمونږ د ولسونو دوستان نه بلكه څرگند دښمنان دي ، دوي د خپلو تروريستي او تخريبي فعاليتونو له امله زمونږ د ولسواليو ولسونو ژوند په خطر كي اچوي ، مونږ دوي ته په ډاګه اعلان كوو چي زمونږ ولسوالۍ د حدودو څخه دي ژر تر ژره ووځې.
۲- د جانې خيلو ولسوالۍ منګلو ټول قومونه په يو غږ اعلان كوو چي هيچاته به اجازه ورنكړو چي زمونږ د ولسوالۍ په حريم كې دي تخريبي او تروريستې فعاليت تر سره كړي مونږ د منګلو ولسوالۍ ټول قومونه ولسونه د خپل دولت سره د پخوا په شان خپله همكاري اعلانوو او د خپلې ولسوالۍ له تاسيساتو څخه په كلكه د غليم په وړاندي دفاع كوو.
د غه غونډه سهار په ۹ بجو پيل او په ۱۱ بجو د يوه پريكړه ليك په صادريدو پاي ته ورسيده