د قومي مشر حشمت خلیل کرزي فاتحه واخیستل سوه .
د فاتحې دغه مراسم ، چي په کلات ښار کي د متحد ملت ګوند په ولایتي دفتر کي ترسره سول پکښي ددې ولایت سلګونو قومي مشرانو، علماو او عامو اوسېدونکو برخه اخیستې وه .
د مراسمو ګډونوالو د قران عظیم الشان د ختم تر څنګ د حشمت خلیل روح ته دعاګاني وکړې او د نوموړي وژنه یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایع وبلل او زیاته یې کړه ، چې نوموړي په قومي مسایلو کي مهم رول درلود .دغه قومي مشرانوله حکومت څخه غوښتنه وکړه ، چي باید د حشمت خلیل د وژني عاملین ونیول سي او قانوني چلند ورسره وسي