کور / تازه خبرونه / روسيې هم پر امريکا او اروپا د بنديزونو اعلان وکړ

روسيې هم پر امريکا او اروپا د بنديزونو اعلان وکړ

امريکا او اروپا د اوکراين پر مسئله پر روسيې اقتصادي بنديزونه کرار کرار سختوي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ددغو بنديزونو په جواب کي نن اعلان وکئ چي هيواد يې له اروپا څخه خوراکي توکي او له امريکاڅخه د ساختماني موادو واردول په يوه وار %۱۰۰ په قطعي توګه بندوي.
روسيه نن ناوخته د اروپا او امريكا سره د ملياډونو ډالرو سوداګرۍ جزيات هم خپروي، که روسيه په ريشتيا له اروپا او امريکا سره تجارتي راکړه ورکړه د صيفر کچي ته راکښته کړي دا کار به يې اروپا ته چي د ۲۰۰۸ کال راهيسي د اقتصادي بحران څخه کړيږي نوره هم په اقتصادي لحاظ پر خوله وغورځوي خو د هند او چين سوداګري به په دې کار سره پام وړ وده وکړي.
پوتين وويل چي د غرب لخوا له اقتصادي بنديزونو به د خپل هيواد د صنعت په پياوړي کولو کي کار واخلي او تر دې وروسته به روسي صنعتکاران مجبوره سي چي د خپلو صناعيو کيفيت د غرب لخوا ورلېږدوونکو توکو کيفيت ته ور لوړ کړي.
دې خبر اروپايان سخت اندېښمن کړيدي.