د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د بخښنې د نړیوال سازمان( ایمنسټي انټرنیشنل) له هیات سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، نوموړي پلاوي په افغانستان کې په تېرو پینځو کلونوکې د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتوکې د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو په اړه د دوی د تحقیقاتي موندنو په باب جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
د دغه هیات مشرې مېرمن نیکولا ډک ورټ وویل، د دوی تحقیات دا څرګندوي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لخوا په پوځي عملیاتوکې د ملکي تلفاتو په باب د حساب ورکونې روحیه شتون نه لري.
د افغانستان جمهوررئیس نوموړي هیات ته وویل، ډیر خوښ یم چې تاسو په داسې یوه مهمه موضوع کار کړی دی چې هغه د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکوکې د اختلاف اصلي موضوع ده.
جمهوررئیس کرزي وویل، زه په دې باور یم چې ملکي تلفات باید په هیڅ صورت رامنځته نه شي، زموږ او تاسو هدف او کوښښ باید دا وي چې ملکي تلفات ودروو.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: له کلونو راهیسې زما اصلي تمرکز پر دې و او دی چې د ملکي تلفاتو له رامنځته کېدو باید مخه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ملکي تلفاتو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې په تېرو پینځوکلونوکې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د لسو مواردو په باب تحقیقات کړي دي. دغه لس موارد ښيي چې لږ تر لږه ۱۴۰ ملکي وګړي د بهرنیو پوځیانو لخوا وژل شوي چې شاوخوا ۵۰ تنه یې ماشومان دي.