نن سهار ۱۱ بجې د مزار شريف روضې ته څېرمه بمي چاودنه وسوه چي د لومړيو راپورونو له مخي۱۶ کسان يې زخميان کړل او ملي زيان يې واړاوه.
د بلخ امنيتي چارواکي د زخميانو شمېره کمه ښيي.
دا چاودنه چي د طاهري مارکېټ مخته رامنځته سوه مسوليت يې تر دې دمه چا نه دی منلی خو پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړيدي.