کور / تازه خبرونه / زابل:ايساف خپل پنځه سرتيري وژلي دي.

زابل:ايساف خپل پنځه سرتيري وژلي دي.

ايساف د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کي پر خپلو سرتيرو په تيروتني سره بمباري کړې، پنځه د ايساف او يو د ملي اردو سرتيرى وژل سوي دي .
ايساف هم د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره په جنوب کي د خپلو پنځو سرتيرو د وژلو خبر ورکړۍ .
په جنوب کي د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال سيد واقف شاه وايې چي دغه هوايې بريد د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د کزې په سيمه کي د ايساف ځواکونو پر کزمې سوې .
د هغه په خبره چي په سيمه کي د ايساف پلي ځواکونو د عملياتو پرمهال د هوايې ځواک څخه مرسته غوښتې وه .
چي وروسته ايساف په تيروتني سره پر خپلو سرتيرو هوايې بمباري کړې چي له کبله يې پنځه د ايساف او يو د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي .