کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس کرزي په هرات کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله

جمهور رئيس کرزي په هرات کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په هرات ولایت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي برید چې پکې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون ۴ تنه شهیدان شوي دي، په کلکو ټکو وغانده.

د هرات د والي سید فضل الله وحيدي د معلوماتو له مخې بهرنيو ځواکونو پرون دوشنبه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان کړل.

د هېواد جمهور رئيس حامد کرزي د دغې پېښې د غندلو په ترڅ کې وویل: پر بې ګناه ملکي وګړو او د استوګنې پر سيمو، د بهرنيو ځواکونو لخوا هر ډول پوځي عملیات د افغانانو ژوند ته ارزښت نه ورکول دي او د ټولو شويو دوه اړخیزو توافقاتو څخه څرګنده سرغړونه ده.

جمهور رئيس کرزي اړوندو ولایتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې هر څه ژر دې د دغې پېښې پلټنه او له زیانمنې شوې کورنۍ سره دې عاجلې مرستې وکړي.

جمهور رئيس حامد کرزي د دغې پېښې د شهیدانو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.