بسم الله الرحمن الرحیم
مقدمه :
دنیشاپور د شاهین دلیکلو نه مخته مې د تاریخ دهغو پاڼو داړولو اراده کړې وه چې په کې په شلمه پیړۍ کې یو چنګیزخان داسلامي فرهنګ مرکزی هیوادونه لکه سمرقند، بخارا، صفایان ، ترمز ، تاشقند ، او نور ښارونه په خپله ولکه کې راوستلې و. خو د څو علتونو له مخې مې چې په کې په دې اړه دموادو د لاسته راوړو ستونزې هم شاملې وې ، په دې موضوع د لیکنې جرئت و نه شو کولې . خو بیا هم په ګجرات کې د الحدید د اونیزې خپرونې دمدیر ښاغلې مسعودالرحمن نه ممنون یم چې هغه زه په دې موضوع باندی د لیکلوله پاره په پرلپسې توګه هڅولم. په هرصورت ما دهغه سره ژمنه کړې چې یوه ورځ به هرو مرو امو او سیهون ددریابونو په دغه کانال شکله لیکي باندیې دقلم د راپورته کولو جرئت کوم .
دصلیب او حرم په اړه د لیکلو نه وروسته مې دکومې نوې موضوع دپیدا کیدو له پاره په تذبذب کې شپې او ورځي سبا کولې . کله کله به مې د پوره ته موضوع په اړه زړه غوښتل خو همت مې نه شو کولې . اخر مې خپله موضوع بدله کړه او دهغو حالاتو په څیړلو مې پیل وکړ چې د محمدغزنوي نه وروسته دیوې خلا په څیر په هندوستان کې راپیدا شوي وو . هر څومره مې چې په دې موضوع فکر کاوه همغومره مې یی په اړه دلچسپې زیاتیده . ډیر وخت به مې په خوب کې د سرسوتي ددریاب په غاړه د تراوړي په میدان کې د تیروشوو جنګونو منظر کوت .خو کله به مې چې سترګې پرانیستې نو همغه کوټه به وه چې د څو خپرو ورو تاریخې کتابونو څخه په کې اخوا نور څه نه تر سترګو کیدل .
دا هغه وخت چې په هندوستان کې د محمود غزنوي د پرلپسې حملو له مخې د هند مسلمانانو د شودرانو یا (دهندوانود هغه قوم څخه چې هلته ډیر ذلیل اوپست ګڼل کیږي) څخه هم خراب ژوند درلود . دهغوې حال د اوښانو دهغو ګلو په څیر و چې څرونکې یی نه وي ،هغوې دهغو وزو د ګلې په څیر دهرې لورې څخه تر ګواښ لاندې و چې چوپان او شپون یی نه وي ، په داسې حال کې چې د نهروالا څخه تر نګرکوټ او د بټهنډا څخه تر بنارس پورې دهندوستان راجه ګانو پتهورا او کهانډې راې ، ددوو وینه زبیښونکو لیوانو په څیر هرې لورې ته ځعاستل …. دهیڅ مسلمان عزت ترې خوندي نه وو ….هیچا مذهبي ازادي نه درلوده …. په همدې حالاتو کې په داسې وخت کې چې د کرشن مراري پر بُت دهند دخوشحالۍ په خاطر دانسانیت قرباني ورکول کیده ، دشعوره ډک قدرت او ځواک په حرکت راغې او دغزني هغه کلې یو ځل بیا په لړزیدا شو او ترې داسې یو ستر او ویاړلې شخصیت او بُت ماتوونکې را ووت چې دکابل نه تر سومنات اود سیستان نه تر کشمیره پورې یی لړزه او خپله قهرماني خپره کړه .
دا ځل دهندوستان د حالت د ښه کولو له پاره چې قدرت دکوم شخصیت انتخاب کړې و ، هغه شهاب الدین غوری و، اودا هغه لمړنۍ مسلمان حکمران و چې په برخه یی په هندوستان کې د یوه مضبوط او مستحکم حکومت قیام لیکل شوې و .
نن یو ځل بیا اسلامي امت دهمغسې حالاتو سره مخ دې ، که له یوه اړخه مونږ د رنګ ، نسل ،ژبې او وطن په ترکیبي برخو باندی ویشل شوي او تنګ لمني شوی یو ، خو دبله اړخه زمونږ دهمدې کمزورتیا څخه دګټې اخستلو سره سم یو شمیر غرني لیوان دافغانستان دخلکو ویني زبیښې ، هلته د سرو لمبو نڅا روانه ده . دتباهۍ اور او د ناهیلیو تیارې هرې لورې ته خپرې شوې دي اودښمن زمونږ د سترګو تر مخه زمونږ د قسمت ډیرې بدې کرښې لیکي .
اخر د افغانستان د ازادۍ د غورځنګ ننګیالي به تر څه وخته پورې په غارونو او تیارو سمڅو کې پټ او د بې نومه مجاهدینو په څیر به دخپلې ازادۍ او ځان ځارۍ تاریخ لیکي… تر څو به د چنګیز خان د روح پیروان دخپل لیونتوب له مخې د جهان سوزولو او تباهیو لوبه لوبوي ….. ترڅو به داسلام په سرکښه څپو سکوت حاکم وی …. تر څو به د یوه ستر قوم ملا کږه شوي وي او تر څو به یو خالي خول دخپلې ملغلرې په لټه کې تیندکونه خوري …..دا داسې یوه پوښتنه ده چې د فنا د غږ اوتریخ دود په څیر هرې لورې ته خپریږي…. خو د اسلامي امت سره یی هیڅ ځواب نه شته ؟!!
درنو لوستونکو !مونږ خو د لمر د ډوبیدو منظر کتلې شو خو عبرت ترې نه شو اخستلې . مونږ (د وجد اوسماع ) دذکر په یوه ډیر بې مفهومه دور کې ور پریوتي یو ، مونږ په یخو ښایسته خوبونو کې خپل ځانونه ډوب کړي دي خو دغه ژوندبخښونکې رنګین خوبونه به مونږ تر ډیره وخته پورې و نه شي ساتلې ، راتلونکې ځوان نسلونه به یوه ورځ هرو مرو زمونږ څخه پوښتنه کوي چې مونږ ولي د شاهینانو تر منځ د توتکیو او کارغانو په څیر ژوند تیراوه . ولې مو د لیوانو په ډله کې د پټیدونکې اوبې وسه هوسۍ په څیر کړچار تر سره کړې….. اخر به مونږ په کومه هیله ، د کوم طلایی سهار په امیدخپل ځوان نسل ته ددې ویلو څخه تیښته کوو چې دښمن ولې زمونږ د کوپړیو څخه دخپل ځان له پاره ګلدانونه جوړوي!
څرګنده نه ده چې هغه به څوک وی ، چیرې به وی چې داسلامي امت دغه ډوبیدونکې کشتۍ ساحل ته را وکاږي ، خو زه ایمان لرم چې هغه وخت به هرو مرو راځي چې زمونږ د مقدر یو ساتونکې به را پورته کیږي ،په هغه ورځ به ملي ریښې یو د بل سره ټینګښت مومي . خو ماته ډاګیزه نه ده چې دملت هغه مهمه دفاعي کلا به څوک وي . خو بیا هم د ژوندانه د لوټ کړل شوو کاروانونو د لارښوونو له پاره به قدرت هرو مرو وی څوک ټاکي ، هغه ورځ به انسانیت د نوي ژوند خاوند شي. او وینه زبیښونکي لیوان به بیرته خپلو تیارو غارونو ته په تیښته شي .
په اخرکې زه دمیرپور دښارګوټي د کالګړې د سیمي دخپل هغه مربي ډیر زیات ممنون یم چې په خپلې مادي او اخلاقي مرستې یی زما له پاره داسې چاپیریال تیار کړ چې زه په کې د نیشاپور دشاهین کتاب دخپل ټاکل شوي وخت نه مخته په پوره بریالیتوب سره پاي ته ورسوم ، زما دا محسن او مربي محمد رفیق العصري نومیږي .
اسلم راهي – ایم ، اې .
۴۲/ حیدربلډنګ ،موهني روډ ، لاهور ، پاکستان
(۱)
دسختې یخنۍ اوږدې شپې دتیارو د یخو دیوالونو د ټټر سره په ټکر کې خپل ټول اعضاء او غړی له لاسه ورکړي و. په هره شپه به دنیشاپور په لور تلونکې ، په غرونو کې کنل شوې شاهراه د وخت په وخت د خپرې شوې زمانې په چُپُو او د اسرارو نه د ډکو لمحو په ژورو نالو کې ډوبېده .هرې لورې ته خاموشي خپره وه . سکوت و. ددې غرنۍ شاهراه دواړو خواو ته ښکلې بوټي ولاړ وو چې په ځینو ځینو ځایو کې به د اوښانو کټارې او اغزن بوټي هم تر سترګو کیدل . یو ناڅاپه د کوهستان دغه ورانه ویجاړه لمن د آسونو د تیزو قدمونو د خرپار نه ډکه شوه . لږه شیبه وروسته په دې لاره درې کسان را څرګند شول چې خپل آسونه یی په وهلو وهلو د هرات نه د نیشاپور په لور په ځغاسته کړي وو.
د زړه وړونکې دغه بیابان هره زره چې د خاموشۍ تر څادر لاندې یی ځان را نغاړلې و ددې آسونو د قدمونو د خرپار سره سم را پورته شوه . ټوله وادي د تیږو د یخو اهونو څخه ډکه شوه . دشپې هیبت نور له منځه تلونکې او خپل اخر ته رسېدونکې و . درې واړو سپرو یو ځاې خپل آسونه د کوهستان د یوې ویالې ترڅنګ تم کړل . بیا دهغوی څخه یوه یی د شرق لورې ته وکتل او خپلو دواړو ملګرو ته یی وویل :
«ملګرو! د سهار د لمانځه وخت شوې دې ، راځئ چې لمړۍ خپل لمونځ ادأ کړو اوبیا خپل سفر ته دوام ورکړو .» درې واړه سپاره د آسونو څخه را ښکته شول ، خپل آسونه یی د تیږو سره وتړل او بیا د ویالې تر څنګ کیناستل او دلمانځه له پاره یی اودسونه کول پیل کړل .
دشرق له لورې د یلدا دشپې د سهار په څیر تباشیرشکله رڼا را ښکاره شوې وه . دالبرز د کوهستان په لور دشمال غرب څخه را الوتونکې توپانې سیلیو دلیونتوب بڼه خپله کړې وه . په همدې خاطر دهوا یخوالې زیات شوې و . درې واړو سپرو د اودسونو کولو وروسته خپل آسونه پرانستل او د یوه غره سر ته وختل . هلته یی دخپلو آسونو څخه قیضې وویستلې او هغوې یی دخوراک او څرلو له پاره ازاد پریښوول . بیا ددوې د ډلې څخه همغه چې خپلو نورو ملګرو ته یی دسهار د لمانځه له پاره ویلي وو په یوه تیږه و درید او اذان یی وکړ ، لهجه یی خالصه عربي وه او ددې څخه دا ډاګیزیده چې اذان ورکوونکې کوم عرب دې . د اذان د اواز د اوریدو سره سم د ځنګل مرغان هم را پورته شول او په فضا کې یی د نوې سهار دپيلیدو الهام ور کړ .
درې واړو یو ځاې د سهار لمونځ ادأ کړ ، بیا یی خپلو آسونو ته قیضې واچولې ، د شرق څخه د تیارو د له منځه تلو سره سم د سهار بادبان هم را څرګند شوې و .بیا لمر را وخوت ، چې شعلو یی یو په بل پسې پر ځمکه د راپریوتو سره سم د ویلي شوو سرو زرو د نڅاکونکو شعاعو ستر قرمزي جال خپور کړې و . اوس نو په دې نوي سهار کې توتکیو هم خپلې ځالې پریښې او دهوا په څپو کې یی الوت کاوه . د اوږدې شپې وږو مرغانو د درود او سلام نغمې په ډیرو ښکلو او زړه وړونکو اوازو سره زمزمه کولې او دخپلې روزۍ په لټه کې د نا معلومو زمکو په لور په الوت کې ډوبې وې .
خپلو آسونو ته د قیضې د ور اچولو په وخت کې دغو دریواړو ټکان وخوړ اوپه ډیره حیرانتیا او تعجب سره لاندې د ویالي په لور په ځیر شول ، هغوې کتل چې څوکسه آسپ سواره دهغوې په لور په ډیره بیړه ور روان دي . د ویالي په دا بله خوا کې د شمال غرب له لورې د البرز دکوهستان تر ټولو ستر ، د واورو ډک ، غرونه را څرګند شوي و. هغه شاهراه چې لږه شیبه مخکې یی پرې خپل آسونه را ځغلول، اوس بلکل په څرګنده توګه تر سترګو کیده ، دهغې دواړو خواو ته د صنوبر ډیرې پخوانۍ ونې داسې ولاړې وې لکه پهره داران چې تر لرې لرې پورې خپاره شوي او ددې ګونګې لارې د ورانو ویجاړو د واټن څارنه کوي .
ورځې ته د سهار د رڼا وړانګې ور رسیدلې وې . د رڼا شعاعګانې تر ډیره لرې پورې خپرې شوې وې ، ونې د تیزو هواګانو په واسطه د زانګو په څیر زنګیدې ،اوپاڼو یی شرارې کولې ، هغوې درېواړه دغره په څوکه و دریدل او ددې راتلونکو آس سپورو د را رسیدو انتظار یی پیل کړ . د کومې ناڅآپې پیښې سره دمقابلې له پاره دریواړو خپلې تورې له تیکو را ویستلې وې، لږه شیبه وروسته دغه آسپ سپاره د ځنګلي ګلونو او بوټو دهغې ورانو ویجاړو څخه را بیرون شول کومې چې د ویالي له لورې دې غرنیزې څوکې ته را تلې . دهغوې شمیره دولس کسان و، او په ډیرو ښو جنګي وسایلو سنبال شوي و، هغوې د را رسیدو سره سم ددې دریواړو تر مخ د خپلو آسونو څخه پياده شول ، بیا دهغوې د ډلې څخه یوه یی ، چې دهغوې سرخیل او لارښود معلومیده ، دې دریواړو ته مخ کړ او ورته یی وویل :
« تاسې څوک یاست او کومې لورې ته ځئ ؟ »
هغه عرب چې ددې غره په سر یی په یوه تیږه د سهار اذان ویلي و ، څو قدمه ورمخته شو او ورته یی وویل : « مسافر یو او دنیشاپور په لور روان یو .» هغه ترې یو ځل بیا وپوښتل چې : « دکومه ځآیه راغلي یاست ؟ »
هغه عرب په داسې حال کې چې قدم په قدم بدلیدونکي حالات او خپل احساسات یی تر کنترول لاندې نیولي ود خپلې مضبوطې او مستحکمي لهجې له مخې وویل : « مونږ د نیشاپور د یوې تجارتي قافلي سره یو ځاې دهغوې د ساتونکو په څیر دهند په لور تللي وو. هغه تجارتي کاروان دخپلې ګټي او راکړې ورکړې وروسته بیرته راستون وې دې . اوس هغه تجاران ټول هلته د هرات په ښار کې اوسیږي . هغوې به هلته یو څو ورځ تم کیږي ، څرنګه چې هغوې مونږ ته خپل مزدوري راکړې ،په دې خاطر مونږ اوس په نیشاپور کې دخپلو کورو په لور روان یو .»
د راغلیو وسلوالو کسانو مشر ترې یو ځل بیا وپوښتل :« ایا تاسو د نیشاپور اوسیدونکي یاست ؟ » عرب ورته د ا ځل په ډیره ستومانه او بیزاره لهجې وویل : « د نیشاپور څخه څلور فرلانګه جنوب کې یو کلي دي چې د سمراباد ( دا د نیشاپور یوه ښایسته غرنې کلې دې چې اوس هم همغسې په خپل ځاې پاته او اباد دې ) نومیږي ، مونږ دریواړه دهمغه کلي اوسیدونکي یو .»
د څو لمحو د خاموشۍ نه وروسته د راغلی ډلې مشر یو ځل بیا وویل : « تاسو دریواړه زمونږ سره یو ځآي د ناصرالدین ځاې ته ولاړشئ ، هغه تاسو دریواړه بللي یاست » ( ناصرالدین د سلطان شهاب الدین غوری خورین او د هرات والي و)
دا ځل عرب لږ څه ناخوالې شو او ورته یی وویل : « ناصرالدین څوک دې او زمونږ سره څه کار لري ، مونږ یی ولې ور بللي یو ؟»
هغه مقابل لورې ورته په ډیره مینه وویل :« ناصرالدین د شهاب الدین غوري دخور زوې او د هرات والي دې ، په دې ورځو کې هغه هلته د لک ( د هرات سره نژدې یو ډیر ښایسته ښار ګوټې و، دشهاب الدین غوري د مړیني وروسته ، کله چې پرې جنګیز خان یرغل راوست نو دا ښاری په کنډوالو بدل کړ ، اوس ددې ښار نښې نښانې هم نه تر سترګو کیږي )په ښار کې اوسیږي . دا ښار ددې ځایه دوه مایله لرې واټن کې پروت دې ، د کومه ځآیه چې تاسو همدا اوس راغلي یاست . هغه د یوه داسې ځوان په لټه کې دې چې بهادر، جرئتمنده ، میړنې او د سترې حوصلي خاوند وي ، هغه غواړې دغه ځوان ته دسلطان له اړخه په هندوستان کې داسې یو کار وسپاري چې داسلامي امت خیر او ښیګڼه په کې را نغښتي وي .»
دا ځل ورته هغه عرب په ماته لهجه او نښتي اواز سره وویل : « ایا دا کار داسلام د خپرولو او ترویج سره هم اړیکي لري ؟»
د هغه ډلې مشر ورته پرته له ځنډه وویل : « هو! ستاسې خبره او اټکل سهي دی »
د عرب لهجه نوره هم خوږه او خوشحالوونکي شوه « که چیرې همداسي وي نو د لک ښار خو پریږده چې مونږ د دنیا هغې سر ته هم دتللو لپاره تیار یو . ددې خبر ې سره سم په خپل آس سپور شو، دهغه ملګرو هم دهغه په پیروۍ سره په خپلو آسونو پښې را واړولې ، بیا دغه دریواړه مسافر دهغو دولسو کسانو سره یو ځاې دهرات دښار په لور بیرته ستانه او په لویه راغلي لار یی خپل آسونه ځغلول .
******
نور په دوهمه برخه کي