طالبانو هغه ادعا رد کړه چي ګواکي د دولتي ځواکونو او ددوی تر منځ نن غرمه د ننګرهار په غني خېلو سيمه کي ۲۳ ملکي کسان زخميان سويدي.
ذبيح الله مجاهد وايي سيمه ايزو طالبانو د سپېشل فورس پر رينجر د لاسي بم بريد وکړ چي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او وروسته د مارکو بازار ته په رسیدو سره سپېشل فورس پر عامو خلکو توپک وچلول چي ۲۳ کسه پکښي زخميان سول.