کور / سياسي / دا چې ځان په کاڼو ولې ملامت څوک دي؟

دا چې ځان په کاڼو ولې ملامت څوک دي؟

د ټاکنو په دوه دورو کې محترم نوماند نه وخت تیر شوې، او اوس ئې نه منې!

محترم ډاکټر صیب، دا خوږې ترخې دي په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې ځکلې وي، او د همغې شیبې نه دې یوه مخالفه ډلګې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ګډون په پلمه جوړه کړله. له همغي ورځې به لاس په کار شوي واې او ښه کلک نظارت به دې کړي واې. د ټاکنو کمیسون، د شکایاتو کمیسون ستا په مخ کې جوړ شول که اعتراض دي درلود ولې دي غږ ونکړ؟

د ټاکنو د کمیسون غړې د دو مجلسونو رئېسانو لخوا چې دواړه ستا ملاتړ دي او د مجلسونو د شورا د غړو لخوا چې تا سره هم په پراخه پیمانه ولاړ دي په علنې ډول وټاکل شول. که چېرې تا ته د منلو وړ نه وو ولې دي غږ ونکړ؟
د ټاکنو کمیسون لخوا ته ملت ته د ولسمشرې کاندید په نوم ور وپیژندل شوي او په لومړې پړوا ټاکنو کې دي ګډون وکړ او دوهم دور ټاکنو ته دي لبیک ووایه، که مخالف ئې وې نو ولې دي غږ پورته نکړ؟

د امرخيل په اړه غږونه ثبوت نشې کیدلې، خو که فرض وګڼو چې ریښتنې غږونه دي، نو دا د ټاکنو دوهم دور د تر سره کیدلو نه مخکې پورې تړاو لرې، او ته خبر وي، ځکه تا سره ئې غږ وو. نو ولې دي غږ ونکړ؟

د ټاکنو د پاي سره دي خوښې څرګنده کړه او په سبا دي د شکایاتو کمیسون سره شکایات ثبت کړل، نو ولې دي غږ ونکړه؟

تا ته چې تقریبأ دري نیم میلونه خلکو رائې درکړې پاکې دي، او د ډاکټر صیب اشرف غني ته تقریبأ څلورنیم میلونه خلکو رائې ورکړې ناپاکې دي؟ دا به کوم منطق ومني!

راځه بل ډول حساب وکړو، د افغانستان ټول ولایتونه نا امنه وشمیرو او کابل تر ټولو د ښه امنیت ولایت وبلو. تا په کابل کې ۴۲۲۲۶۹ رائې چې ۴۸،۱۷% رائې کیږې خپلې کړي. او ډاکټر صیب اشرف غني ۴۵۴۲۹۶ چې ۵۱،۸۳% کیږې رائې خپلې کړي. اوس دلته هم تقلب شوې، او نه ئې منې؟
ګوره تور، تور دي او سپین، سپین دي، د ملت باور دې ندي خپل کړي. د ملت پر وړاندې مه دریږه او د هیواد د ابادی خڼډ مه ګرځه، تاریخ د هري کړنې ګواه دي.