دسپوږمۍ په دې نیمایی رڼا شپه کې ایلک خان د حماد لورې ته رانژدې شو دحماد دټاټ کالي او دهغه ګرز په وینو ککړ و . ایلک خان په ډیر درنښت اواحترام سره د حماد په لور وکتل او ورته یی وویل : « زما محسنه ! زما حبیبه ! دخداې له پاره را ته ووایه چې څوک یی او دکومه ځایه راغلې یی . ما په خپل ژوند کې د لمړي ځل له پاره ستا په څیر افسانوي جنګجو کتلې دې . زه همدا اوس له تانه دهغه څه په اړه ډیر څه اوریدل غواړم چې په متهرا کې دې هغه غوايی ګاډی تم کړ چې دمتهرا خلکو پر ماباندې لکه دغوایی په څیر راښکود.
حماد خپل آس د ایلک خان څنګ ته راوړ او هغه یی په اوږه و ټپاوه او ورته یی وویل : « ایلک خانه ! ته په دې اړه فکر مه کوه . د بهیم سیم په کلي کې به د بدري نات کور ته ورځو اوهملته به در ته په ارام سره هر څه ووایم . له ماسره ستا په نامه یو لیک هم شته ،چې ماته دهرات والي ناصر الدین راکړې . راځه چې لمړۍ دغه ټول لاشونه ښخ کړو او د ویني دغه څاڅکي پاک کړو ترڅو ددې وینو په کتلو سره څوک زمونږ د آسونو تعقیب و نه کولې شي . ټولو یو ځای هغه لاشونه ښخ کړل او د پښو په مښودو سره یی د وینو هغه نښې نښانې هم له منځه یوړې بیا یی د شمال غرب په لور د بهیم سیم کلي ته مخه کړه .
نور په يوويشتمه برخه کي