اسلام اباد دبي بي سي اوپژواک دخبرله مخې د خبرله مخې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې.دغه خبرې د دواوړو هېوادونو ګډې پولې ته څېرمه د سخت دریځو وسله والو پر خلاف د پراخو عملیاتو له پیله دوه ورځې وروسته شوې دي.پاکستاني چارواکي وايي، دواړو مشرانو د امنیت اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې.پاکستان له افغانستان غوښتي، چې له شمالي وزیرستانه افغانستان د تلونکو وسله والو لارې وتړي.د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې ویلي، دغه هېواد کې به په بشپړه توګه د ترهګرۍ پای ته رسولو ترمهاله پراخو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.د خیبر پښتونخوا ایالت ګورنر سردار مهتاب احمد خان ویلي وو چې د عملیاتو په اړه له ګاونډي هیواد افغانستان سره هم اړیکي نیول شوې او دا رپوټونه یې بې بنسټه وبلل، چې ګني سخت دریځي له دې ځایه تښتي او افغانستان کې ورته هرکلی ویل کېږي.د ډیورنډ پر کرښه په قبایلي سیمو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سخت دریځو تګ راتګ د دواړو هیوادونو لپاره یو لوی سرخوږی او د امنیتي چارواکو لپاره یوه مهمه مساله ده. ، د تيليفوني اړيکې پر مهال د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ولسمشر حامد کرزي ته په برياليتوب سره د ټاکنوپه ترسره کېدو مبارکي ورکړه نواز شريف په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د خپل پوځ له خوا د پيل شويو عملياتو په اړه معلومات ورکړل او له افغانستان څخه يې په دې اړه مرسته وغوښته.، ولسمشر حامد کرزي د نواز شريف د غوښتنې په ځواب کې ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې هر ډول همکاري کوي، څو د ډيورنډ پورې غاړه د ترهګرو ځالې له منځه يوسي او پر افغانستان له هغه ځايه د بريدونو مخه ونيول شي.د ولسمشر په وينا، دواړه هېوادونه ددغه ځاى له ترهګرو څخه زيانمن شوي دي.حامدکرزي په ټينګار سره ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال بايد د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.د پاکستان لومړي وزير د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه د ولسمشر حامد کرزي د خبرو ملاتړ کړى دى .نواز شريف ويلي، چې ډېر ژر به په دې اړه د نورو مشورو لپاره يو پاکستانى پلاوى کابل ته سفر وکړي.