جمهوررئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د پروسې په باب خبرې وکړې.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان ملت له میاشتو را هیسې د انتخاباتو د نتیجې اعلان ته منتظر دی. په میلیونونو افغانانو په انتخاباتو کې په ګډون سره خپله اراده تمثیل کړه او اوس غواړي چې د انتخاباتو نتایج اعلان شي ترڅو افغانستان د نوي جمهوررئیس او حکومت خاوند شي او د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ ولاړې شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې رامنځته شوی اوسنی ځنډ د هېواد په امنیتي او اقتصادي حالت ناوړه اغیزې کړي دي.
جمهوررئیس کرزي ټینګار وکړ چې د هېواد د ثبات، امنیت او اقتصاد لپاره باید د انتخاباتو نتیجه له مخکیني ټاکل شوي معیاد او وعدې سره سم، د اوسنۍ عیسوي میاشتې (اګست) دننه اعلان او نوی جمهوررئیس د چارو واګي په لاس کې واخلي.