کور / تازه خبرونه / ۲۰۰۰ کورنۍ له ارغنداوه وتلي ، په ښار کښي بنديز لګيدلئ

۲۰۰۰ کورنۍ له ارغنداوه وتلي ، په ښار کښي بنديز لګيدلئ

تر هغه وروسته چي طالبانو د ارغنداب شاوخوا شل کلي په خپله ولکه کي راوستل او پکښي ځای پر ځای سول د ارغنداب په ډلو ډلو اوسيدونکي د خپلو کورونه اوشنو باغونو پرېښودو ته اړ سول .

د قومي مشر او د سولي د پروګرام مشر حاجي اغالالي لراوبر ته وويل چي تر اوسه  ۱۰۰۰۰  لس زره کسان چي دوه زره کورنۍ کيږي له ارغنداوه وتلو ته مجبوره سوي دي .

د ماخستن له ۱۱ څخه تر سهاره پوري په کندهار کي پر ګرځېدو راګرځېدو بنديز لګول سوی دی ، په ښار کي تر بل هر وخت زيات پوليس ، ملي اردو او کاناډايي ځواکونه ليدل کيږي چي په ګزمه بوخت دي. د کندهار ولايت اوسيدونکي د رواني اوونۍ پرله پسې پېښو اندېښمن کړي دي .

د يادوني وړ ده چي ارغنداب په سيمه کي يوه تر ټولو اباده او باثباته سيمه وه ، ددې سيمي ثبات هغه مهال ګډوډ سو کله چي تير کال په مني کي طالبانو په دې ولسوالي کي لومړۍ جګړه پيل کړه . ارغنداب د افغانستان په کچه تر بل هر ځای زيات انار او انګور لري چي د کارپوهانو په وينا د هيواد په اقتصاد کي مهيم رول لري . د ارغنداب اوسيدونکي او مځکه وال له دولت او طالبانو غواړي چي ددوی کورونه او باغونه د جګړې ډګر ونه ګرځوي او پرېږدي چي دوی خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي .

له بله پلوه د ارغنداب ستراتيژيک موقعيت هم د دې سيمي د اوسيدونکو په بېځايه کولو کي ونډه لري ، ارغنداب د کندهار ولايت يوه تر ټولو پراخه ، سمسوره او ښار ته تر نورو نژدې ولسوالي ده چي له ښار سره تر منځ يې يوازي د کوتلي مرچې او فيل کوه  غر پروت دی . د ارغنداب په دوه کيلومتري کي د ملا محمد عمر اخند پخوانی کور موقعيت لري چي اوس دکندهار په کچه د کاناډايانو تر ټولو لويه اډه پکښي مېشته ده .