د ښوونکو په حیث په دندو ګمارلو په موخه له نږدۍ ۴۰۰ تنو څخه ازموینه واخیستله سوې .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو لپاره د نویو ښوونکو په دندو ګمارلو په موخه له ۳۲۵ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې ګډونوال،چې د پوهنځیو،دارالمعلمینونو او دولسم ټولګیو څخه فارغین وو،۲۵ ښځینه او ۳۰۰ نارینو په کې ګډون ګړی وو،چې د ازادې سیالۍ په ترڅ کې ترې ازموینه واخیستل شوه .
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق د دغه ازموینې د اخیستلو پرمهال وویل: د یادې ازموینې بریالي ښوونکي به د بېلابېلو ولسوالیو په ښوونځیو کې د اجیرو ښوونکو پر ځای او خالي بستونو کې په دندو وګمارل شي .
هغه ډاډ ورکړ،چې د ازموینې پایلې به په شفاف ډول وي او هغه کسان به بریالي کیږي،چې وړتیا ولري .
د یادونې وړده،په ۱۳۹۳ هـ کال کې به په میدان وردګو ولایت کې په ټولیز ډول د ښوونکو ۲۰۰۰ بستونه شتون لري،چې د روان کال په ترڅ کې به د ازموینو
له لارې ورته ښوونکې په دندو وګمارل شي