طالبان وايي نن ماخوستن شاوخوا ۹ بجې د کندهار پوهنتون هغه ۳۳ تنه استادان او محصلين چې د خاصو راپورونو په اساس تر اشتباه لاندې وو، وروسته له تحقيقاتو او څيړنو، د ددوی د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کميسیون د مسولينو او خاص هئيت په پريکړه بيرته خوشي شول.
ذبيح الله مجاهد د يکشنبې ماخستن په خبرپاڼه کي ليکي چي دغه استادان او محلصين پوره لس ورځې وړاندې د خاصو راپورونو په اساس، له کندهار څخه د تګ په مهال د غزني ولایت په اړونده سیمه کې نيول شوي وو چې ددوی په وينا د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا ورسره خورا په درناوي برخورد کيده، د ميلمنو په ډول ساتل کيدل او وروسته له بې ګناه ثابيتيدو څخه نن ناوخته د خوښۍ په فضا کې خوشي شول خو ښاغلي مجاهد دا نه وايي چي محصلين او استادان يې د کومي ګنا په تور نيولي وه.
په خبرپاڼه کي راغلي چې د دغو کسانو څخه ۲۳ تنه په يوموټر کې خوشي شول او ۱۰ تنه نور يې په بل موټر کې د غزني ولايت ته واستول شول، چې هغه ۲۳ تنه يې خپلو ځايونو ته رسيدلي او د دوهمې لس کسيزې ډلې موټر د تخنیکې ستونزو له امله ونه توانید غزني ښارته ورسيږي چې سباته به وختي خپلو ځایونوته واستول شي.
طالبان د دغوټولو کسانو د روغتيايي حالت په اړه ډاډ ورکوي او وايي چي خورا ښه چلند ورسره کېدئ.
طالبان مني چي د پوهنتون استادان او محصلين زموږ د هېواد يوه ستره سرمایه ده، خو ذبيح الله مجاهد وايي د ځينو جګړيزو ستونزو له امله او د د دښمن لخوا د ګڼو ملکي ادارو د افرادو څخه د سوء استفادې په وجه د ضرورت په بناء دغه د پوهنتون استادان ديو لړ معلوماتو او څيړنو لپاره توقيف شوي وو چي وايي د نېول کېدو انګېزه او تفصيل به يې وروسته روښانه کړي.