انیس: افغانان د نوي ولسمشر وینا ته په تمه دي
کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو نن بیاهم د افغانستان د انتخاباتي کرکیچ اوستونزو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د لسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي افغانستان باید تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې نوی ولسمشر اونوی حکومت ولري.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ افغانان د ولسمشر دې وینا ته په تمه دي، ترڅو له روانو انتخاباتي ستونزو او لانجو ژر خلاص شي.
هېواد
د بلې دولتي ورځپاڼې هېواد په سرمقاله کې راغلي ډېر ژر باید د رایو پایلې اعلان شي ترڅو د ناټو سرمشریزې ته نوی ولسمشر ولرو.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ناټو سرمشریزه د افغانستان لپاره مهمه ده؛ ځکه د دې هېواد په اړه ورکې مهمې پریکړې کیږي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست پر دواړو کاندیدانو غږ کړی؛ که دوی رښتیا هم د هېواد غمخواره وي؛ نور دې له شخصي او ګوندي ګټو تېر شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دواړه انتخاباتي ټیمونه باید د هېواد علیا ګټې په نظر کې ونیسي، د لیکوال په باور په همدې توګه کولای شي، د ژغورنې لار ومومي.
ویسا:
د ویسا د سرمقالې عنوان دی له ستونزو سره مقابله په کار ده، نه تسلیمېدل.
د ویسا ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په اند اوسنۍ وضعه به هېڅکله هم دوام ونه کړي او په ښه لور به بدله شي.
لیکوال دواړو دواړه کاندیدانو ته سپارښتنه کوي دوی باید یو بنسټ کېږي، که یې د ملي ګټو او مصلحت خلاف پرېکړې وکړي، بیا ښايي تر دې بد حالت راشي او اوږده موده مو ولس پکې ښکېل شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي په انتخاباتو کې بهرنۍ پټې لاسوهنې باید پرې شي.
محور:
د محور په سرمقاله کې راغلي د انتخاباتي لانجې له امله د افغانستان اقتصادي، سیاسي ، امنیتي او ټولنیز حالت په یوې داسې نازې کې پولې ولاړ دی.
د لیکوال په اند که یې ژر تر ژره یې چاره ونشي ،نو ترلاسه شوي پرمختګونه او لاسته را وړنې به په یوې میاشت کې له لاسه ولاړشي.