ماته چي د جورنالیزم په مورد څه ناڅه معلومات سته،هغه معلومات راته ښيي چي یو جورنالیست د یوه هیواد سیاسي،اقتصادي او ټولنیز تشکل ته تغیر ورکولای سي،یو جورنالست د یوې ټولني د سترګو او ږغ په معنې تعبیر کیدلای سي،
جورنالیزم هغه قوه ده چي دیوه هیواد مکمل حکومت او یا که ووایو مکمل نظام راچپه کولای سي،نو هم به د حقیقته لیري خبره نه وي،
یو جورنالست کولای سي د یوې ټولني د افرادو د پاره د عدالت خواهۍ او انصاف ورکولو ضمینه برابره کړي،هغه دا وړتیا لري چي د یوې ټولني د افرادو منفي او د تمدن څخه لیري انځور تر مسؤلینو او یا که ووایو د دنیا تر هره ګوټه رسولای سي،
مګر تر ټولو اړینه خبره به دا هم وي،چي سړی پوه سي یو جورنالیست اصلآ کومو اشخاصو ته باید سړی ووایي؟
افغانستان ته د نوي تمدن او ترقۍ تر عنوان لاندي،زموږ پر بې وزلو او بېچاره خلګو هره په اصطلاح سیاسي نسخه یا ډېره بده اغېزه وکړي،او یا ئې اثرات تر ډېره نه راته معلومیږي.
که د موضوع څخه ډېر لیري ولاړ نه سو،جورنالیزم هم په افغانستان کي دا ځل په یوه نوې بڼه را څرګند سوی دی،له یوې خوا یاد مسلک یا انساني او بشري ارزښت نه یوازي د غربي نړۍ پدیده ده،بلکي اوس ئې په اړه د اسلامي نړۍ هیوادونه هم ورځ تربلي ګټي او تاوانونه ویني،که سړی د عربي هیوادونو بېلګي وړاندي کړي،نو د ورایه به ئې د مصر،سوریه،عراق او لبیا نومونه ذهن ته راسي،په یادو هیوادونو کښي د همدې جورنالیزم د مسلک یو جز وو،چي د نړۍ دیکتاتوري نظامونه او حکومتونه ئې را چپه کړه،او هغه ځوان قشر چي د فېسبوک او ټویټر او یا نورو ټولنیزو رسنیو څخه ئې ګټه اخیستل،د حکومتونو پر ضد لارو او کوڅو ته راووتل خپل د مدني،بشري او انساني حقوقو غوښتونکي سوه.
چي تر یو لړ مالي او ځاني زیانونو ورسته ئې نظامونه چپه او خپل د خوښي نظامونه ئې جوړ کړه،چي تر اوسه ئې لا سیاسي اقتصادي،امنیتي او ټولنیزي ستونزي په پېڅه دي،او زما په شخصي اند ئې ورځ تربلي وضعه خرابیږي.
په هر ترتیب،
زه اوس راځم خپل اصلي هدف او مقصد ته،آیا زموږ نویو ځوانانو دا فکر کړی دی چي دوی که احتمالآ د خپلو حقوقو غوښتونکي دي،هغه به د عربي نړۍ د هیوادونو په څېر وي؟ ایا زموږ اقتصادي،سیاسي او امنیتي حالات دا مفکوره ایجابوي چي موږ دي د چوک پر سر د بېرغونو سره یو ځای ودریږو،په داسي حال کي چي زموږ د فقر او بیکارۍ لمن ورځ تر بلي پر ټول هیواد سیورۍ غوړوي.
د تېرو څو اونیو راهیسي د هیواد د محترم پارلمان محترمو ولسي استازو د خپل راتلونکي په اړه د ځآن د مسؤنیت او مالي امتیازاتو په اړه پر ټولینزو رسینو عجیب او غریب حالت دی،هغه چي ځانونو ته لوستي او د قلم خاوندان وایي،هم ئې لېڅي رابډ وهلي دي،هسي خپل ښکنځلان او توهین کوي،زما په اند که یو جورنالست داسي فکر کوي چي دی د ملت حق د یو چا څخه غواړي،او یا ئې د ور اخیستلو هڅه کوي،دا به پر ځای کار نه کوي، او دا هڅه ئې د مثب پر ځای منفي حالت را زېږولای سي.
یو جورنالیست د حق ورکولو مسؤلیت نه لري،نه د حق ور اخیستلو وظیفه د جورنالیست کار دی،په پښتوکي یو متل دی،(پر ملا ئې پرېولل،پر خدای ئې بخښل).
ایا تاسو په خپل ګرېوان کي کتلي دي،چي دیوه غاصب،زورواکي،فاسد او یا کوم بل کم ظرفه هیوادوال د مېرمني،خور او یا مور ته سپکي سپوري په دا معنې دي،چي تاسو د یو چا حق غواړئ؟که دا معنې لري،چي تاسو همزمان دیوه افغان د حق په طلب کښي دبل افغان توهین کوئ؟
زه په دې اند یم چي هیڅوک د دې حق نه لري چي د چا توهین او چاته سپکي سپوري ووایي،په هره موضوع او مشکل کښي،د هیواد د هر ډول قانون او کوم سیاسي او ټولنیز حرکت سره دي ځیني تش په نامه جورنالیستان دا حقیقت زړه ته تېر کړي،چي یاد کس د سمون په مؤخه بدبختي په اجود راولي.
یو شاعر څومره ښه وایي:
انسانان ژوندي په مینه
څو ئې مینه هومره وینه
چي ئې زړونه سي بې میني
تویوي یو دبل وینه.
زه په دې اند یم چي هر پېغان باید تر انساني،بشري او نړیوال عواطفو او اصولو وروسته ولیږل سي،که یو څوک ځان ته د ټولني سترګي او ږغ وایي،نو طبعي ده چي خورا د لوړ تفکر او عالي احساس خاوند و اوسي،یوازي د یو څو ورځو ورکشاپ او سیمنار په لوستلو ځان ته د عالم او نورته د بې علمه فکر کول اشتباه بولم.
یو جورنالیست ډېر مهم مسؤلیتونه او مکلفیتونه لري په خپله ټولنه کښي، یاد مسؤلیتونه او مکلفیتونه باید تر هر جورنالستیکي او مدني فعالیت مخ کښي په نظر کښي ونیول سي،او بیا وروسته خپلو هیوادوالو ته پېغام،راپور او یا کوم بله څېړنه یا پلټنه وړاندي سي.
زه یو ځل بیا وایم چي هره رسنۍ ځان ته اصول لري،او یاد اصول باید مراعت سي،کنه نو تر ګټه به مو زیان ډېر وي.
ودان اوسې هیواده !!!