بله ورځ ماسپښین ناوخته د سلطان شهاب الدین او خوارزم شاه لښکرې یو بل ته مخ په مخ ولاړې وې ، ددوې دواړو تر منځ یوه ډیره کوچنۍ سرحدی شخړه پیدا شوې وه خو د قطب الدین ایبک د نیولو نه وروسته یی د یوه خطرناک جنګ بڼه خپله کړه . اوس نو په یوه ازاد میدان کې ددواړو پادشاهانو لښکرې یو بل ته د جنګ او وینو تویولو له پاره ولاړې وې . شهاب الدین دخپلو لښکرو په میمنه کې خپل کاکازوې ضیاء الدین دلښکرو سالار و ټاکه . او دمیسره قومنده یی خپل وراره محمود ته او په مینځ کې یی پخپله سلطان دخپلو لښکرو سره و درید . هغه لښکرې چې دهرات څخه دمرستې له پاره راغلې وې هغوې ته یی دمقدمة الجیش بڼه ورکړه او قوماندان یی پخپله د سلطان خورین او دهرات والي ناصرالدین وټاکل شو . حماد وحارث هم د لمړۍ لیکو په عسکرو کې ولاړ وول .
دسلطان او ناصرالدین تر منځ دا ویل شوي و چې کله چې جنګ په قوت سره روان وي نو ناصرالدین دې په هغه ځآې حمله وکړي چیرې چې خوارزم شاه خپل پړاو کړې دې اوبیا دې دهمغه ځایه قطب الدین ایبک ازاد کړي او یوه خوندي ځآې ته دې یی ورسوي ،
د جنګ دپيلامې نه مخته ناصرالدین درې زره تکړه ځوانان دحماد په قومنده کې ورکړل او هغوې ته یی دنده وسپارله چې په همغه ځآې دې حمله وکړي چیرې چې قطب الدین ایبک بندي دي ، هغه به ازادوي او له ځانه سره به یی راوړي . کله چې ددواړو حکمرانانو تر منځ جنګ پیل شو ، ناصرالدین سمدلاسه په پړاو کې په پرتو عسکرو حمله وکړه اودهغوې توجه یی په خپلې لورې راواړوله . ددې سره سم حماد دخپلو درې زرو ملګرو سره یو ځآي په هغه ځاې یرغل ور وست چیرې چې قطب الدین ایبک بندي و.
قطب الدین ایبک د خوراکې موادو دخیمو تر منځ په ډیر سخت تکلیف اوستونزو کې په پنجره کې بند ژوند تیراوه . حماد دخپلو ملګرو سره هلته ور ورسید اوغوښتل یی قطب الدین دهغې شکنجې نه ازاد کړي خو هره هڅه یی ناکامه شوه ځکه چې پنجره د اوسپنې دداسې مستحکومو سیخانو څخه جوړه شوې وه چې ماتول یی اسانه کار نه و. د پنجرې وړه او کوچنۍ دروازه هم په داسې اوسپنیز کلف باندي بنده شوي وه چې هلته یی ماتول شوني نه و.
حماد هغه د پنجرې سره یو ځآي دهغه ځایه راپورته کړ ، په خپل آس یی له ځانه سره کیناوه شاو خوا یی ساتونکي و ټاکل اوپه داسې حال کې چې ساتونکي یی په جنګ کې اخته و ، قطب الدین یی دهغه ځآیه وویست . کله چې ناصرالدین ته خبر ورسید چې قطب الدین ازاد کړل شوې دې نو په پړاو یی خپله حمله بنده کړه او د حماد سره یو ځآي شو .بیا یی یوه اوږده پټۍ ووهله او دخپلو عسکرو شاته را ستون شو ، هملته یی کلف مات کړ او قطب الدین یی د دې ازاره راویست . د پنجرې څخه د راوتلو او دحماد سره دپيژندګلوۍ وروسته قطب الدین د حماد سره غاړه غړۍ شو اودهغه ممنونیت یی ادا کړ .
«تا ماته نوې ژوند راکړ . که کله وخت راغې نو ددې احسان بدله به دې هرو مرو اداء کړم .» ددې خبرې وروسته قطب الدین دخپلو پیژندګلو خلکو لیکو ته ورغې .
کله چې سلطان شهاب الدین ته د قطب الدین د ازادیدو خبر ورسید، سمدلاسه یی جنګ بند کړ او خپل پړاو یی دهغه ځآیه پورته کړ او دشپې په تیاره کې دخپلو لښکرو سره یو ځآې دغزنی په لور روان شو .خو حماد د سلطان او ناصرالدین د ویناو سره سم هندوستان په لور وخوځید.
نور په نهمه برخه کي