سرنوشت: امریکايي ځواکونو زرګونه ملکي وګري وژلي
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ګڼو د بښنې د نړیوال سازمان د وروستي راپور او همداراز د پاکستان د راکټي حملو پر وړاندې د افغان حکومت د دریځ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوست خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلي؛ امریکايي ځواکونو زرګونه ملکي وګري وژلي.
یادې وروځپاڼې د بښنې نړیوال سازمان راپور خپور کړی؛ چې ورکې راغلي امریکا د وژل شوو کسانو د مرګ د لاملونو په څېړلو او مستند کولو او د پېښو عامیلیونو ته د سزا په ورکولو کې ناکامه اوپاتې راغلې ده.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ په ټوله کې دغه ډول رپوټونه، د دې لپاره ښه دي چې، د ناټو او امریکايي ځواکونو جرمونه مستند شي.
د لیکوال په باور، هر ډول تحریف او ناسم معلومات د قربانیانو له وینو سره خیانت او په کار ده چې مخنیوی یې وشي.
محور:
د محور په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د جګړې روان حالت یوازې د ملکي افغانانو د وژنې له پروژې بله معنی نه لري.
د لیکوال په اند، نړېوال د دې پروژې تمویلونکي او وسله وال یې عملي کوونکي دي.
د محور د سرمقالې لیکوال په جګړې کې ښکېلو غاړو ته سپارښتنه کوي چې؛ د ملیکانو وژنې مخنیوي ته پوره پام وکړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ د ولسي وګړو د ژوند ژغورل او د تل پاتې سولې لارې لپاره غوره لاره ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د سفیرله قوله لیکلي؛ په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنې مسوول وسله وال طالبان دي.
همدې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ افغان ځواکونه دې د پاکستان د یرغل ځواب ورکړي.
هېواد:
د هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د یرغل له ځواب وړاندې له پاکستان سره باید ټولې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې وشولو شي؛ د لیکوال په باور تر څو پاکستان خبرو ته اړ شي.
همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ د ګاونډیانو د حملو اولاسوهنو په اړه باید افغان حکومت هېڅکله بې توپیره پاتې نه شي.
انیس:
بلې دولتي ورځپاڼې انیس لیکلي؛ په افغانستان باندې د حملو پر وړاندې باید د ملي امنیتي ځواکونو ظرفیتونه لوړ کړای شي؛، چې په دې سره افغانستان د سیمې د استخباراتي شبکوله لومو څخه راوتلی.