کور / تازه خبرونه / دولت له راغليو کډوالو سره د اسلامي وجيبې او ورورولۍ له مخې مرسته کوي

دولت له راغليو کډوالو سره د اسلامي وجيبې او ورورولۍ له مخې مرسته کوي

خوست والي:
دولت له راغليو کډوالو سره د اسلامي وجيبې او ورورولۍ له مخې مرسته کوي
دولت خوست ولايت ته د راکډه شويو کډوالو سره داسلامي وجيبې او ورورولۍ له
مخې هراړخيزه مرسته کوي او په دې لاره کې هرډول تلاش او هلې دهمدردۍ او
بشردوستۍ له مخې خپل ګډ مسووليت ګڼي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي دغه څرګندونې دهغه ولسي کميسيون په غونډه کې
وکړې چې کډوالو ته دشخصي او ولسي مرستو دجلب او راټولونې په خاطر دولايت
مقام په هدايت سره ټاکل شوى دى.
نوموړى له کډوالو سره لاسنوى او مرسته کول دافغانستان اسلامي جمهوري دولت
تګ لاره او دافغانتسان دخلکو ملي مسووليت ياد کړ او په دې تړاو يې وويل
دجوزا دمياشتې د١١نېټې څخه تر دې مهاله چې کوم کډوال دکرښې دها خوا څخه
دخوست ولايت ګربز ،سپيرې ،تڼيو ،عليشيرو ،نادرشاه کوټ ،دومنده ولسواليو
،لکڼو او نورو سيمو ته راکډه شوي شميره يې تقريباً د (٢٢٠٠٠) او (٢٥٠٠٠)
کورنيو ترمنځ تثبيت شوې ده.
عبدالجبارنعيمي وويل ولايتي ادارې راغليو کډوالو سره دلومړۍ ورځې څخه
تردې مهاله دمرستو دجلب په موخه تلاشونه زيات کړي او لاهم دوام لري
،خوست والي دولسي کميسيون په غونډه کې دګربز په ولسوالۍ دکډوالو لپاره په
(٤٠٠٠) زره جريبه ځمکه کې د ځانګړي کمپ جوړول په منظمه توګه دکډوالو
اړتياوو او غوښتنو ته درسيدګۍ په خاظر ښه ګام ياد کړ ،نوموړى وويل چې تر
دې مهاله د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې ،نړيوال خوراکي پروګرام
،دژغورنې دنړيوالې کمېټې ،مهاجرينو رياست ،سرې مياشتې او دبيړنيو حالاتو
دکنترول دکمېټې له لوري د(٣٩٥١) کډوالو کورنيو سره دخوراکي او غيرې
خوراکي توکو مرسته شوې او دغه لړۍ همداسې دوام لري.
همداشان په دغه غونډه کې دکډوالو ماشومانو زده کړو او واکسين ته هم
اشاره وشوه ،خوست والي وويل چې دکډوالو ماشومانو د دښوونې او روزنې لپاره
يې هم ځانګړى تلاشونه روان کړي اوهم دعامې روغتيا رياست په چوکاټ کې
دمرستندويه ټولنو په همکارۍ سره تر (٢٣٣٦٩) ماشومانو ته واکسين شوي دي.
خوست والي داهم وويل چې افغانان او په ځانګړې توګه دخوست ولسونه راغلي
کډوال خپل وروڼه او ځانګړي ميلمانه ګڼي همدا لامل دى چې په خپلو کورونو
کې يې ځاى ورکړى او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې او هره ورځ دعامو خلکو
او مرستندويه بنسټونو له لوري راغليو کډوالوته دمرستو لړۍ روانه ده
عبدالجبارنعيمي راغليو کډوالو ته دهراړخيزه مرستو درسونې په برخه کې
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي ،دکابينې
دغړو او مرکزي ادارو دځانګړې پاملرنې يادونه هم وکړه او په دې اړه يې
وويل چې دکډوالو ټولې اړتياوې او غوښتنې يې ورته رسولې ،تمه ده چې ډير ژر
به دعملي همکارۍ او مرستې ګام پورته شي.

دخوست رهبري دولسي کميسيون په غونډه کې وويل چې امنيتي او کشفي ارګانونو
ته يې دنده سپارلې چې دځانګړو امنيتي تدابيرو په اتخاذ سره دکډوالو امنيت
تامين او ټولې چارې يې په منظمه توګه تر امنيتي پوښښ لاندې راولي ترڅو
هيڅ داسې کس پيدا نه شي چې دمهاجرت له پاک نوم څخه په ناوړه استفادې سره
امنيتي ننګونې را منځته کړي.
خوست والي راغليو کډوالو ته په منظمه او شفافه توګه دمرستو رسول
دبشردوستۍ او همدردۍ منل شوي اصول ياد کړل په دې اړه يې وويل چې ټاکل
شويو کميسيونونو ،سيمه ييزو ادارو او اړونده ټولو رياستونو ته يې هدايت
کړى چې مرستې د طرزالعمل مطابق په شفافه او عادلانه توګه مستحقو کورنيو
ته ورسوي او دمرستو په ويش کې دهرډول سواستفادې ،کډوډۍ ،واسطې او بې
عدالتۍ مخنيوى وکړي.
دټاکل شوي ولسي کميسيون غړو په خپل وارسره دولايت مقام دټولو هغه
تلاشونو ستاينه وکړه چې په ملي او نړيواله کچه يې راغليو کډوالو ته
دمرستو او همکاريو دجلب په موخه ترسره کوي ، دکميسيون غړو وويل چې په
خوست کې ددولتي او غيرې دولتي ادارو ترمنځ شته همغږۍ او پرلپسې هڅو خوست
ولايت ته دمرستو بهير زيات کړى او ولسونه دې ته هڅيدلي چې د روژې په دې
مبارکه مياشت کې هره ورځ راغليو کډوالو ته مرستې ورسوي.
ټاکل شوي کميسيون خوست ولايت مقام ته ډاډ ورکړ چې په بشپړه ايماندارۍ او
صداقت سره به خپلې شخصي او ولسي مرستې راټولې او په منظمه توګه به يې
دولايت مقام دهدايت سره سم وويشي.
دغونډې په وروستۍ برخه کې خوست والي يوځل بيا له ټولو هېوادوالو ،ملي
تجارانو ،مرستندويه بنسټونو او خيريه ټولنو وغوښتل چې دروژې دمبارکې
مياشتې برکت او فضليت ته په درناوي سره له راغليو کډوالو سره مرستې وکړي
او په دې لاره کې هراړخيزه همکاري وکړي.
ديادونې وړ ده چې ولايت مقام دکډوالو غوښتنو او ستونزو ته درسيدګۍ په
خاطر دوه ځانګړي کميسيونونه ټاکلي چې يو يې داړونده دولتي ادارو او
مرستندويه ټولنو په ترکيب سره چې په منظمه توګه دکډوالو دثبت او راجستر
ترڅنګ دمرستو په ويش باندې کارکوي او بل ددغه ولايت دديني علماوو
،ولايتي شورا ،قومي مخورو او نفوذ لرونکي شخصيتونو په ترکيب سره د ولسي
او شخصي مرستو په جلب کې تلاشونه ترسره کوي او ددې ترڅنګ هره ورځ دسيمه
ييزو ادارو سره دبشپړې همکارۍ په چوکاټ کې هغه سيمو ته په منظمه توګه
سفرونه کوي چې کډوال ورته را کډه شوي دي.