زموږ په کلۍ کې یو ساده سړې وو، چې بوتل خان نومېده. بوتل خان به د ځان سره تل د پخوانې روسې عسکرو نه پاتې شوي د اوبو نه ډک پتکې (د اوبو ترموز) ګرځاوه.
کله به چې چا بوتل خان ته وویل؛ چې مخ دې تور شوي، نو سمدلاسه به ئې د خپل پتکې سر خلاصاوه او په اوبو به ئې مخ مینځه.
چا به چې د بوتل خان سره د اوبو ډک پتکې ولیده، نو د اوبو غوښتنه به ئې ورنه وکړه، بوتل خان به په غصه، بې له کوم ځوابه هغه ځاي پریښوده.
بوتل خان سره به په څنګ کې د اوبو ډک پتکې پروت وو، خو چې تږې به شو، نو د خلکو ورؤنه به ئې د ځښلو اوبو پسې ډبول. دا ځکه خو په بوتل خان هم مشهور شوي وو.
اصله کیسه داسې وه، چې په کوچنې والې کې بوتل خان کوم وران کار کړې وو، او کلېوالو د سزأ په ډول د ده مخ تور کړې وو. د همدې لأمله د بوتل خان د مخ توریدلو څخه کرکه پیدا شوې وه.
اوس زمونږه په ټولنه کې داسې سیاسې څیري شته چې تور مخی خوښ دي، خو چې واکمن اوسې!
ټاکنو د ګڼو سیاسی څیرو د مخونو اصلې رنګونه روښانه کړل. نو ما به له ځانه سره ویل؛ چې یاره دا خو ملت ته تور مخې شول او دا ځل به د ملت نوم په خوله وانخلې او کله به هم ځان د ولس مشر ونه ګنې!
خو نه داسې نده، یا به د شفیقې خپلواک په لهجه ووایم؛ نه، نه، نه نه نه، نه داسې نده!
دوي خپل مخونه په لوي لاس توروي او تور مخې خوښ دي. په تور مخي سیاست کې ئې ګټه ده. تور مخې پلویان لرې، چې د بادارانو په یوه اشاره به د پیسو په مقابل د خپلو ګټو په خاطر تور ته سپین او سپین ته تور ووایې.
بوتل خان خپل مخ تور نشې لیدلې او دوي غواړي چې سپین ولس په توره لار بوځې!
اوس نو تاسو قضاوت وکړي، چې څوک سپین دي او څوک تور؟