د کوچي او هزاره قوم ترمنځ شخړه د څو ځانګړو کسانو لخوا ترسره کیږي.
دغه ټکی په ولسي جرګه کې د کوچیانو قوم استازي محمد نذیر احمدزي د میدان
وردګو لایت په مقام کې د کوچي قوم د مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې
وکړ.
نوموړی زیاته کړه،په دغه ولایت کې د کوچي قوم د حق غوښتونکي دي او دوی له
هزاره قوم سره هیڅ ډول ستونزې نلري،خو څو لوړ پوړي کسان دي،چې د هغوی
لخوا دغه شخړه دوامداره ساتل کیږي.
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه،چې د شخړو اچوونکو مخنیوی دی وکړي .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني وویل: د کوچي او هزاره
قوم ترمنځ روانه شخړه به یواځې او یواځې د خبرو اترو له لارې حل کیدلای
شي .
نوموړی زیاته کړه،که د دواړو لورو خبرې اتري وشي،دولت خپل مسؤلیت په
رښتیني توګه ادا کړي او ولسونه په دواړو برخو کې همکاري وکړي،نو د کوچی
او هزاره قوم ترمنځ به شته ستونزه په بشپړ ډول حل شي .
د میدان وردګو ولایت په جلریز،بهسودینو او دایمیرداد ولسوالۍ کې وخت
ناوخت د کوچي او هزاره قومونو په نومونو شخړې رامنځته کیږي،چې له امله یې
دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي .