کور / سياسي / اخر خبره د اقوامو تر سپکاوی !؟

اخر خبره د اقوامو تر سپکاوی !؟

د ټاکنو ددویم بهیر د تیریدو وروسته ، یعنې هغه وخت چې دشمال تلواله او متحدین یی دخپلو ناکامیو څخه خبر شول نو پخوا له دې چې دشکایاتو کمیسیون ته خپل شکایتونه وړاندې کړي ، په ډیرو ناروا اوتو بوتو یی پیل وکړ او دهمغه ولس دسپکاوي پسې یی پښې را لوڅي کړې چې دوې یی په خپل ووټ او رایه و نازولي وو. لمړۍ یی د ټاکنو دکمیسیون د دارالانشاء دمسؤل امرخیل په خلاف خوله پرانسته ، او په داسې حال کې چې دهغې ددندې د اجرا کولو په وخت کې یی د کابل د پولیسو د ادري مشر خنډونه راپیداکړل او په سلګونو کسان یی په سروبي او دکابل په شرقي زون کې دخپلو ازادو رایو د ورکولو څخه بې برخې کړل. حال دا چې پولیسو باید دهغه په کار کې د ټاکنو دکمیسیون سره مرسته کړې وه اودهغوې سره یی د سپینو رایو د په لیږد کې اسانتیاوې برابري کړې وې .
په دې کې شک نه شته چې په ټاکنو کې به ټګي نه وي شوي ، خلکو به یو بل ته د رایی ورکولو په خاطر یو شمیر وګړي نه وي استخدام کړي ، بلکه هرو مرو به شوي وي او دواړو اړخونو له پاره به شوي وي ځکه چې زمونږ په څیر په وروسته پاته هیوادو کې دا ډول کارونه د دې پروسو یوه برخه ګڼل کیږي .
دنمونې په توګه هغه وخت چې دشمال د ټلوالې غړې او د ډاکتر عبدالله کمپاینر ، معنوې ، د ولسمشر کرزي له اړخه د ټاکنو دکمیسیون مشر و ټاکل شو اوبیا دهغه تر لاس لاندې ټاکنې تر سره شوې نو دعدلیی تحقیقاتو له مخې د پارلمان نژدې ۶۲ کسان په تقلبي توګه د معنوي په زحماتو پارلمان ته لاره پیدا کړې وه ، په همغه وخت کې په کار دا و چې ښاغلي معنوي تر عدلي او پولیسي تعقیب لاندې راغلې و تر څو د ټاکنیزو درغلیو حقیقت را څرګند شوې واې، خو بدبختانه چې په هغه وخت کې کمیسیون یواځي د ۹ داسې کسانو په درغلیو قناعت وکړ چې ددوې د ډلي نه و ، اوهغوې یی دپارلمان څخه رخصت کړل .اما په دې اړه هم د معنوي څخه پوښتنه و نه کړل شوه چې دومره لوې خیانت ولي تر سره شوې ، نوماندانو چې هر څومره لاس وپښې ووهلې ګټه یی ځکه ونه کړه چې قضا ، پولیس او امنیت ټول د معنوي اودهغه د ډلګۍ تر خوا و . تر څنګ یی د هرات د پخواني والي اسماعیل خان غږ اوس هم په اډیو کلیپونو کې ګرځي را ګرځي چې په هرات کې د ټاکنو د کمیسیون غړو ته لارښوونه کوي چې هغه کس بریالي کړئ او هغه بل ناکام . په دې اړه هم هیچا پلټنه و نه کړه .
په همغه وخت کې شکایتونه وشول چې پارلمان ته بریالي شوي داسې کسان تر سترګو کیږي چې په لمړي ځل یی دوه سوه یا درې سوه رایی اعلان شوې وې خو وروسته یی د رایو شمیره په ناڅاپي توګه تر دوو زرو او درې زرو پورې پورته ولاړه . خو په دې شکایتونو نه د معنوي نه پوښتنه وکړل شوه او نه یی بیا چا غږ پورته کړ . کیدې شي ددې علت به دا وي چې ددولت امنیتي مسؤلین، دپولیسو او عسکري ځواکونو ټول قوت دهمدې خلکو تر شا دې او هر شکایت نه یواځي دا چې ګټه به ونه لري بلکه شکایت کونکی یی دخپل ژوند له پاره ګواښ هم ګڼلې شي .نو په دې خاطر دا ډول شکایتونه شکایت کونکو وګړو دخپلو ژوندونو د ویرې تعقیب نه شو کړاې .
د ۲۰۱۴ کال دولسمشریزو ټاکنو په لمړي پړاو کې همغسې درغلۍ تر سره شوې لکه د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې چې تر سره شوي وې . د کاندیدانو دصندوقونو د ډکولو کار په لارو ، کوڅو ، حجرو او بازارو کې په عامه توګه تر سره کیده ، چې ویډیو کلیپونه یی هرې لورې ته خپاره شوې دي ، او دهغوې دغه خیانت او جفا زمونږ د سرلوړې ولس له پاره دننګ اوعار یوه نښه وګرځیده .
که څه هم ددې ټاکنو د درغلیو په اړه ګڼ شمیر کسانو شکایت ثبت کړل اما د ټاکنو دکمیسیون د بې کفایتیو اویا هم د وخت د نه درلودلو په اساس هغو شکایتونه ته چا مخ ور نه کړ .اوس چې دولسمشرۍ ددویم پړاو ټاکني هم تر سره شوې ، نو د ټاکنو په لمړۍ ورځ ، په داسې حال کې چې غیر رسمی پایلي یی لا نه وې اعلان شوې ،دشمال د ټلوالي منسوبینو دخپل بري اعلان وکړ او ویی ویل چې ( پایلې لا د پخوا څخه څرګندې دې ، خو که څوک مونږ ته شپه ورځ کړي او ورځ شپه کړي نومونږ به بیا تصمیم و نیسو ….) اما د ټاکنو وروسته په دویمه ورځ ، یعنې هغه وخت چې ورته څرګنده شوه چې پایلي یی بایلودې دي ، سمدلاسه یی د یوه او بل په متهمولو او په درغلیو د رایو د ورکولو تبلیغات پیل کړل . د ټاکنو دکمیسیون دارالانشاء مشر یی په داسې حال کې په تقلب متهم کړ چې هغه دخپلې وظیفي له مخې د ټاکنو دکمیسیون رسمی موټر د خالي رایو د بکسونو څخه ډک د سروبي او د کابل دشرق حوزو ته لیږدول … خو پولیسو و درول او دا یی د تقلب له پاره یو ستر سند وګرځاوه . اوس څوک نه شته چې دپولیسو دمشر جنرال ظاهر چې د نظار د ډلګۍ اړوند دې ، څخه وپوښتي چې تاسو ولي د ټاکنو دکمیسیون په امورو کې مداخله کړې اوهغوې مو د خپلې وظیفي د انجامولو څخه منعه کړې دي …
همدا راز ددې ټلوالې د ویندویانو په خولو کې یوه خبره غورځیدلي چې وایی : دا ټاکنې مهندسي شوي وې ، طبیعي ده چې ټاکنې دمهندسي کیدو پرته ترسره کیدې نه شی. خوویاندویان یی لکه سعیدي او فیض وایی چې دا د حزب اسلامي دمشر ، ښاغلي حکمتیار ، ولسمشر کرزي او امرخیل له اړخه مهندسي شوې پروژه وه . خو بل ویاند یی اوړیا خیل بیا وایی چې داشرف غني ټول پلویان د حکمتیار د حزب اسلامي او دطالبانو دغورزنګ تروریستان دي، حال داچې پخوا یی ویل چې دا ټول کمونستان دي او …. ان تر دې چې د پکتیا په والي جمعه خان همدرد باندې د قومندان عطا د ملیشو حمله هم د اذهانو د بدلون په خاطر داسې انګیري او وایی چې هغه له ځانه سره تروریستان منتقلول ، غوښتل یی دغه کسان هملته کیباسي چې دعطا د ډلې کسانو پرې یرغل راوست ….دومره بې شرمي او دومره دخلکو په سترګو کې لویدل خو د اوړیا خیل په څیر و ګړي ته نه و په کار . ( ویډیو یی همدا شیبه په نیټ پرته ده )
دا خو په خپل ځاې ، هغوې مجبور دې دا ډول غورزې پرزې و کړې ، ځکه دوې په خپلو لمړنیوتبلیغاتي پروګرامونو کې اعلان کاوه چې اصلا رقیب نه لري اواوس یی چې پښه ښویه شوې نو وایی چې رقیبان یی حزب اسلامي او یا هم کرزی او امر خیل دي . مګر په اوسني تبلیغاتي جو کی پخپله د ټلوالې کاندید عبدالله او معاون یی محقق د قومي عصبیتونو درا پارولو او ددې پروسې د تخریب له پاره څو قدمه مخته ځي او د پښتنو دروند او ویاړلی قوم اوولس چې تل یی داستعمار په مقابل کې ټټر وهلې او بې دریغه ځان ځارنی یی کړې په غلطو الفاظو یادوي ، محقق ورته د « روده قاق » اصطلاح استعمالوي او عبدالله بیا د همغه پکتیا ولسونو ته چې دا اوس یی هم یو څو بړیځي په کاسه خوراک څښاک کوې د « ګوسفند» نوم ورکوي او په دې توګه غواړي دغه ویاړلی قوم ته سپکاوي واړوي . دا په داسې حال کې چې پښتانه په افغانستان کې ټولو اوسیدونکو قومونو سره د ورورګلوۍ نیکې اړیکي لري او په ټول هیواد کې خپور قوم دې چې د هر قوم سره د وینو شراکت اوګډون هم لری .
کیداې شي پښتنو ته د ښاغلو عبدالله او محقق دسپکاوي یو علت دا وي چې ددغه قوم په سپکولو به دوې د قومی او نژادي اور د راپاریدو لپاره لمن وهلي وي او په دې توګه به د ټاکنو دغه ددویم پړاو پروسه کې د اشرف غني د ټیم په مقابل کې خپله دغه ناکامي پټه او دا پروسه به د څو کالو له پاره شاته و غورځوي . دامرخیل په خلاف ددومره بهتانونو او تهمتونو وروسته ، کله چې امرخیل د خپلې دندې څخه دګوښه کیدو اعلان وکړ نو د ټلوالي ارزو داوه چې اوس به ددوې هغه نورې غوښتنې هم تر سره شي ، او په لسو هغو ولایتونو کې چې دوې په کې رایی کمې وړي ، یوځل بیا ټاکني تر سره شي . خو دهغوې دغه ادعا د ټاکنو دکمیسیون او بین المللي ادارو له اړخه په مکمله توګه لغوه شوه او په مقابل کې یی د ټاکنو کمیسیون اعلان و کړ چې دلسو ولایتونو لس سلمه رایه به بیا و شمیر ل شي . دغه شمیرنه چې د چهارشنبي په ورځ تکمیل شوه ، پرته له کوم اساسي بدلون څخه ومنل شوه ، او دا پخپله د شمال د ټلوالي له پاره یو دروند ګذار دې .
دولسونو او قومونو د توهین اوسپکاوي په اړه الله تعالي سخت خبر داري ورکړې او فرمایلي یی دي چې :
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۱﴾اى هغه کسانو چې ایمان مو راوړې ، باید یو قوم بل قوم سپک ونه ګڼي اونه یی ریشخند کړي ،کیدي شي چې هغوې له دوې څخه غوره او ښه وي ، او نه دې ښځې نورې ښځې سپکوي او نه دې ریشخند پرې وهي ، کیدي شي چې هغوې له دوې څخه غوره او ښې وي ، او یو دبل عیبونه مه لټوئ ، او یو بل ته بدلقبونه مه ورکوئ، …. الحجرات)
ددې آیت په رڼاکې که له یوه اړخه پښتون ستر او ویاړلي قوم او ولس ته د ټلوالي ددویم معاون محقق له اړخه د « روده ې قاق » لقب ورکول کیږي او یا هم د ولسمشرۍ دکاندید عبدالله له اړخه ورته د « ګوسفند» لقب ورکول و څیړل شی نو دوې په صریحه توګه د الله تعالي فرمان ته په سپکه کتلي او د ورونو ولسونو تر منځ یی د اور د لګیدو له پاره لمن وهلي او ترڅنګ یی د ټاکنو دغه پروسه ، که ښه وه او که بده ، د ننګونو سره مخا مخ کړې . همدا راز یی دخپل کبر اوغرور دیوالونه داسې هسک درولي چې فکر کوي په دې هیواد کې ددوې پرته نور څوک دحکومت او واکمنۍ دکولو حق نه لري.
همدا راز دا خبره چې دا ټاکني د ښاغلي حکمتیار ، کرزي او امرخیل له اړخه مهندسي شوي دي پخپله یو ستر بهتان دې ، او الله تعالي فرمایی چې بهتان ډیر ستر ظلم دې . اوس نو ددې کبر ، غرور او ظلم د سزا له پاره قانونپوهانو ته په کار ده چې لویی څارنوالۍ او عدلي محکمو ته ولاړشي تر څو دغه ډول وګړي چې له یوه اړخه په ولس د حکومت کولو له پاره دهغوې د دروازو تر شا دریږي او دهغوې د رایو د اخیستلو له پاره عذر اوزراۍ کوي خو د بله اړخه کله چې د ناکامۍ سره مخ کیږي بیا دهغوې په خلاف دغه ډول نا روا او د عصبیت اوحسد نه ډک الفاظ استعمالوي ، د تحقیقات او څیړنې وکړل شی او دوې محکمې ته را کش کړل شي .
د قومی عصبیتونو په لور د خلکو د راپارولو تر څنګ یوه بله ویډیو چې همدا اوس د انټرنیټ په جال پرته ده ددې ګواهي ورکوي چې د شمال ټلواله څومره د واکمنۍ وږي او دهیواد د تباهۍ په لور هڅي کوي . ددې ټلوالې یو غړی حضرت علي چې پخوا د مرحوم مولوي خالص قومندان و او اوس د ټلوالۍ کلک غړې دي وایی چې : (ما خپل مشر ډاکتر عبدالله ته وویل چې په ۲۲ سوله ایزو ولایتونو باندې به مونږ ولکه وکړو او هغه ولایتونه چې د جنګونو میدانونه ګرځیدلي هغه به طالبانو ته پریږدو خو هغه را سره و نه منله …..)
ددې نه مخته د شمال د ټلوالي د قومندان احمدشاه مسعود یوه ویډیو هم همدا اوس په انټرنیټونو ګرځي چې د یوه قومندان له خوا ورته ویل کیږي چې : ( مونږ باید پری نږدو چې دا پښتانه پرمونږ حکومت وکړي او مونږ یو ځل بیا رسۍ په غاړه اچولي وي او ……احمدشاه مسعود دهغه خبرې مثبت ارزیابي کوی او ژمنه ورسره کوي ….
اوس د کابل ښار او د هیواد په نورو یو شمیر ولایتونو کې دواړه ډلې خلک د مظاهرو له پاره را وځي ، په دې مظاهرو کې شعارونه د پخوا په نسبت متغیر ښکاري ، دنموني په ډول په یوه کې یی شعار د پسونو په رایو اچولو باندې ښایسته شوي او په بل کې یی لیکي چې « ماګوسفند هستیم که به اشرف غني رایه دادیم ، اما خر نیستیم که به تو راې میدادیم ….» او دا چې « ګلمرجان (عبدالله ) یی نه مني …..او…..»
څومره سپکه خبره ده چې له یوه اړخه جنجال لرې چې زما رایی غلا شوي اویا را سره درغلي شوې ، خو په همدې وخت کې هماغه د رایو خاوندانو ته په سپک نظر ګورې او د بله اړخه هیله لرې چې بریالي شي اوبیا په همدې ګوسفندانو!؟ باندی حکومت وکړې ؟
پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایی : (څوک چې دعصبیت ،( نژادپالنې ، قوم پالنې ، ژب پالنې او….. )په لور خلک را وبولي هغه زمونږ له ډلې څخه نه دې . )
الحمد لله حزب اسلامي داسې یو ګوند چې د هر قوم او هرې قبیلي اوتوکم و ګړي په کې شته او ددې ګوند په ځانګړو دندو کې مصروف دي . حزب اسلامي یو ولسي ګوند دې او د اسلامي د اصولو اواساساتو له مخې ورته د ټولو ولسونو وګړي د یو شان حقوقو او ورور ګلوۍ خاوندان دي . دا ګوند د قران د حکم سره سم لکه چې فرمایی ( اې خلکو ! تاسو مې د یوې جوړې (نر اوښځې ) نه پیدا کړي یاست ، بیا مو په قومونو او قبیلو وویشلئ ، ددې له پاره چې یو بل سره وپیژنئ ، په تاسو کې الله ته ډیر نژدې او ډیر وړ انسان هغه دې چې تقوې ولري ، « الحجرات»باندې عمل کوي ، او شعار یی همغه شعار دې چې ددې حزب امیر یی بیا بیا په خبلو خبرو کې تکرارو ي او هغه دا چې (راځئ د مسلمانانو تر منځ دبیلتون ټول دیوالونه و نړوو ، دتعصب پردې څیري کړو ، په لمانځه ،جهاد او سیاست کې سره یو شو ، او له شخص پالنې او مذهب پالنې نه دین پالنې ، له فروعو نه اصولو ته او له مسلمانانو سره ددښمنۍ نه د اسلام ددشمنانو دښمنۍ ته ولاړ شو ).