کور / تازه خبرونه / د م.م. د کډوالو اداره په خوست کې خپل دفتر پرانيزي

د م.م. د کډوالو اداره په خوست کې خپل دفتر پرانيزي

دغه ټکې په افغانستان کې دUNHCRيا دکډوالو په چارو کې دملګروملتونو دسازمان دادارې عمومي مشر ښاغلي بوشاک خوست ولايت ته په خپل سفر کې ددغه ولايت له مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان سره ديوې ليدنې پرمهال څرګند کړ.
په افغانستان کې دUNHCRعمومي مشر بوشاک نن ورځ ديو کډ پلاوي په مشرۍ چې دملګرو ملتونو دسازمان ديوشمير نمايندګيو استازي هم ورسره و ،دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه اوپه دغه ليدنه کې يې دراغليو کډوالو له حالت ،اړتياو وړ مرستو او غوښتنو څخه ځان خبر کړ.
دخوست ولايت مقام مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان راغلي پلاوي ته د فرضي کرښې (ډيورنډ) دهاخوا څخه راغليو کډوالو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل چې تردې مهاله له (١٢٠٠٠) زره څخه زياتې کورنۍ ددغه ولايت بېلابېلو سيمو ته را کډه شوې دي چې له (١٥٠٠) څخه زياتې کورنۍ ثبت او راجستر شوې او لاهم دغه بهير دوام لري.
دولايت مقام مرستيال دا هم وويل چې له راغليو کډوالو سره دUNHCR،WHO،WFP،IRCاو پېښو پرضد دمبارزې کمېټې له لوري دخوراکي ،غيرې خوراکي او نورو اړينو توکو او لوازمو مرستې شوې دي ، د ولايت مقام مرستيال د يادو مرستندويه بنسټونو دشويو مرستو څخه دمننې ترڅنګ د لازياتو عاجلو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.

ښاغلي پټان دا هم وويل چې د کډوالو ستونزو او غوښتنو ته دښې رسيدګۍ په خاطر د ولايت مقام درهبري په هدايت سره يو ځانګړى کميسيون ټاکلى شوى چې شپه او ورځ د راغليو کډوالو دحالت او غوښتنو څخه ځان خبروي او هر ورځ دګلان په جوړ شوي کمپ کې ميشتو کډوالو ته را رسيدلې مرستې ويشي.
ښاغلي عبدالواحدپټان له راغلي پلاوي دنورو مرستو ترڅنګ په خوست کې دملګرو ملتونو دسازمان ديوشمير نمايندګيو دايجاد غوښتنه هم دخوست ولايت دوالي د مخکنيو غوښتنو په تعقيب مطرح کړه.
په افغانستان کې دUNHCRعمومي مشر بوشاک خوست ولايت ته په خپل سفر باندې خوښي څرګنده کړه نوموړي وويل چې په دې کاري سفر کې به د کډوالو ټولې غوښتنې ،اړتياوې او ستونزې ياداشت او په راتلونکو څو ورځو کې به يې په پلازمينه کابل کې دملګرو ملتونو دسازمان داړونده نمايندګيو په يوې لوى غونډه کې مطرح کړي ترڅو ورته اساسي رسيدګي وشي. ښاغلي بوشاک داهم وويل چې د کډوالو ستونزو او غوښتنو په تړاو به دافغانستان دملي امنيت شورا سره هم ليدنه وکړي.
بوشاک په دغه ليدنه کې وويل چې دخوست ولايتي ادارې دوړانديز پربنسټ به ډير ژر په دغه ولايت کې خپل دفتر پرانيزي چې دبهرنيو او کورنيو مامورينو له لوري به د کډوالو ستونزو ته رسيدګي وکړي اوپه خپل وخت به له راغليو کډوالو سره مرستې وکړي.
راغلي پلاوي دخوست له خلکو هم مننه وکړه چې له راغليو کډوالو سره دهمدردۍ او ورورولۍ پربنسټ ښه چلند او مرسته کوي او په خپلو کورونو کې يې ورته ځاى ورکړى دى.
په جنوب شرق زون کې ديوناما مشر ښاغلي ريکارډو هم خبرې وکړې ،نوموړي له کډوالو سره په زياتو مرستو او همکاريو باندې ټينګار وکړ ،دخوست له ادارې يې مننه وکړه چې د کډوالو سره د لازياتو مرستو او همکاريو لپاره يې خپل تلاشونه زيات کړي دي ،ريکارډو وويل چې له ولايتي ادارې او نورو مرسته کوونکو بنسټونو سره به خپل تماسونه نور هم زيات کړي ترڅو دکډوالو غوښتنو ته په خپل وخت رسيدګي وشي.
ديادونې وړ ده چې په دغه ليدنه کې دمهاجرينو چارو رياست رئيس محمد حسن مندوزي ،دسرې مياشتې رئيس محمد قاسم خان تڼي ،دمعارف رئيس انجنير بخت نور بختيار ، په جنوب شرق زون کې د UNHCR،WFP،UNOCHAمسوولينو هم حضور درلود ، چې وروستيو کړنو په تړاو يې خپل معلومات له راغلي پلاوي سره شريک کړل همداشان دوى ټولو له مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو دلازياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.