د زابل اوسېدونکي وایي پدې وروستیو کي امنیتي ځواکونه پیاوړي سوي.
ددوئ په خبره اوس یاد ځواکونه کولای سي ، چي دخوښيو د ورځو ترڅنګ په هر وخت کي په سیمه کي دخلګو امنیت ټینګ کړي .په ورته وخت کي ددې ولایت امنیتي چارواکي وایي پدې ولایت دامنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي او ورسره دخلګو همکاري ددې سبب سوی ، چي امنيتي فضاډاډمنه سي .ددې ولایت دامنیې قومندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهی وایي
چي دمګړۍ دامنیتي ارګانونو ترمنځ هم همغږي زیاته سوې ، چي له امله یې توانېدلي په هر وخت کي ددې ولایت د اوسېدونکو امنیت ټینګ کړي.دیادوني وړده ، چي ددې ولایت اوسېدونکو په داسي حال کي دامنیتي ځواکونو ستاینه کوي ، چي پدې وروستیو کي ددې ولایت امنیتي ځواکونو خپلي هڅي ګړندۍ کړي اودوسله والو طالبانو دځپلو په موخه په یوشمېر سیمو کي چاڼیز عملیات پیل کړي