په فردي لحاظ هر څوک حق لري، چي ځانته هم خپله نظريه ولري او هم خپله لاره وټاکي. دا بيا بېله خبره ده، چي سمه لاره ټاکي که کږه. ډاکټر عبدالله ته رايه ورکول يا نه ورکول د هر چا خپل کار دئ، خو آيا يوه شي ته مو فکر کړى دئ، چي له ډاکټر عبدالله سره په راسته څنګ کي انجنېر محمدخان هم ولاړ دئ؟، انجنېر محمدخان د حزب د استخباراتو مسئول وو او د هجرت پر مهال په پاکستان او افغانستان کي د اکثريت منورينو، تعليم يافته وو او نخبه ګانو قاتل شخصاً همدغه کس دئ.
له کابله به زموږ افغاني منورين د خلقي او پرچمي نظام له ظلمه پېښور او کوټي ته کډه سول او هلته به همدې خونکاره د خلقي او کمونيسټي په نامه وژل. ځانته ئې د شکنجو خاصي او نوي طريقې درلودې.
د شهيد پوهاند مجروح، شهيد الفت او نورو لسګونو پوهنتوني پښتنو قاتل همدغه سړى دئ.
آيا پښتنو کله فکر کړى دئ، چي د دوى د رايي ګټه مستقيماً محمدخان ته هم ځي؟، آيا پښتانه د خپل مملکت دوهم نفر د محمدخان په څېره کي ليدلاى سي؟.
دا هماغه څوک دئ، چي اوس هم د خپلو ټولو جناياتو سره – سره يوه تشه بخښنه هم له ملت څخه نه غواړي. قاتل دي واى، خونکار دي واى، خو لااقل بخښنه دې غوښتې واى!!!.