سلطان شهاب الدین د جیحون ددریاب په غاړه خپله خیمه وهلې وه ، او نژدې پنځه مایله واټن کې ورته د جیحون هغه غاړه او د (ارا) د بحیرې په غاړو دخوارزم شاه توپانې لښکرې پرتې وې . دوې د جنګ دپیلولو انتظار کاوه . خو داوړو حکمرانانو یو په بل د جنګ دپیلامې څخه ډ ه ډه کوله .اما اوس د شهاب الدین له پاره دا جنګ ضروري ګرځیدلې و. ځکه چې خوارزم شاه یی جرنیل قطب الدین ایبک نیولې و او هغه یی د اوسپنې په پنجره کې بندي کړې و . قطب الدین ایبک داسې یو جرنیل وچې شهاب الدین ته ډیر ګران او دهغه د زوې حیثیت یی درلود ( دا باید یاده وې چې سلطان شهاب الدین کوم زوې نه درلود ، یواځي یوه لور یی وه چې هغه ته یی هم په خپل ژوند کې قبر تیار کړې و ، خو د قدرت کارونه داسي وو چې سلطان د شهادت وروسته په خپله په همغې قبر کې ښخ کړل شو . د زوې د نه درلودلو له مخې سلطان شهاب الدین ، قطب الدین خپل زوې ګرځولې و )
دشهاب الدین خیمه دلښکرو په مینځ کې پرته وه . دا د څرمنې څخه جوړه شوې ډیره ښایسته اوپراخه خیمه وه ، ددې په منځ کې دپردې په واسطه دوه کوچنۍ کوچنۍ کوټې جدا کیدې ، دخیمې په دروازې د اطلس پردې را ځوړول شوې وې او دڅرمنې داخلې رنګ یی په وریښمي ټوټې باندې پوښلې و .دکمرې فرش د غبرګ ټاټ نه جوړ شوې و او په همدې ټآت د سلطان بستره هم غوځیدلې وه ..
یوه ورځ په داسې حال کې چې د یخنۍ لمر نور دغرب په لمنو کې ډوبیده دهرات حکمران ناصرالدین دحماد سره یو ځآي د شهاب الدین دخیمي تر مخه دخپلو آسونوڅخه را ښکته شول . ناصر الدین حماد ته هملته د تم کیدو اشاره وکړه اوپخپله نیغ د سلطان شهاب الدین خیمي ته ورغې ، دناصرالدین دکتلو سره سم د خیمې ساتونکو خپل سرونه ټیټ کړل اویوې لورې ته شول ، ناصرالدین خیمې ته ورننوت …… سلطان د سختو یخو بادونو څخه د خوندي پاته کیدو په خاطر په خپله بستره ناست و .دناصرالدین دکتلو سره سم راپورته شو ، بړستن یی یوې لورې ته کړه او مخته راغې او دناصر الدین سره یی کلک روغبړ وکړ .
« ته په ډیر ښه وخت کې راغلې یی ، ما نن شپه اویا سبا سهار د قطب الدین د راخلاصولو له پاره جنګ پیلاوه .»
بیا شهاب الدین خپل خورین له لاسه و نیوه اوپه خپله بستره یی کیناوه . سمدلاسه یی ترې وپوښتل چې «د هراته دې څومره ځواک له ځانه سره راوړې دې ؟ »
ناصرالدین په خپلوپښو باندې د بړستنې د را اچولو وروسته وویل : « ما له ځانه سره پنځه زره کسیز فوځ راوستې ، چې همدا اوس یی ستا دمقدمة الجیش په اړخ کې پړاو کړې دې .»
سلطان ترې یو ځل بیا وپوښتل چې : « ایا د هندوستان څخه دې دایلک خان په اړه کوم خبر تر لاسه کړې ؟ »
ناصرالدین لږ څخه اندیښمن شو او په داسې حال کې چې څټ یی ټیټ کړې و وویل : « زه د ایلک خان په اړه ډیر اندیښمن یم . دهغه ورک کیدل ماته ډیر ستونزمن ګرزیدلي دي اوزه یی په عذاب کړې یم .»
شهاب الدین په داسې حال کې چې خلا ته یی کتل ، په اندیښمنه توګه وویل : « دایلک خان په څیر میړنې ځوان د ښه بختورومیندو په کورو کې پیدا کیږي . که چیرې هغه ته زیان ورسیږي نو دا به زمونږ له پاره ډیر دروند تمام شي ، د ایلک خان په څیر ځوان باید د یوه لښکر قوماندان او او سالار په څیر کار وکړي ، هغه ډیر میړنې او زړه ور انسان و ….»
ناصرالدین یی خبره ور پرې کړه او ورته یی وویل : « ما ددې زیان تلافي کړې ده …»
شهاب الدین ترې په حیرانوونکې توګه وپوښتل چې : « دداسې زیان تلافي به څه ډول او څنګ وکولې شې …»
دا ځل ناصر الدین خپل سر راپورته کړ اوسینه یی تانده کړه او ویی ویل : « ما داسې یو ځوان پیدا کړې چې دایلک خان څخه هم زړه ور ، ځواکمن او میړنې دې …»
سلطان ترې په ناکرارۍ سره وپوښتل « هغه اوس چیرې دې او څه نومیږي ؟»
ناصرالدین د سلطان د ناکرارۍ نه خوند واخست او ورته یی وویل : « هغه دنیشاپور اوسیدونکې دې،نوم یی حماد بن خلدون دې اوخلک ورته د نیشاپور شاهین وایی . .. دغه پنځه زره لښکر مې چې له ځانه سره راوړې په هغې لښکر کې هغه اودهغه کوچنې ورور هم شامل دي ..»
«تاته لازم وچې هغه دې هم له ځانه سره دلته ماته راوړې و .»
داځل ورته ناصرالدین په خندا کې وویل : « ته ناکراره کیږه مه ، هغه همدا اوس ستا دخیمې نه بیرون ولاړ دې ، زه غواړم هغه له تاسره د پيژندګلوۍ وروسته هندوستان ته ولیږم ، هغه زما درسۍ د پریکولو شرط هم پوره کړې دې …»
سلطان بړستنه یوې لورې ته کړه او دبسترې څخه راپورته شو او ویی ویل : « تا خوپه هغه ظلم کړې چې دخیمې څخه بیرون دې حیران او پریشانه منتظر درولې دې . په خداې سوګند چې په ملت کې داسې ځوانان هره ورځ نه تر لاسه کیږي ، زه به دخپلې خیمې څخه بیرون ورشم اودهغه ښه راغلاست به وکړم . »
ناصرالدین سمدلاسه راپورته شواو دخیمي ددروازې په لور ورغې او ویی ویل :« ته کینه ، زه یی له ځانه سره راوړم»
لږه شیبه وروسته ، کله چې ناصرالدین بیرته راستون شو نو حماد یی هم له لاسه نیولې و . دخیمې ددروازې تر څنګ ورته سلطان خپل د روغبړ لاس ور و اږود کړ ، په ډیره خوشحالۍ او روڼ تندي یی ورته وویل :
« زه په خپله خیمه کې دنیشاپور شاهین ته ښه راغلاست وایم »
حماد لږ څه خپل څټ ښکته کړ اوپه خپلو دواړو لاسو یی د سلطان د روغبړ لاس و نیوه په ډیر درنښت اواحترام یی ورته وویل : « دا زما له پاره ډیر ستر سعادت دې چې زه ستا په خیمه کې ولاړ یم اوله تاسره روغبړ کوم . »
سلطان دوې دواړه دخیمې هغه بلې خوني ته له ځانه سره یوړل ، او درې واړه په هغې بسترې کیناستل چې په فرش باندی خپره شوې وه . بیا سلطان حماد ته وویل :
« ماته ستا په اړه ناصرالدین ډیر څه ویلي دي ، ایا د هندوستان دزمکو سره اشنایی لرې ؟ »
حماد ورته په ډیره عاجزۍ سره وویل :« زه زیات وخت د تجارتي قافلو سره هندوستان ته ځم راځم ، تاسو چې کوم کار ماته راسپارۍ ، زه به هغه ستاسو د خوښې او هدایت په مطابق تر سره کوم ، هیڅکله به تاسو ناهیلي نه کړم .»
سلطان ورته په اوږه لاس کیښود او ورته یی وویل : « ته همدا نن شپه دخپل منزل په لور روان شه ، ستا لمړۍ کار به هلته دایلک خان لټون وي ،که چیرې هغه دې وموند ،نو په راتلونکې کې به هغه ستا تر لاس لاندې کار کوي . په دې اړه به ناصر الدین درته لیکلي لیک هم درکړي ، ناصرالدین به درته دا هم ووایی چې هلته څوک څوک ستا دوست او دمصیبت په وخت کې د چا سره کتلې او مرسته ترې اخستلې شې ، که چیرې ایلک خان ژوندې وې نو هغه په هر کار کې ستا مرسته کولې شي. هغه ډیر مخلص او نفیس انسان دې اوستا تر لاس لاندې په کار کولو به خوشحالي احساس کړي ، خو که چیرې هغه دکومې حادثې ښکار شوې وي نوبیا هلته په رسیدو سره به ته خپله لار په خپله پیدا کوې . …»
شهاب الدین د څو لمحو دخاموشۍ وروسته بیا وویل : « هلته به د رسیدو سره سم د تجارت کارو بار پیلوې ،دهمدې دندې تر سیورې لاندې ته هر چیرې تللې شې او هر چیرې خپل کار پیلولې شې ، هندوستان ته د ورننوتلو سره سم دابوالفتح سره ووینه ، هغه د (سرسوتې) ددریاب په غاړه د (بهیم سین) په کلي کې اوسیږي ، هغه هسې هندو ښکاري ، (بدري ناتهـ ) نومیږي ، خو هغه دهغه ظاهري بڼه ده . هغه څه موده مخته د یوه مسلمان مبلغ په لاسو مسلمان شوې خو هیچا ته یی دا نه دي ویلي چې مسلمان دې ، هغه د خپل لمړني مذهب په لباس کې اسلام اومسلمانانو ته جاسوسي کوي ، هغه دې په هر مصیبت کې په کار راتلې شي . ابوالفتح به پخپله هم د ایلک خان لټون کوي ، شوني ده چې ستاتر ورسیدو پورې به هغه د ایلک خان کوم درک خرک هم لږولې وي .»
کله چې شهاب الدین خاموشه شو نو حماد ورته وویل : «ایا زه په دې جنګ کې چې همدا اوس ورته تاسو پړاو کړې دې د شریکیدو اعزاز نه شم تر لاسه کولې ؟ زه له تاسو سره ژمنه کوم چې په دې جنګ کې د ګډون نه وروسته به زه خپل کور ته دتللو په ځاې نیغ د هندوستان په لور مخه کړم »
شهاب الدین ورته پرته له ځنډه وویل : « بلکل تاته اجازه ده »
ناصرالدین او حماد دواړه د سلطان د خیمي څخه بیرون ووتل اوهغه ځآې ته راغلل چې دهراته راغلي لښکر په کې پړاو کړې و . ناصرالدین دآسه ښکته شو او خپلې خیمي ته ولاړ ، دهغې دخیمې خواو ته وسله وال ساتونکې ولاړ وو . حماد د ناصرالدین دخیمي په ښي اړخ کې د خیمي د تنابونو سره خپل آس و تړه . اوپه خپله همغې خیمي ته ورننوت . هلته یی ورور حارث منتظر ناست و . دحماد په کتلو سره سم حارث ورمخته شو او ترې ویی وپوښتل : « وروره ! دسلطان سره د ې ولیدل ؟»
حماد یی تر مخه کیناست او ورته یی وویل : « هو ! دسلطان سره مې وکتل ، زه به په دې جنګ کې دبرخې اخستو وروسته دهندوستان په لور روانیږم .»
حارث ترې په حیرانتیا سره وپوښتل : « اوزه ؟ »
حماد ورته په خندا شو او ویی ویل : « ته به همدلته دسلطان په لښکرو کې اوسې ، که چیرې ته په خلوص او ځان ځارنې سره کار وکړې نو نوم به پیدا کړې ..»
حارث خاموشه شو ، بیا یی دخیمي په یوه ځاې کې خپله غذا را وویستله اودواړه ورونه کیناستل او په مینه یی هغه وخوړه . ..
نور په اتمه برخه کي