کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې لوی عملیات پیل کړل

پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې لوی عملیات پیل کړل

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د حکومت په لارښوونه یې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني او بهرنیو وسله والو ډلو پر ضد لوی ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي دي.د پاکستان د پوځي ادارې عامه اړیکو له څانګې په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې دې عملیاتو ته د “ضربِ عضب” نوم ورکړل شوی دی.د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل چې عملیات د یکشنبې په ورځ پیل کړای شوي دي او موخه یې د ځایي او بهرنیو ترهګرو له منځه وړل دي چې په وینا یې شمالي وزیرستان کې یې خپلې ځآلې جوړې کړي دي.نوموړي زیاته کړه چې دغو وسلوالو په شمالي وزیرستان کې له موجودیت نه په ګټې اخېستو د پاکستان حکومت پر ضد جګړه پیل کړې وه او د خلکو ژوند یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړی و.د پاکستان پوځ ویاند وایي چې د حکومت له خوا ورته مسولیت ورکړل شوی چې د ټولو ډلو وسلوال په نښه کړي.”د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل چې عملیات د یکشنبې په ورځ پیل کړای شوي دي او موخه یې د ځایي او بهرنیو ترهګرو له منځه وړل دي چې په وینا یې شمالي وزیرستان کې یې خپلې ځآلې جوړې کړي دي”د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم رسنیو ته وویل چې له ډیرو سلا مشورو وروسته یې دا ګام پورته کړی.نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو د سولې لپاره د خبرو اترو بهیر تر پښو لاندې کړ او حکومت سره له عملیاتو پرته بله لار نه وه پاتې.د پاکستان حکومت وایي د عملیاتو له پیل وروسته يې د وسلوالو مخالفینو د احتمالي غبرګون له کبله په لویو ښارونو کې امنیتي ګامونه اخېستي دي.چې د عملیاتو له پیل لږ وړاندې د طالبانو یو ویاند شاهدالله شاهد یو ځل بیا حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز وکړ خو زیاته یې کړه چې دوی جګړې ته هم چمتو دي.د پاکستان پر حکومت له څه وخت راهیسې د وسلوالو پر ضد د لویو عملیاتو پیلولو فشار ډیر زیات شوی و.د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز په تېره مئ میاشت کې اسلام اباد ته په خپل سفر کې پر پاکستاني حکومت ټینګار کړی و چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خوندي مرکزونه له منځه یوسي.