په کندهار ښار او اولسواليو کي د رايو د ورکړي بهير په چټکي سره پر مخ روان دئ ، د ښار او اولسواليو اوسېدونکي نسبتا ډېره برخه ئې د رايو د مرکزونو مخ ته ولاړ دي او د رايو له پاره انتظار باسي ، د کندهار ښار د رايو مرکزونو نسبتا د ښار نورو ليري برخو ، لکه لويه وياله او نوري ، ډېر بېروبار ځکه نه لري چي د مرکزونو کارکوونکي ډېر او خلک ژر – ژر خپلي رايي ورکوي او نور د مرکزونو څخه وزي.