کور / تازه خبرونه / د وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر کارونه وستايل …

د وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر کارونه وستايل …

د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوال پرمختیایي ادارې له لورې د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي فعالیتونو وستايل سول.
د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوال پرمختیایي ادارې د همغږۍ مرکز له لورې د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر فعالیتونو او ښې همغږۍ ستاینه وشوه .
په همدې اړه په جوړ شویو مراسمو کې د نړیوال پرمختیایي ادارې د همغږۍ مرکز مشرۍ اغلې مې وانګ وویل: میدان وردګ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د نورو ادارو ترڅنګ د دوی ادارو سره ښه همغږي ساتلې .
هغې زیاته کړه دوی پوهیږي،چې یاد دفتر په ډېرو کم سهولتونه لري،خو فعالیتونه یې په ښه توګه ترسره کیږي او هره لحظه د میدان وردګو ولایت څخه په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې ډول پرمختیایې موضوعات له دوی،نورو ادارو او رسنیو سره شریکوي .
د وانګ په وینا له همدې امله یې د یاد دفتر مشر عطاالله خوږیاڼي ته د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوالې پرمختیایې ادارې په استازۍ برابر شوی ستاینلیک نوموړی ته ورکړ.
دې د نورو ولایتونو د مطبوعاتي دفترونو په مسؤلین هم غږ وکړ،چې خپله همغږۍ او د ولایت په اړه بېلابېل موضوعات له دوی او نورو ادارو سره شریک کړي .
ښاغلي خوږياڼي وويل چي ګڼ شمېر ولایتونو مطبوعاتي دفترونه له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي او که ورته سهولتونه برابر شي،نو تردې هم خپل فعالیتونه چټک او ښه کولای شي .
ده همدا راز د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر د ښه والې په موخه د یادې ادارې مشرۍ ته یو شمېر وړاندیزونه هم وکړ،چې د نوموړې له لورې ورسره د همکارۍ ژمنې وشوې .
د یادونې وړده،د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر د یوه کال په ترڅ کې نږدې پنځه سوه خبرپاڼې له بېلابېلو ادارو او رسنیو سره شریکې کړې او همدا راز یې د ۱۳۹۲ کال اجرائت او کړنې او د ۱۳۹۳ کال پرمختیایي پلان د کتاب په بڼه چاپ کړي،همدا راز دغه دفتر د ولایت مقام د فعالیتونو پنځلس ورځنۍ خپرونه،د بدلون په نوم هم به زرګڼو کې چاپ او له ادارو او ولسونو سره یې شریکوي.
دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر هره ورځ هڅه
کړې،چې ورځني موضوعات ادارو او رسنیو سره له غږ،ویډیو او انځورونو سره یو
ځای په پښتو او انګریزي ژبو خپاره کړې .