بسم الله الرحمن الرحیم
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (102) آل عمران . صدق الله العظيم .
ګرانو او قدرمنو هیواد والو ، دشهیدانو ځوریدلو کورنیوو ، د زندان د تورو تمبو اوپنجرو شاته پرتو مظلومو بندیانو، د بمونواوماینونوپه بارتو ژوبل شویو زخمیانو، د هیواد او عقیدې ددفاع په سنګرکي ناستو مجاهدینوقهرمانانو، ټولو ځوریدلو ورڼو او خوندو !
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته و……….. :
د کوچني اختر په مناسبت درته مبارکي وایم، دخالق متعال (ج) څخه غواړم چه وطن مو د اشغال او جګړي له شره بیغمه کړي، د وطن دښمنان مو په خپلو ناروا مقاصدو کي ناکام کړي ترڅوټول وطنوال مو داختر د غه مبارکي شپي او ورځي یودبل ترڅنګ او دخپلو قريبانو دوستانو سره په مینه ناکو ملاقاتونو کي په خوښۍ او آرامۍ کې تيري کړي.
ګرانوهیوادوالو!د کوچني اخترد مبارکۍ له فرصت نه په استفادي سره غواړم دهیواد دراتلونکي او افغانې معضلي په اړه زموږ دفکر اونظر څو مهم ټکي درسره عرض کړم.
محترمو داچې زموږ پرهيواد باندي دخارجي تیري وروستي وختونه اولحظي دي ، خارجي قواوي د افغانانو د برحقي مقابلي او مقدس جهاد له کبله تر شکست وروسته دافغانستان څخه پر وتلودي، افغانستان او دافغانستان سیاسي راتلونکی انشاء الله ډیر ژر د افغانانو لاس ته لویدونکی دی .
دا لحظي تر ټولو اول د مجاهدینو لپاره ډیره مهمي دي ، ځکه د دوي د فداکاریو او قربانیو نتیجه ده چې وطن مو دخارجي قواو له اشغال څخه خلاصیږي ، نو مجاهدین وروڼه باید د دغه الهی پيرزويني او لوریني په قدردانۍ سره په هیواد کې له خپل ولس سره داسي چلنداو رویه وکړي چي هغوي ورڅخه خوښ شي .
داسي رویه نه چي خدای مکړه ولس مو بیرته د خارجیانو په آرمان سي .
مجاهدین وروڼه باید خپل ترمنځ اسلامي وحدت او یوالي ټینګ کړي. اوله هغو تفرقو ، اختلافاتو او تبعیضونوڅخه ځان لیري وساتي چې دښمنان یي په مختلفونومونو او مختلفو پلمو باندي د دوي په لیکوکې رامنځته کوي .
دښمنان نن ډیر په دې هڅه کي دي چي د افغانانو په منځ کي تفرقي ایجاد کړي ، دغه تفرقي که دمجاهدینو ترمنځ وي اوکه دولس د سیاسیونو ترمنځ وي اوکه دعامو افغانانو ترمنځ وي.
خوافغانان باید د دښمن دغه فریب ته متوجه شي او خپل ملي، اسلامي أخوت او وحدت ټينګ او محکم کړي.
داچه افغانان له تیرو ۳۶ کلونوراهیسي د جګړو اوشخړو له لاسه له ډول ډول مشکلاتوسره مخ دي ، نو هغوي باید د هیواد په دغو حساسو شیبوکي پر داسي لارو چارو غور وکړي چه راتلونکی یي دجګړو او شخړو دشره خلاص او دسولي ،سوکالۍ او سعادت له نعمته برخمن وي.
دا يو څرګند حقیقت دی چې په افغانستان کي خارجي مداخلي که هغه پوځي مداخله ده که سیاسي ده اوکه استخباراتي زموږ هیواد وال يي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي ، دهغو ترمنځ یي په هره کچه اختلافات را پیداکړي دي.
د دغو اختلافاتو له کبله زموږ سیاسیون ، زموږ جهادي مقاومت اوزموږ عام ولس پر بیلابیلو برخو ویشل شوی دی ،چه ددغو اختلافاتو په نتیجه کي دولس دهري ګټګورۍ طاقت او انرژي دجانب مقابل په خلاف استعمالیږي.
ولی باید داسي وشي چه دیوه افغان د فکر او فعالیت قوه دبل افغان پرخلاف وکارول شي ؟
موږ په خپل وطن کي د افغانانو د خپل منځی اختلاف منفي او بد اثرات ګورو چه زموږ هیواد او ولس یي د ترقي ،تمدن او پرمختګ له قافلي څومره ليري اوشاته کړی دی!؟
نو که افغانان همدغه طاقت او استعداد د خپل هیواد په رغونه او دخپل ولس په پالنه کي استعمال کړي څومره به ښه وی او څومره مثبته نتیجه به ورکړي!؟
داچې اوس مو وطن د خارجي قواو له تیري څخه د خلاصیدو په حال کي دی باید دخپلو تیرو جهادي قربانیو د قدردانۍ په خاطر زموږ راتلونکی اقدام داسي یو اقدام وي چه په هغه کي مو د هیواد والو آرمانونه او غوښتني په بشپړ ډول پوره شي ، اود ولس دآرمانونو او غوښتنو پوره کیدل یواځي هغه وخت ممکن دي چه په وطن کي مو جګړه په کامله ټوګه پایته ورسیږي، چې په نتيجه کې به يې سر تاسرې امنیت تأمین اوملي وحدت ًقائم کړل شي .
بايد ووايو چې دخارجي اشغال په پای ته رسیدو سره د جګړي ټول اسباب او وجوهات له منځه ځي ، موږ ته په کارده چه ددغو عواملو په له منځه تللوکي کوښښ وکړو ، نه داچې د خپلو ناسمو کړنو له خاطره په خپل هیواد باندي یرغلګرو قواوو ته دپاته کيدو شرايط اوجواز نور هم برابر کړو او يا دریم خارجي تیري ته لاره هواره کړو.
له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو وتل د افغانانو لپاره یو ډیر ښه فرصت دی ، له دغه مهم فرصت څخه مطلوبه او ګټوره استفاده کول هغه وخت ممکنه ده چه افغانان خپل منځي تفاهم ولري ، بهرنیان هیڅ کله زموږ داخلي ستونزي نشي راحل کولای ،ترڅو چي يي افغانان خپله په خپل منځی تفاهم سره اواري نکړي ، ژوندۍ بیلګه یي د انتخاباتو په معضله کي د امریکا د خارجه چارو وزیر مداخله کول دی، چه یواځي دده ترموجودیت پوري د انتخاباتو متنازع فریقین د یوه اوبل خبرو اوریدوته تیارسول ، خو دهغه تر تللو وروسته اوس بیاهماغه دانتخاباتو لانجه او هماغه اختلافات دي.
د انتخاباتو دمعضلي موضوع خو یوه عادي موضوع ده ، اساسي موضوعات خو هغه دي چي افغانان به د بهرنیانو له وتولو وروسته ورسره لاس وګريوان اومخامخ کیږي، لکه دنظام جوړوني موضوع ،د کورني اوخارجي سیاست تعینولو موضوع ، دهیواد دارضي تمامیت د ساتلو موضوع، دملي وحدت قايمولو موضوع او… چي دا هرڅه د افغانانو ملي اجماع، ملي مشارکت او بین الافغاني تفاهم ته ضرورت لري.
خپل منځی تفاهم دی چه دهغه په شتون کي هم مشروع انتخابات تر سره کیدای شي ، هم نظام جوړیدای شي او هم ټول هیوادوال په آرام زړه دهیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره کارکولای شي.
افغانی تفاهم په افغانانو پوري مربوط اوتړلی کار دی او دهغه په وسیله یي دهیواد سوکاله مستقبل تضمیندای شي.
داچې دافغانستان معضله پر داخلي بعد علاوه او سربيره خارجي ابعاد هم لري نو افغانانوته په کارده چې دیوه داسي میکانیزم په رامنځته کولوسره خپل منځي توافق ته ورسیږي چه په هغه سره وکولای شي د بین المللي ټولني باور په سمه توګه ترلاسه کړي ، چي داکار هم تر هرڅه وړاندي په بین الافغاني تفاهم پوري تړلی او متعلق دی .
د افغانستان ثبات د سیمي له ثبات سره لازم او ملزوم دی ، لهذا باید نړیواله ټولنه ،ګاونډې اوسیمه ییز هیوادونه هم دافغانستان د معضلي د داسي حل په اړه خپلي هڅي وکړي چي په هغوکي لومړی د افغانانو ګټي اومصلحتونه په پام کي ونیول شي.
له بده مرغه تر اوسه چه نړیوالي ټولني کوم نقش د افغانستان د معضلي په اړوند لوبولی دی په هغه کي د افغانانو تر مصلحتونو د خارجیانو مصلحتونو ته د لومړيتوب حق ورکول شوی و اومقدم بلل شوي وه ؛ ځکه یي دافغانستان قضیه نوره هم پيچيده او کړکیچنه کړه .
که نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکیچ په هواري کي افغاني معیارونه او افغاني منافع تر خپلو منافعو مقدم وبولي بیا حتمي ده چه دهغو هلي ځلي به په افغانستان کي نتیجه ورکوي او ددي هیواد ناورین به پایته رسیږي.
موږ په دي باور لرو که دافغان کشالې مهم لوري دخپل هیواد ستونزوته په اخلاص، صداقت او رشتینولۍ سره متوجه شي او د سالم حل په اړه يې عملي ښه غور او فکر وکړي ، دا به ډیره ګټوره نتیجه ورکوي او افغانان به په خپل هیوادکي د یوه هوسا او سوکاله ژوند څښتنان کیږي.
خدای دي وکړي چه دافغانانو آرمانونه په افغانستان کي د یوه خپلواک او ځواکمن اسلامي او ملي نظام په ټینګښت سره ترسره کړي .
تل دي وي افغانستان
ژوندي دي وي افغانان
والسلام
ملااغاجان معتصم