کور / تازه خبرونه / نوازشريف بياله کرزي سره ټېلېفوني خبرې وکړې

نوازشريف بياله کرزي سره ټېلېفوني خبرې وکړې

اسلام اباد :پژواک دخبرله مخې د پاکستان لومړي وزير د افغانستان له حکومته غوښتي، چې په شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو له امله دې، افغانستان ته د وسله والو د ننوتو د مخنيوي په موخه پر پوله امنيت ټينګ کړي.د پاکستان د لومړي وزير د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره ټېلېفونې خبرې کړې دي.په خبرپاڼه کې زياته شوې، دواړه مشران په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان د پوځ له لوري په عملياتو او په دې لړ کې افغانستان ته د وسله والو د ننوتلو د مخنيوي په اړه غږېدلي دي.د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي، نوازشريف ته ډاډ ورکړى چې پر شمال وزيرستان د وسله والو پر ضد د روانې جګړې په دوران کې به د پولې امنيت ټينګوي، ترڅو افغانستان ته د وسله والو د ننوتلو مخه ډب کړل شي.خبرپاڼه کاږي، نواز شريف دغه راز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له مشر جنرال ډنفورډ څخه د پاکستان او افغانستان پر پوله د امنيت د لا ټينګولو غوښتنه کړې ده.په خبرپاڼه کې راغلي، يادو دواړو چارواکو همدارنګه افغانستان ته د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکري د سفر په اړه هم خبرې کړې دي.سرچينه زياتوي، محمود خان اڅکزى دوه ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزير په لارښوونه کابل ته تللى او هلته يې له ولسمشر حامد کرزي سره د شمالي وزيرستان پر عملياتو او نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.پر شمالى وزيرستان د وسله والو پر ضد د عملياتو له پيلېدو وروسته، دا دويم ځل دى، چې د افغانستان او پاکستان مشران د ټېلېفون له لارې له يو بل سره خبرې کوي.له بلې خوا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ټیلیفوني اړيکې په ادامه یو ځل بیا د پاکستان له لومړي میا نواز شریف سره ټېلیفوني خبرې وکړې.په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغه تماس کې د هغه پلاوي د خبرو پر نتايجو بحث وشو، چې له پاکستان څخه د هغه هېواد د لومړي وزير له خوا د غبرګولي په ۲۷مه افغانستان ته رالېږل شوی و.د پاکستان لومړي وزير نوازشریف د افغانستان له خوا د لېږل شوي پیغام له ټولو برخو سره موافقه وښوده، يعنې دا چې له ټولو ترهګرو سره دې پرته له کوم توپير څخه ګډه مبارزه وشي، د ترهګرو ځالې دې له منځه يوړل شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دغې مبارزې د ښه تنظيم لپاره دې یوه د لارې نقشه جوړه شي.حامد کرزي د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي ترڅنګ ويلي، چې د سیمې له ټولو مؤثرو هېوادونو سره هم باید دا مبارزه همغږې کړای شي. خبرپاڼه کاږي، د خبرو په پای کې موافقه وشوه چې له افغانستان څخه یو پلاوى پاکستان ته لاړ شي، د افغانستان د جمهور رئیس یو لیک چې په هغو کې د افغان لوري ټول نظریات منعکس شوي وي، له ځانه سره یوسي او د راتلونکو پلانونو پر جزئیاتو له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.