طالبان وايي دپرون ناوخته يې د شپې تر ۱۱ بجو پورې د بدخشان ولايت جرم ولسوالي دهن آب راغک سیمه کې د عسکرو، پولیسو او اربکيانو سره مخامخ نښته وکړه چي په وينا يې ددوی ۲ جنګيالي وژل سوي او ۱۵ عسکرو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ د ۳ عسکرو د اسېر نېولو ادعا کوي.
طالبان وايي په دې نښته کي يې ۲ ټانکونه ويجاړ کړي دي ، ۳ ټانکونه، ۱ رينجر موټر، ۲ ميله دهشکه، ۲ ميله امریکايي پيکاوي، ۶ ميله( ام ۱۶) وسله او ځيني نور مهمات يې لاسته ورغلي دي.
د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.