کور / تازه خبرونه / د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې،۲۹ تنه طالبان ووژل شول

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې،۲۹ تنه طالبان ووژل شول

د كندهار د امنيتي چارواكو په وينا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، خوست او سرپل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹تنه طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ کړۍ ماینونه چې د طالب له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان ، پکتیکا ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.