هغوی چې د دوهم پړاو په ټاکنو کې د ۷ – میلیونه افغانانو ګډون مبالغه او درواغ بولي، که د یوې دقیقې لپاره هم په آرامو اعصابو ګرېوان ته سر ټیټ کړي، نو ژر به پوه شي چې دوی څه ډول ادعا کوي او مانا یې څه ده؟
زه خو فکر کوم، چې د دغو وطنوالو ماغزه پر جوش راغلي، ګمان مې نه شي چې آن د یوې دقیقې سوړوالي مجال دي ځان ته ورکړي، نو مانا به یې زه ورته ووایم:
د دې مانا دا ده، چې دوی د یوه پنځه زره کلن څرګند، باوقار، ویاړلي او عظیم انسان ملت، د همت او درایت پر لمن د حماقت تور پورې کوي.
مانا دا چې دا د تاریخ ژوندۍ او خوځنده پرګنې مړې او بې کفایته معرفي کوي.
یانې چې د دې سر لوړي ولس پرهستۍ د نیستۍ ثبوت وړاندې کوي.
چې د سیاست الفبایې هم اورېدلې وي، هېڅکله له پېښو او حالاتو څخه دا ډول برداشت نه اخلي او نه له خپلو برداشتو څخه دا ډول ماناوې او مفاهیم ارائیه کوي، چې عواقب یې ډېر خطرناک وي.
اخلاقاً د یوه فرد سپکاوی هم جواز نلري خو د یوه غونډ ولس توهین، هغه هم په تکرار، ټېنګار او صراحت سره، له سیاسي ځانمرګي آخوا، بله څه نتیجه لرلای شي؟