«په ادبي څېړنو كې د نويو روشونو او لارو چارو اړتيا» علمي-څېړنېز سيمينار
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز له لوري «په ادبي څېړنو كې د نويو روشونو او لارو چارو اړتيا» تر سرليک لاندې علمي-څېړنيز سيمينار د کابل ښار د علومو اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.
دا سمينار د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شو، ورپسې ملي سرود وغږول شو، په پيل كې د ولسمشر حامد کرزي پيغام د علومو اکاډمۍ د رئيسې څېړنپوه ثريا پوپل له خوا ولوستل شو او بيا نوموړې خپله پرانيستونکې وينا واوروله. د غونډې په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو، کابل پوهنتون، د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، د افغانستان قلم ټولنې، د حکيم ناصر خسرو بلخي فرهنګي کانون پيغامونه ولوستل شول.
د دې سيمينار دوهمه برخه چې علمي مقالو ته ځانګړې شوې وه، د علومو اکاډمۍ او ځينو نورو علمي- فرهنګي نهادونو ، څېړونکو او استادانو له لوري دولس عنوانه علمي-تحقيقي مقالې ولوستل شوې، چې وروسته يې په اړه علمي بحثونه ترسره شول. د سيمينار په پاى کې لاندې پرېکړه ليک تصويب شو
1- د دقيقي او معيارې څېړنې په موخه وروستني روشونه چې ټولو ته د منلو وي، ترتيب او ترسره شي.
.2 پوهان او څېړونکي دې د علمي تحقيقاتو په ډګر کې له سليقوي او لهجوي مسايلو، نامانوسو او بې مورده بهرنيو کلمو څخه ډډه وکړي. د هغې ژبې د کارولو هڅه دې وکړي، چې ټولو ته د فهم او پوهاوي وړ وي
3- د نويو او تازه څېړنيزو لارو چارو د ترلاسه کولو لپاره وړانديز کېږي، چې په اوسني سيمينار بسنه ونه شي، نور نوي علمي تحقيقات د کنفرانسونو او سيمينارونو له لارې څېړونکو ته وړاندې شي.
4- د خطي نسخو د ښې ساتنې او له هغو څخه د کره استفادې په موخه او په ځانګړي ډول د علومو اکاډمۍ په کتابخونه کې شته نسخو ته لا ډېره پاملرنه وشي، د هغو د سمې ساتنې لارې چارې برابرې شي
5- د علومو اکاډمۍ له لوري دې ( دري- دري قاموس) ترتيب او وليکل شي.