کور / تازه خبرونه / هلمند:شهيد عبدالصمد روحاني د شهادت شپږم تلين ولمانځل شو

هلمند:شهيد عبدالصمد روحاني د شهادت شپږم تلين ولمانځل شو

ياد شوى تلين د شنبې په ورځ په لښكرگاه ښاركې چې پكې ددې ولايت لسگونوخبريالانو،يوشميرفرهنگ پالواوامنيتي مسؤلينوگډون درلود ولمانځل شو.

په دې غونډه كې بيلابيلوخبريالانود خپلوويناوپرمهال وويل چې اوس هم په دې ولايت كې يوشميرخبريالان چې د حقايقوپه راپورته كولوكې هڅې كوي د يوشميرمافيايي كړيوپه لمسون د ځينواشخاصواوافرادولخوا گواښل كيږي اوهڅه كوي چې په دې ډول د ژورنالستانوخولې وتړي.

دوى همدا رازيوځل بيا په دولت اوكشفي اداروغږ وكړچې د شهيد عبدالصمد روحاني دوسيه يوځل بيا راپورته كړي اوهڅه د وكړي چې د هغه قاتلين د قانون منگولوته وسپاري اود وژنې انگيزه يې د په ډاگه كړي.

وروسته د هلمند امنيه قوماندان اوسرپرست والي پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى د خپلې وينا پرمهال خبريالانوته ډاډ وركړچې ياده شوې دوسيه به يوځل بيا راپورته كوي اوپرمخ به يې بيايي.

عبدالصمد روحاني شپږكاله وړاندې د غبرگولي په اولسمه له لښكرگاه ښارڅخه لادركه اوپه اتلسمه نيټه د هغه مړى چې بيرحمانه ډول په شهادت رسيدلى ووموندل شو.