د کمونيستي او اسلامي غوبل بهير دا دی له دېرشو کلونو واوښت، خو افغان ولس لا تر اوسه په وينو کې لمبېږي، افغانستان د بهرني ښکېلاک د سياليو ډګر دی او افغانان په يو او بل نوم وژل کېږي. درنو هېوادوالود دغه څو کرښو په ليکلو سره غواړم ستاسو پام ځينو هغو غير افغاني هلو ځلو ته راواړوم، چې په افغانستان کې د افغانستاني نومي وګړو، بې تفاوتوپښتنو او بهرنيو يرغلګرو لخوا تر سره کېږي، چې کمونيستي او اسلامي ګوندونه يې بنسټيز لوبغاړي ول او دي.
که موږ د افغانستان وروستۍ نېمې پېړۍ ته ځير شو، نو په دغه هېواد کې د تش په نامه د ديموکراسي په دوره کې (وروسته له 1960 کلونو څخه) ځيني ګوندونه جوړ شول، چې ځينو کمونيستي او ځينو يې اسلامي شعارونه درلودل، خو دغه ګوندونه نه کمونيستي ول او نه يې هم اسلامي څرک درلود، ځکه چې په دغه ګوندونو کې يو شمېر غړي له ايران سره د لېوالتيا پر بنسټ راټول شول، چې د پانايرانيزم ولولې يې ژوندۍ ساتلې دي ، چې موخه يې د خپلو جوبونه ډکول او د خلکو او ټولنې بربادول دي او يا هم تش په نامه پښتني ګوندونه را منځ ته شول، چې د پښتو او افغانيت هېڅ څرک هم پکې نه لېدل کېده او پښتانه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړل.
افغاني ديموکراسي په 1978 کال کې خپل لوړ پوړ ته ورسېده، چې پايله يې د هېواد بربادي او هېوادوالو بدمرغي شوه. په 1978 م کال کې يو شمېر کمونيستي ګوندونو وکولی شوای، چې د يوې له وينو ډکې نظامي کودتا په ترڅ کې واک تر ﻻسه کړي، چې د شهيد سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ لږ تر لږه اوياوو غړو په وژنه تر سره شوه او د افغاني ټولنيز ژوند د بربادۍ لومړۍ پېلامې يې رامنځ ته کړې، نو درنو لوستونکو موږ هم کولی شوچې د افغانستان د وروستيو دېرشو کلنو د ناخوالولاملونه د کمونيستي او اسلامي ګوندونو په فعاليت کې راوسپړو، د هغوی غير افغاني هلې ځلې وڅېړو او د واکمنو لېوالتيا يوه او بل اړخ ته څرګند کړو.
کـمـونـيـســتـــي اوښـتــون
د 1357 کال د غويي اوښتون کوم ناڅاپي کار نه ؤ، د خلک ديموکراتيک ګوند د روسانو په سپارښت او سپورټ خپلې هلې ځلې د 1343 لمريز لېږديز کال د جديې له 11 څخه پيل کړې وې، چې د رفيق کارمل او ملګري نورمحمد تره کي د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې ديموکراتيک ګوند په دوو څانګو (خلقي او پرچمي) ووېشل شو او د غويي د غميزې په درشل کې رفيقان او ملګري په کمونيستي او انترنسيوناليستي دسيسو کې ښه پاخه شوي ول، چې خپل مهارت يې وروسته له خلقي کودتا خلکو او نړۍ ته څرګند کړ. په دې اړه مې څه موده مخکې د ښاغلي حفيظ الله سباوون په نامه د يوه پښتانه ورور يوه ليکنه ولوستله، چې ډېره په زړه پورې ده او د کمونيستانو په واکمني کې ډېرو پېښو ته يو ځانګړی تحليل ورکوي، چې لوستل يې زما په ګومان اړين برېښي، خو يو څو کرښې يې ډېر د پام وړ دي، ليکوال ليکي چې (پرچميان او کارملي ډوله خلقيان د KGB اجنټان ول، خو بيا ليکي چې د 1356 کال د جوزا په مياشت کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سفارت د هڅو او ټينګار له امله نوموړې دوې ډلې يو ځای شوې)، نو درنو لوستونکو له دغو کرښو څرګندېږي، چې خلقيانو او پرچميانو د روسيې ډول ته نڅېدل! د پښتو متل دی چی وايي: خړ سپی د لېوه ورور دی! د ليکنې په يوه بله برخه ښاغلی سباوون د ديموکراتيک ګوند د جوړښت وړانديز کوي، خو ما ته د ښاغلي ليکوال فکري بهير ډېر په زړه پورې شو او دا لاندې کرښې مې ولوستې (يو سياسي ګوند سياسي موخو ته د رسېدلو وسيله ده. که ولس خپله دا وسيله ولري او په شاوخوا يې راټو ل شي، نو بيا کولای شي نه يواځې له واقعيتونونه خبر شي، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړي!!). درنو هېوادوالو په دې اړه زه نور څه نه وايم، مګر تاسوته سپارښت کوم، چې د ښاغلي حفيظ الله سباوون ليکنه ولولی.
مخکې له کودتا څخه د کمونيستانو يو مشر (مير اکبر خيبر) ووژل شو د هغه مړينه د سرې غمېزې د رامنځ ته کېدو پلمه وګرځېده. د مير اکبر خيبر مړينه ډېره مرموزه وه، خو قدوس غوربندي په خپل يو کتاب کې (نګاهې په تاريخ حزب ديموکرتيک خلق افغانستان) د هغه په مړينه کې د ببرک کارمل او د نور احمد نور د لاس لرلو يادون کړی، خو ځيني نور بيا د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند د هغه په مړينه کې ښکېل ګڼي.
داسې څرګندونې هم کېږي، چې مخکې له سرې غميزې سردار محمد داود خان ځينو ټولنيزو نوښتونو ته ملا تړلې وه، چې د بهرنيو هېوادونو له سفر څخه د راستنېدو سره يې سم په دولتي چارو کې د بدلونونو ګواښ وکړ او ځينو لوړپوړو چارواکو ته يې دنده وروسپارله چې د دولت په پياوړولو کې خپلې هلې ځلې چمتو کړي. د دغه پروګرام يوه برخه له کمونيستي ځناورانو د ټولنې پاکول ول، نو د داود خان د دفاع وزير (غلام حيدر رسولي) په نوښت د مېر اکبر خيبر او نورو کمونيستانو د ورکولو پلان جوړ شو.
يو ولي محمد نومی منصبدار، چې د 8 فرقې د 32 غونډ قوماندان ؤ او مخکې له دې دندې د سردار محمد داود خان د صدارت په موده کې د کابل د ګارنيزيون صاحب منصب ؤ، دغه ولي محمد هم د مير اکبر خيبر په مړينه تورن ګڼل کېږي. د ځينو نظامي چارواکو په نغوته داسې جوتېږي، چې ولي محمد 15 دقيقې مخکې له دې چې خيبر مړ شي له خپلو محافظينو سره يو ځای له ټولي وتلی ؤ او د مير اکبر خيبر د وژنې په سيمه کې ليدل شوی ؤ، چې وروسته د مير اکبر خيبر له مړينې بيرته ټولي ته راستون شوی ؤ. داسې ويل کېږي، چې ولي محمد د مېر اکبر خيبر په مړينه کې لاس درلود او داسې څرګندونې کېږي چې ولي محمد د رسولي (د سردار داود خان د دفاع وزير) ځانګړی نفر ؤ، چې د داود په واکمني کې يې د رسولي په ښوونه د ځينو اشخاصو په وژلو کې لاس درلود. د مرحوم مير اکبر خيبر د مړينې پېښه لا نه ده څېړل شوې او د افغانستان د تاريخ د روښانېدلو لپاره يوه اړينه موضوع ده، ځکه چې کمونيستانو هم دغه پېښه د 1978 کال له اوښتون څخه وروسته ونه څېړله او د هېرېدو کندې ته يې ورواچوله. داسې څرګندونې هم کېږي چې ګواکې د مير اکبر خيبر په مړينه کې روسانو او KGB لاس درلود، نو ځکه افغاني کمونيستانو دغه پېښه تر ننه پټه وساتله او هېچا او هېڅ کوم ډلې دغه پېښه ونه څېړله او ټولو غوږونه کاڼه واچول.
مګر د افغانستان د تاريخ وروستي دېرش کاله د دغه پېژندل شوې سياسي څېرې له مړينې سره راپيل شول، خو زما په ګومان مرحوم مير اکبر خيبر د افغانستان يواځينۍ سياسي څېره ده، چې لاسونه يې د افغان ولس پر وينو نه دي لړل شوي او د دغه شخصيت د تلپاتي کېدو لپاره بايد افغاني چارواکي د دې هڅه وکړي چې د دغه افغاني شخصيت سياسي هويت وسپړل شي او د افغانستان د تاريخ پاڼو ته وروسپارل شي.
ډېرو کمونيستانو هڅه کړې چې د ځان د سپيناوي لپاره يو څه وليکي، خو ټولې پېښې په منحرفه بڼه ليکل کېږي او دا څرګنده خبره ده چې د وروستيو دېرشو کلونو د غمېزې مسؤلين افغاني کمونيستان او افغاني اسلاميستان د افغانستان په فکر کې نه دي، مګر د خپلو جنايتونو په پټولو او ورکولوبوخت دي او هڅه کوي د وروستيو 30 کلن افغاني ناورين پړه په يو او بل واچوي.
ښاغلی حفيظ الله سباوون هم په خپله ليکنه کې د غويي د اوښتون په اړه ډېرې په زړه پورې څرګندونې کړې دي، چې د غويي د غميزې په سياسي برخه کې داسې ليکي: (په سياسي ډګر کې د ثور انقلاب د دولتي قدرت واګي له سلطنتي کورنۍ نه د ټولنی د عامو خلکو استازو، خلقيانو ته ولېږدېدې او د شهزادګانو ميراثي رژيم يې داسې دړې وړې کړ، چې بيا هېڅکله په پښو ونه درېد. دا چې اوس هم د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام دی دا هم د هغه ژور بدلون نتيجه ده، چې د 1357 کال د ثور په 7 نېټه منځ ته راغی)، خو زه پوه نه شوم چې خلقيانو د سردار محمد داود خان جمهوري نظام له منځه يووړ او که د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه پادشاهي يې ختمه کړه؟ درنو وروڼو څومره چې ما ته د افغانستان تاريخ مالوم دی، نو سردار محمد داود خان د افغانستان د لومړني جمهوريت بنسټ اېښودونکی دی، خو داسې ښکاري چې ليکوال خپل شعار ته (د سياسي ګوند په مرسته نه يواځې له واقعيتونونه خبر شی، بلکې واقعيتونو ته په خپله ګټه تغير ورکړی!) وفا دار پاتې شوی دی او زه هم د قلم بری ورته له لويه خدايه تمه کوم.
د يادونې وړ ګڼم چې کمونيستانو د سردار محمد داود د کورنۍ لږ تر لږه اويا تنه غړي ووژل او د هغه د کورنۍ واړه ماشومان يې هم له تېغه تېر کړل.په دې اړه مې څه موده مخکې يوه ليکنه ولوستله، چې ګواکی دستګير پنجشېري د هغه د مړينې امر ورکړی ؤ، خو بايد ياده شي چې دستګير پنجشېری هغه ګېدړ ؤ، چې د امين او تره کي د شخړو په وخت کې په مسکو کې ناست ؤ او په خپل ګوند کې يې پرته له خپل زويه او ورور څخه بل څوک نه درلودل او لکه د ترو مچ په هره کټوه کې به لاهو ؤ. کله چې د پنجشېري اپرتې واورې، نو يوه ټوکه دې په ياد شي: وايي چې يوه ورځ ګڼشمېر ماران په مزل تلل، خو د دوی په منځ کې يو چومجی (چنجی) هم ؤ، خو کله به چې ماران يو څو متر وڅخېدل، نو چومجي به سر پورته کړ او ناره به يې کړه، چې موږ ماران چېرې ځو! نو درنو هېوادوالو دغه پنجشېري چونجی هم اوس د مارانو کانې کوي، خو دا هغه بدمرغه ليونغرتی ؤ، چې زور يې په بې وزله خلکو رسېدلی ؤ او ګڼشمېر معلمين او متعلمين يې د خپلې کمونيستي واکمني په موده کې له تېغه تېر کړل. شک هم نشته چې دغه ځناور د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د وژلو امر ورکړی وي، چې خپلو بادارانو ته يې کمونيستي انترناسيوناليستي غوړه مالي کړې وې، خو د داود خان د مړينې په برخه کې داسې ويل کېږي، چې د امام الدين نومي منصبدار لخوا وژل شوی دی او يو روسي جنرال په خپل يو کتاب کې ليکي، چې د مرحوم ډاکتر نجيب الله څخه يې اورېدلي ؤ، چې د سرې غمېزې د کودتا په ورځ د خلکو د ديموکراتيک ګوند مرکزي کومېټې لا پرېکړه نه وه کړې، چې امام الدين غونډې ته ننوت او وېې ويل چې د شهيد سردار محمد داود ټوله کورنۍ يې وژلې ده او د ګوند پرېکړې ته اړتيا پيدا نه شوه. درنو هېوادوالو! په هېواد کې هرومرو يو څوک نه يو څوک به پيدا شي، چې د سردار محمد داود خان قبر يا هديره ورته مالومه وي، ځکه چې سردار داود په افغانانو د دې حق لري، چې په حرمت سره ياد شي او قبر يې مالوم شي، چې راتلونکي نسل ته د يادون څلی او د هېوادپالنې مشال وګرځي.
خـلقــــي تــره کـــــي واکـمـنـــــي
داسې ويل کېږي، چې د دغه ګوند ګڼشمېر غړي او د کودتا لوبغاړي پښتانه ول، خو کله يې چې د غويي له غميزې سره سم واک تر ﻻسه کړ، نو د پښتو او پښتنو پر ځای يې سوسياليستي انترناسيوناليزم غوره وګاڼه، چې د دغه دريځ پايله د زرهاوو ملي خلکو وژنه وه، چې په ځينو خپرونو کې داسې څرګندونې کېږي، چې د خلقيانو د لومړي کال د واکمني په ترڅ کې لږ تر لږه 20000 انسانان وژل شوي او په زرهاوو خلک بنديان او تريتام شوي دي. د دغه غير انساني او غير افغاني دريځ په ترڅ کې د واکمنو او وګړو تر منځ واټن رامنځ ته شو او غير افغاني يانې افغانستانيانو ته يې ﻻره هواره کړه، چې خپل ګوندونه او غير افغاني هلې ځلې د بهرنيو يرغلګرو په سپارښتونو پياوړي کي، چې په افغانستان کې ټولنيز انارشيزم رامنځ ته کړي. د خلقيانو د يوه کال د واکمني په بهير کی د هرات پاڅون، د ننګرهار او جلال آباد پاڅون، چې د جنرال سيد عبدالغني وردګ په لارښوونه تر سره شوی ؤ، د کونړ (کيرالي) پاڅون چې د هېوادپالو پښتنو لخوا سمبال شوی ؤ چې د سيمې ټول مشران لږترلږه 400 تنه يې په خلقي بمباري کې ووژل شول، د کابل د بالاحصار او رشخور پاڅون چې د هېوادپالو منصبدارانو لخوا سمبال شوی ؤ، د دولت آباد پاڅون چې اعظيم بېګ يې مشري کوله، د باميان پاڅون چې د خلقي والي سید احسان الله په وژنه پای ته ورسېد او په ټول هېواد کې د مجاهدينو پاڅون د افغانستان د تاريخ د آزادي پاڼې رنګينې کړې دي.
د خلقيانو په واکمني کې، نه دا چې خلک له خلقيانو په عذاب ول، خو خلقيانو په خپل وار سره په خپلو کې هم شخړو ته مخه کړه، چې پښتو او پښتانه يې د خپلو سياسي هوسونو په سيلابونو کې ﻻهو کړل او افغانستانيانو د خپلو بهرنيو مشاورينو په مرسته خلقيان لکه چرګان وجنګول، چې پايله يې د مرحوم نورمحمد تره کي وژنه او د هغه د سيال مرحوم حفيظ الله امين واک ته رسېدل ول. د دغه (برادرکوشي) په ترڅ کې نور پېژندل شوي خلقيان لکه سيد محمد ګلاب زوی، اسلم وطنجار، سروري او داسې نور د روسيې سفارت ته وتښتېدل او دستيګر پنجشېری په مسکو کې مورچل شو، په روسي ښوروا او بورش روږدی شو او له روسانو سره يې د روسي يرغل لپاره د زړه له کومې چوپړ وکړ. داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې ځيني خلقيان په تابوتونو کې روسيې ته لېږدول شوي ول، خو داسې څرګندونې هم کېږي، چې ګواکې سيد محمد ګلاب زوی ټينګار کوي، چې هغوی په افغانستان کې ول او دا خبره درواغ ګڼي، په هر ډول چې وي، که دوی د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول او يا مسکوکې بيا هم د روسانو په ولکه کې ول. بايد ياده شي چې د روسيې سفارت هم د روسانو د واکمني ټاټوبی ؤ، چې ګڼشمېر خلقي کمونيستان د حفيظ الله امين د واکمني په موده کې د روسيې په سفارت کې ساتل شوي ول.
خـلقـــــي امـيـنــــي واکـمـــنـي
مخکې له دې چې د مرحوم حفيظ الله امين د واک ته رسېدلو په اړه څه وليکل شي، نو اړين برېښي، چې ځينې پېښې يادې شي. د انقلاب په پيل کې د پرچميانو او خلقيانو دښمني او سيالي د دې سبب وګرځېده، چې خلقيانو د لومړي کال په بهير کې خپل سيال پرچميان له افغانستانه په يو او بل نامه وشړل. مرحوم ډاکترنجيب الله پاکستان ته واواښت او بيا روسانو ته ورغی او ببرک کارمل، فدا محمد دهنشين، اناهيتا راتبزاد او داسې نور لومړی په چکوسلواکيا کې او بيا په مسکو کې مېشت شول او په افغانستان کې به خلقيانو داسې شعارونه ورکول (مرګ بر کارمل اجنت حلقه به ګوش امپرياليږم او د اناهيتا په اړه به يې ويل مرګ بر اناهيتا رقاصه غرب او داسې نور)، خو سلطانعلي ګوسفند د حفيظ الله امين په کام- کمېته امنيت ملي (کشتارګاه امين مر…) کې مېلمه پاتې شو او د سروري په هلو ځلو يې د کوکاکولا او فانتا بوتلونه نوشجان کول، په دې اړه يوه ټوکه هم جوړه شوې وه، وايي چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ او د خلقيانو د دويم پړاو (د حفيظ الله امين) واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، نو وروسته له دې کشتمند صيب د افغانستان صدراعظم شو، نو د کوکاکوﻻ فابرېکې (د کام شرکت) د ګوند مرکزي کومېټې ته يو بېړنی ليک ورواستاوه چې کشتمند يو کېرېټ د کوکاکوﻻ بوتل پوروړی دی او د بوتلونو بيرته وروړلو چارې دې وسنجول شي! طبيعي خبره ده چې سوسياليستي اېمالې ته اړتيا پيدا شوه.
وروسته د پرچميانو له ځپلو څخه د خلقيانو په منځ کې هم شخړې رامنځ ته شوې، ښه ويل شوي، چې کله د مېږي مرګ نږدې شي، نو وزر باسي! نو د خلقيانو د واکمنو پروازونه هم د 1979 کال په بهير کې پيل شول. د 1979 م کال د سپتامبر په مياشتې کې ملګري نور محمد تره کي د کيوبا هوانا ته سفر کړی ؤ، چې په کمونيستي 3 انترناسيونال کې ګډون وکړي، خو کله چې بيرته افغانستان ته راستنېدو، نو د بيرته راتګ په ترڅ کې يې د مسکو او د خپل پير (برنج لوک-بريژنف) زيارت يې وکړ او هلته يې د مسکو په ټينګار د کارمل بيرته راتګ او د حفيظ الله امين د شړلو، وژلو او يا هم ورکولو پلان جوړ کړ، خو کله چې کابل ته راستون شو، نو له نورو ګواښونو سره مخامخ شو.
د امين د وژلو لومړی پلان دا ؤ چې له بهر څخه د ملګري نور محمد تره کي د بيرته راتګ په وخت کې د هوايي ډګر په ﻻره او يا هم په هوايي ډګر کې له منځه يووړل شي يانې ووژل شي، خو حفيظ الله امين مخکې له خپلو ملګرو مالومات تر ﻻسه کړی ؤ، چې په مسکو کې څه خبرې دي او څه پلانونه، خو د مرحوم نور محمد تره کي د ستنېدو په بهير کې حفيظ الله امين د ترکي مخې ته د درنښت لپاره ورنغی او نور خلقي لوړ پوړي چارواکي يې ورولېږل. په هوايي ډګر کې 10 دقيقې مخکې له دې چې ملګری نور محمد تره کی له الوتکې راښکته شي، نو د حفيظ الله امين په امر د هوايي ډګر ټولې نظامي برخې او امنيتي برخې تبديلې شوې او نوي نظامي ځواکونه يې د هغوی پر ځای وګومارل او ملګری نور محمد تره کی يې ډېر په درنښت ارګ ته راوست.
بايد ياده شي، چې د نور محمد تره کي د سفر په الوتکه کې هم کراري نه وه، ځکه چې هغوی ته هم احوال ورکړ شوی ؤ، چې حفيظ الله امين د هغه د مرګ پلان جوړ کړی (چې غل نه وې له پاچا مه وېرېږه!)، خو د تره کي الوتکه يو وار را ښکته کېدله، نو چا ورته ويلي ؤ چې له ښکيه مو ولي، نو الوتکه بيا بيرته والوتله او نيمه ګړۍ پر کابل تاوېده، خو د تره کي مړينه په دې ډول په نړېوال کمونيستي سيستم کې ډېرې پوښتنې رامنځ ته کولې او د مسکو ﻻسوهنه په کې راڅرګندېدله، نو ځکه د مسکو په منځګړوي د نور محمد تره کي الوتکه په کابل کې راښکته شوه او تره کی د خپلې سياسي کودتا او روسي سپارښتونو قرباني شو او د ملګري حفيظ الله امين (شاګرد وفا دار) توپ ته لاس تړلی راولېږل شو.
کله چې نور محمد تره کی ارګ (خانه خلق- د خلکو کور) ته راورسېد، نو حفيظ الله امين يې د خبرو اترو په پلمه ارګ ته وروغوښت، چې منځګړوي او ډاډګېرنه ېې پوزانوف (Puzanof) د روسيې سفير په افغانستان کې پر غاړه اخيستې وه، خو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، نو لومړی له تړون سره خبرې کوي او هغه پوښتي چې دلته څوک دي او داود تړون حفيظ الله امين ته ډاډ ورکوي، چې خيريت دی، خو امين باور نه کوي. داود تړون له حفيظ الله امين څخه مخکې کېږي چې د ملاقات کوټې ته ننوځي، خو کله چې تړون ور پرانيزي، نو سملاسي ډزې پرې کېږي او په دې ترڅ کې داود تړون وژل کېږي او حفيظالله امين منډه کوي او په بنز موټر کې تښتي او له دغه پېښې سره سم د شادروان ملګري نور محمد تره کي د مرګ شېبې هم رانږدې کېږي او حفيظ الله امين له ارګه ليرې د نوې کودتا د پلان په پلی کولو لاس پورې کوي. وروسته له دغه پېښې کله چې ډاکتر زرغون چې د 400 کټيز روغتون (چهارصد بستر) ريس ؤ، خبرېږي، نو مخکې له دې چې ونيول شي، له وېرې ځان وژني. مرحوم نور محمد تره کی هم په ارګ کې نيول کېږي او بيا يې سا د وفادار شاګرد په امر د بالښت په مرسته ايستل کېږي او د نابعه شرق واکمني پای ته رسېږي او ستاره شرق ټولواک کېږي، خو د ستاره شرق واکمني له 100 ورځو شپو نه اوړي.
د امين په کودتا کې ځينې پېښې په زړه پورې او د پام وړ دي. څو ورځي وروسته د نور محمد تره کي له مړينې څخه ملګری حفيظ الله امين د جلال آباد ښار د داود تړون په نامه کوي او تړون-ښار يې نوموي او په راډيو کې د تړون په نامه حماسي سندرې هم جوړېږي، چې ولې په دومره خلقيانو کې يواځې مرحوم داود تړون دغه مرتبې ته ورسېد، زه هم نه پوهيږم! خو داسې ويل کېږي، چې د کودتا په ورځ حفيظ الله امين داود تړون ته دنده سپارلې وه، چې ارګ ته د امين تر راتګه پورې بايد نورمحمد تره کی او د هغه نورچوکړه ګان له منځه يوسي، نو کله چې حفيظ الله امين ارګ ته راځي، چې ګوري تړون لا په ارګ کې هورې دورې ګرځي او امين داسې ګومان کوي،چې ګواکې تړون هم له نور محمد تره کي سره يو ځای شوی، نو په ارګ کې په داود تړون ډزې کوي چې خپلې کودتا ته لاره پرانيزي، او له سيمې تښتي او په کودتا لاس پورې کوي، خو وروسته بيا هغه بله پورتنی کيسه رامنځ ته کېږي چې د داود تړون وفاداري حفيظ الله امين ته په ګوته کوي او د ټولو ستونزو عامل تره کی او د هغه ډله وښودل شي.
د روسانو د حفيظ الله امين خپلسري نه خوښېدله، نو د مرحوم حفيظ الله امين د مړينې بل نوی پلان هم د روسانو لخوا جوړ شوی ؤ، ځکه چې مخکې له مخکې يې ټول امکانات ورته جوړ کړي ول. لومړی خو يې په دې پلمه چې ارګ د خلکو کور دی او د موزيم په څېر بايد ورنه ګټه واخيستل شي، نو حفيظ الله امين يې دې ته وهڅو چې د دارالمان ماڼۍ ته کډه وکړي او هلته مېشت شي، ځکه چې هغه ځای له مرکزه لرې دی او چاپېريال کې يې خلک هم نه اوسېدل او يا لږ کورونه ول (يانې کلابنده سيمه نه وه)، خو ارګ د کابل په منځ کې ؤ، نو کېدای شوای چې په ارګ کې له روسانو سره ډېر مقاومت شوی وای او د ښار په منځ کې د ډېرو خلکو د وژلو ګواښ هم موجود ؤ، چې د روسانو د ژر بري د مخنيوي سبب ګرځيده، نو ځکه روسانو د خپل سوسياليستي او انترناسيوناليستي چلند لپاره د دارلمان ماڼۍ يو مناسب ځای غوره کړی ؤ.
د 1978 م کال د دسمبر په مياشت کې روسانو پر افغانستان بربنډه يرغل وکړ او د افغانستان قانوني واکمني يې له منځه يووړه او خپل ګوډاګی دولت يې رامنځ ته کړ. د دسمبر په 27 د روسانو د يرغل په بهير کې له حفيظ الله امين سره د اړيکو ټينګول نا ممکن ؤ او نظامي خلکو هغه ته د ستاره شرق لقب ورکړی ؤ، خو ټولو به په مخابرو کې ويل چې ستاره شرق ورک دی، خو کله چې د دارلمان د ماڼۍ د اخو ډب ولولې پورته شوې، نو ځينو نظامي ځواکونو هم ځانونه چمتو کړل، چې يو څه وکړي، خو ستاره شرق نه موندل کېده، چې امر ترې واخلي. په دې برخه کې د اتمې (8) فرقې چارواکو هم لږو ډېرې هلې ځلې کړې وې، چې ما له يوه منصبداره واورېدل، چې قاسم خان د 8 فرقې د 72 غونډ قوماندان په قرغه کې، سيد محمد عارف د ميکانيزه کنډک قوماندان او عزيز خان د فرقې قوماندان ځانونه مقاومت ته تيار کړل، خو ستاره شرق ورک ؤ او دښمن نا مالوم ؤ. کله چې دوی وليدل چې نا پېژندل شوي ټانکونه د فرقې په لوري روان ول، نو د راکټو د چمتو کولو امر يې ورکړ او راکټونه چمتو شول، خو عزيز خان د اوربل امر په برخه کې کاوړتيا وکړه او د سيد محمد عارف او قاسم خان مخه يې ونيوله چې په روسانو بريد وکړي، چې پايله يې د فرقې تسليمېدل شول او د هېواد مري توب.
د مرحوم حفيظ الله امين د واکمني په ترڅ کې د (مرحله نوين انقلاب ثور) لپاره ﻻره هواره شوه او د خلقيانو د انتر ناسيوناليږم پايله دا وه، چې روسانو پر افغانستان تېری وکړاو د خلقيانو د واکمني د وروستۍ سټې حفيظ الله امين په وژلو يې خلقي واکمني پای ته ورسوله. د مرحوم حفيظ الله امين په وژنه کې د روسيې (ά) الفا ګروپ برخه اخيستې وه. داسې ويل کېږي چې روسانو د حفيظ الله امين له نسکورېدو وروسته يې سليمان لايق، نور احمد نور، دستګير پنجشېري او ببرک کارمل ته د ټولواکي ژمنه کړې وه، خو کله چې د روسانو يرغل تر سره شو، نو ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوۀ، چې د دريو نور د کونجاړو خوبونه يې په اوبو کې لاهو کړل، پنجشېری د شمال سيمو د محافظت رئيس شو او د شمالي هېوادپاله افغانان يې وځپل. دستګير پنجشېری هغه اپورچوتېست ؤ، چې ټولو استخباراتي سازمانونو ته يې شيطاني کوله، چې خپل موقف وساتي او خلک برباد کړي، چې په خلکو کې داسې پړښتنې کېدلې: هغه څه چې سپک او په اوبو کې نه ډوبېږي څه دي؟ نو خلکو به ويل چې يا پرېشنه دي او يا هم دستګير پنجشېری، ځکه چې دغه غوړمال په ټولو واکمنيو کې خپل مضريت د يوې او بلې ډلې په ګټه تر سره کاوه او دغه دواتشه لنينيست او يا هم ستالينيست خلقی اوسمهال امپرياليږم ته پناه وړې او د (Washington DC)په ښار کې مېشت دی او د ستميانو جنده يې پورته نيولې. هغه نور دوه مارکسيستان يا لنينيستان هم هلته او دلته وګومارل شول، چې اوسمهال نوراحمد نور په هالند يا نيدرلند کې د نامطلوبه شخصPersona non grata) ) په نامه يادېږي او رفيق نور… او سليمان لايق هم د اروپا امپرياليستانو په سوسيال مرستو شخوند وهي.
په پورته نومولشويو کې د روسانو لپاره تر ټولو وفادار ملګری دستګير پنجشېری ؤ، چې د دستګير پنجشېري رول د روسانو په يرغل او د حفيظ الله په مسمومولو کې ډېره غوره ګڼل کېږي او ( Jevgeni Kiselev) په خپل يو مستند فلم کې وايي چې د دسمبر په 27 نېټه د حفيظ الله امين په کور کې مېلمستيا وه، چې په مېلمستيا کې ګڼشمېر لوړ پوړي چارواکي راټول شوي ول او پلمه يې د دستګير پنجشيري راستنېدل له مسکو څخه ؤ.
کله چې ماښامنۍ ډوډۍ ته ټول د مېز تر شا کېناستل، نو لومړی ښوروا يا سوپ راوړل کېږي او حفيظ الله امين ټولو ته بلنه ورکوي چې ښوروا وڅښي، خو دستګير پنجشېری په دې پلمه چې د ګېډې تکليف لري، نو نه شي کولی چې ښوروا وڅښي او له ځينو شيانو څخه پرهېز دی! او حفيظ الله امين په ځواب کې ورته وايي چې په مسکو کې يې په خوندورو خوړو امخته کړی يې او زموږ په سپوره ښوروا دې خيال نه راځي! او ټول ملګري خاندي. ملګری امين خبرې اوږدوي او له دستګير پنجشېري پوښتي، چې (په مسکو کې د افغانستان د بدلونونو (د تره کي وژنه) په اړه نظرونه څنګه ول؟ ملګری پنجشېري ورته وايي، چې (په مسکو کې ټول ډېر خوښ دي او د افغانستان د ديموکراتيک ګوند په ننګه به هرکله مرستې ته راودانګي). ملګری امين په ځواب کې وايي، چې (ما خو ويل چې مسکو موږ په مبارزه کې يواځي نه پرېږدي!!)، چې د دغه خبرو په پاې کی لومړی غرپ له سيمې څخه پورته کېږي.
کله چې حفيظ الله امين او نور مېلمانه ښوروا څښي نو سمدلاسه يې په ګېډه کې خوږ راپيدا کېږي، خوبجن کېږي او حفيظ الله امين چې له ځايه پورته کېږي، نو بيرته لوېږي او وايي چې په ډوډۍ کې چا زهر اچولي دي او دا هم يادوي چې (دا کار چا کړی او هغه هم زما په کور کې!!) په دې وخت کې 400 کټيز روغتون ته او د روسيې سفارت ته تليفون کېږي، چې امين ته چا زهر ورکړي او بايد ژر د هغه روغتيايي چارې وسنجول شي. وروسته له دغه پېښې ټول تښتي او هر څوک خپل کور ته ځان رسوي، هماغه د پاړسو خبره ده چې وايي (موش از ترس پشک غار مېپاليد!). داسې ويل کېږي، چې د حفيظ الله امين ګېډه د روسيې د سفارت د ډاکتر او د چهارصد بستر روغتون د (ډاکترانو) لخوا پريول کېږي، چې وروسته له يو څو شېبو څخه د سيمې او د دارلمان د ماڼۍ بمباري پيل شوه او د امين د خوب پر کوټه بمونه ونښتل او امين ټپي شو او نور يا ووژل شول او يا هم وتښتېدل.
د الفا ګروپ يو غړی وايي چې ده ته دنده سپارل شوې وه چې حفيظ الله امين بايد مړ کړي. هغه وايي چې دی د مرحوم حفيظ الله امين کوټې ته ننوتلی ؤ او حفيظ الله امين په بمبارۍ کې وژل شوی ؤ او پړمخې پروت ؤ، نو ما يې مړی راواړوه، ورته مې وکتل او د امين انځور مې له جوبه راوايست او چې ومې ليدل چې دغه مړی د حفيظ الله امين دی، نو تومانچه مې راوايسته او څو ګولۍ مې نور هم وويشت، چې ډاډه شم، چې امين مړ دی.
د دغه ناورين په ترڅ کې ډېر خلک ووژل شول او په روسي خپرونو کې داسې څرګندونې کېږي، چې د حفيظ الله امين يو 14 کلن زوی، چې د روسانو د يرغل په ترڅ کې ژوندی پاتې شوی ؤ، په ډېرمرموز حالت کې ووژل شو او (Jevgeni Kiselev) هم په خپل يو فلم (Tainai Afghanskai Wainai- د افغاني جګړې پټ رازونه) کې داسې څرګندونې کوي، چې ګواکې د حفيظ الله امين د زوی په وژنه کې ګلاب زوی ﻻس درلود، خو زما په ګومان په دې اړه باید هر اړخيزه پلټنه تر سره شي، چې دغه پېښه روښانه شي. خو په زړه پورې خبره خو دا ده، چې له حفيظ الله امين سره ډېر لوړ پوړي چارواکي ول او نن سبا ټول په غربي نړۍ کې ژوند کوي، مګر د افغانستان د پېښو په اړه څه نه ليکي او که يو څه ليکي هم، نو هڅه کوي چې خلقي رنګ ورکړي او واقعيتونو ته خپله ګته تغير ورکړي!!! راتلونکی نسل اوس هم غولوي او په سوسيساليستي درواغويې روږدي کوي .
د يادونې وړ ده چې د خلقي کمونيزم د مودې سوسياليستي انترناسيوناليزم هېواد او هېوادوال له ډېرو ناخوالو سره مخامخ کړل، چې د يوه خلقي فرمان په ترڅ کې په سلهاوو نجونې له کورونو څخه وتښتېدلې، چې په پټه يې ودونه وکړل او يا هم تریتام شوې او د بل فرمان په پلي کولو يې د خلکو ځمکې په وچ زور ترې واخيستي او هغوې يې غرونو ته وتښتول، چې پايله يې د مجاهيدينو رامنځ ته کېدل او په بهر کې د اسلامي ګوندونو پياوړي کېدل ول، مګر پوښتنه دا ده چې أيا د افغانستان نورې ځمکې د آبادولو او کرلو لپاره کمې وې، چې دوی د خلکو جوړې ځمکې په زور ووېشلې او د وخت په تېرېدو يې په شاړو واړوې ، چې په پای کې نه د دوی شوې او نه هم د مخکني څښتن!!
د خلقي بنسټپالي په ترڅ کې ټول هېواد په سره رنګ سمبال شوی ؤ، چې د وينو بوی ترې راته او پر دېوالونو او دوکانونو د شعارونو د ليکلو لړۍ هم پيل شوې وه او خلک يې دې ته اړ ايستل چې پر خپلو دوکانونو انقلابي شعارونه راوځړوي. زما د يو ملګري پر دوکان هم داسې يوه سرليکنه راځړېدلې وه (جاويدان باد صلح)، خو دوکان لوی ؤ او سرليکنه لنډه وه، نو هغه دې ته اړ ايستل شو، چې يوه بله سرليکنه هم وځړوي او دويمه سرليکنه باندې دا شعار ؤ (زنده باد افغانستان) او دا ډول سرليکنې د ښارونو په ټولو دوکانونو راځړېدلې وې او په سره (انقلابي) رنګ سينګار شوې وې او داسې ګنګوسې وې، چې د دوکانونو د مخې دړې او ورونه هم بايد په سره انقلابي رنګ رنګ شي، خو د نابغه شرق او ستاره شرق د خپلمنځيو شخړو په ترڅ کې خلقي واکمني له منځه ﻻړه او د (مرحله نوين انقلاب ثور) په ترڅ کې د خلکو دوکانونه سره نه شول اود دوکانونو انقلابي سر ليکنې هم ورو ورو ليرې شوې.
په کابل کې هم په ګڼشمېر دېوالونو شعارونه ليکل شوي ول او د حبيبيې لېسې په دېوالونو او په تشنابونو کې هم د (خلق) وراشه په هر ديوال ليکل شوې وه، خو خلکو له دغه کلمې سره دومره کرکه لرله، چې د (خلق) د کلمې (خ) يې په (ج) اړولې وه، نو دا وه د بېځايه خلقي کمونيستي-بنسټپالي پايله. بايد ياده شي، چې خلقي نومي ګوند ډېر غړي به پښتانه ول، خو دغه ګوند پښتنو او پښتو ته ډېر تاوان ورورساوه او د افغاني واکمني بنسټ يې له منځه يووړ.
مرحلــــه نــويـن انقـــلاب ثـــور
پرچمي کارملي واکمني : پرچميانو د کمونيستي واکمني په پيل کې له خلقيانو سره ګډ واکمني ته ورسېدل او دولتي پوستونه يې سم له يو او بل سره نيم ووېشل. دغو ډلو د انقلاب له لومړۍ ورځې د هېوادوالو په وژنه او هېواد په بربادي لاس پورې کړ، چې د انقلاب په لومړۍ ورځ يې سردار داود خان د افغانستان قانوني واکمن او د هغه د کورنۍ ټول غړي يې ووژل او د ثور په درېيمه يې مولوي عبدالرب د حبيبېې لېسې او بيا د شرعياتو د استاد په وژلو لاس پورې کړ، چې په دې ډول د انقلاب په لومړي کال لږ تر لږه 20000 انسانان ووژل شول، په زرهاوو نور تريتام شول او په لکهاوو خلک بهر ته کډوال شول.
د (1979) کال د دسمبر مياشتې پر (27) نېټه روسانو پر افغانستان تېری وکړ، په افغانستان کې يې قانوني دولت له منځه يووړ، مرحوم حفيظ الله امين د افغانستان قانوني واکمن يې ووژاه او د خلقيانو واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، خو ځينو خلقيانو لکه صالح محمد زېری، سيد محمد ګلابزوی، اسلم وطنجار، شانواز تڼی، سروري او داسې نورو د روسانو يرغل ته، لکه پرچميانو هرکلی وکړ او له پرچميان او روسانو سره يې ګډ د هېواد په ښکېلاک ﻻس پورې کړ.
دا څرګنده خبره ده، چې رفيق ببرک کارمل د روسانو پر ټانګ سپور کابل ته راورسېد او خپله لومړنۍ وينا يې هم له تاشکند څخه وکړه او کله چې د افغانستان د راديو تاﻻر ته راورسېد، نو رفيق سليمان ﻻيق يې هر کلي ته ورمخته شو، خو کارمل ورته ګواښ وکړ، چې ورنږدې نشي او په خپل ځای ودرېږي، ځکه چې پرچمي سليمان ﻻيق له خلقي واکمنو سره همکاري کړې وه، نو کارمل هم ځان غچ اخيستنې ته تيار کړی ؤ، خو د روسانو له وېرې يې له سليمان ﻻيقه غچ وانشوای اخيستلی، د فارسيوانانو خبره (رفيق کارمل غوره به دل ماند!). کارمل غوښتل له سروري څخه هم غچ واخلي، ځکه چې هغه ډېر پرچميان بنديان کړي ول او ځورولې يې ول، خو ملګري سروري هم له روسانو سره نږدې اړيکې درلودې او د روسانو په راتګ کې يې وفاداري ښودلې وه، چې وروسته د روسانو له يرغله په بهر کې سفير شو او د مرحوم نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم د احمد شاه مسعود لاس ته ورغی او نن سبا په پلچرخي کې شپې سبا کوي.
د پرچميانو په ګوند کې هم ډېر پښتانه ول او ګڼشمېر يې لوړپوړي چارواکي هم ول او د پرچمي سياسي بېرو ډېرګړی غړي يې پښتانه ول او ډېر غړي يې هغه (انقلابي دو آتشه) پښتانه ول، چې تر ننه پورې د پرچميانو او روسانو ملاتړ کوي او خپل پښتانه ځپي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د پرچمي ګوند د سوسياليستي انترناسيوناليزم تر سيوري لاندې هم د پښتنو او پښتو بېخ وايستل شو. پرچميانو په رسمي ادارو کې د پښتو ليکلو د مخنيوي هلې ځلې پيل کړې، د دوکانونو، پوهنتونونو، ښوونځيو او رسمي ودانيو سر ليکنې يې په فارسي واړوې. په ښوونځيو کې له پښتو سره تربګني پيل شوه او نور ټبرونه يې د پښتنو پر ضد ولمسول، چې د مرحوم رفيق ډاکتر نجيب الله د واکمني په ترڅ کې د قومي ملېشوو د نظامي فرقو جوړولو ته يې ﻻره پرانيزه، چې د بېلګې په توګه کولی شو د دوستم پهلوان فرقه (جوزجان)، د غفار پهلوان فرقه (سرپل)، رسول پهلوان فرقه (فارياب)، د نادري فرقه (بغلان) او داسې نورې، يادې کړو، خو د پرچميانو په واکمني کې يې هم پښتون په پښتون له منځه يووړ.
د روسانو له راتګ سره پرچميانو ته خدای ورکړه او له پښتنو څخه يې د خلقيانو په نامه غچ اخيستنه پيل کړه او د بانديت او اميني په نامه يې ډېر بې ګناه پښتانه ووژل. د کارمل په واکمني کې د کابل په پولتخنيک کې يوه پرچمي ډله فعاله وه، چې پښتني ځوانان به يې په يوه او بله پلمه وهل، ډبول، بنديان کول او ځيني دې ته اړ ايستل شول، چې وروسته له ډېرې ځورېدنې انستيتوت پرېږدي او بهر ته وتښتي. په پولتخنيک کې يې يو وار يو پښتون هلک دومره وهل شوی و، چې سهار په پوهنځي کې چا نشوای پېژندلی چې څوک دی او هغه ځوان ويل چې زما کورنۍ ته احوال ورکړۍ، چې ما دلته وژني، وروسته له څه مودې څخه دغه ځوان تریتام شو، ځينې نور خاد بوتلل او چا چې واسطه نه لرله له ډېرو شکنجو سره مخامخ شول او يو شمېر ځوانان په روحي او رواني ناروغيو اخته شول او انستيتوت يې پرېښود، خو له نيکمرغه بايد ياده کړم، چې له هغه دورې څخه ګڼشمېر پوهنپالان او انجينيران اوس هم ژوندي دي، خو د کارمليانو له دغه جنايتونو څخه پرده نه پورته کوي، نه پوهېږم چې ولې؟.
په دې وروستيو کې د جليل پرشور په نامه يو پرچمی هم په اريايي برېښنا پاڼه کې ليکل کوي او د تش په نامه (روشنفکران مترقي-مترقي رونډ اندو) تر نامه لاندې يې مداريګري پيل کړې ده. درنو هېوادوالو رفيق جليل پر شور خپله سوسياليستي روزنه په بغلان کې د رفيق سليمان ﻻيق د پلار په ژرنده کې تر لاسه کړې، چې جليل پر شور ګومان کاوه چې ګواکې د دغه ژرندې د ګټې پيسې د نړيوال سوسياليزم او پرولتاري د ودې لپاره کارول کېږي، خو وروسته به پوه شوی وي، چې رفيق سليمان لايق هسې غولولی ؤ او سوسياليستي چلند يې ورسره کړی ؤ.
رفيق جليل پر شور د روسانو له راتګ سره سم د سرپل ولايت په جبهه کې ګڼشمېر پښتانه د اشرار په نامه وځپل او يو څه موده د سمنګان والي هم ؤ، د ښاغلي جليل پر شور کړنې په سمنګان کې ټولو ته مالومې دي او پښتنو لا له هېره نه دي ايستلې. کله به چې ښاغلی جليل پرشور د خپل کاره راستنېدو، نو د ماښام لخوا به لومړی د سمنګان بنديخانې ته تلا او هلته به يې هغه بېچاره پښتانه چې د اشرار او يا بانديت په نامه نيول شوي ول، وهل او ډبول، خو کله به چې له مرکزه هم کوم پرچمي رفيق مېلمه ورغی، نو هغه به يې هرو مرو د پښتنو وهلو او ډبولو ته باله او ويل به يې (بريم که يک چند تا بانديت خلقي ره سبق بتېم!!).
وروسته له سمنګانه ښاغلی جليل پر شور د شمال زون رئيس شو او په همدغه کال يې له يوې ارغنديوالې پېغلې سره واده هم وکړ او ډېر په کش کې ؤ، خو يو کال لا نه و تېر چې له دغه دندې لېرې شو، چې په مزار شريف کې د يو بل کمونيست-ګوندي په وژلو تورن ګڼل شوی ؤ او يو شمېر نور د ولايت لوړپوړي چارواکي هم په دغه جرم کې شريک ول او وروسته له دغه پېښې له دندې ليرې شول او په نورو کارونو وګومارل شول، چې له سترګو پناه شي او د وژل شوي ګوندي په تور يو بل پرچمی ته د اعدام سزا ورکړل شوه. داسې ويل کېږي چې کله هغه پرچمی په پلچرخي کې اعدام کېده، نو نارې به يې وهلې چې دوی له مرکزه امر اخيستی ؤ چې هغه ګوندي بايد ووژل شي او د بېرويي سياسي د پلاني غړي په امر ووژل شو. وروسته له دغو پېښو ښاغلی جليل پر شور په صدارت کې د خاد په څانګه کې وګومارل شو او له سترګو پناه شو، خو په ګوند کې لا مقتدره پاتې شوی ؤ، ځکه چې ډېر خلک يې د سوسياليستي ارمانونو قرباني کړي ول او اوس يې غربي امپرياليزم ته پناه وړې.
د خفقيانو په موده کې د کام په نامه استخباراتي اورګاو ؤ چې د خلکو به يې په نامه د زړه وبنې وچېدې، خو د رفيق کارمل په موه کې بيا خاد رامنځ ته شو، چې په هېواد کې يې د خلکو په ځپلو، بندي کولو او وژلو لاس پورې کړ. هغه څوک چې په افغانستان کې يا بندي شوي او يا هم د خاد لخوا پوښتل شوي، نو ټول په روحي او جسمي ناروغيو اخته دي. د خاد په اړه هم په افغانستان کې يوه ټوکه جوړه شوې وه: وايي چې يوه ورځ د CIA, KGB او د افغانستان د خاد استازيو له يو او بل سره خبرې کولې، نو هر يو به ټينګار کاوه، چې د هغوی استخباراتي موسسه تر نورو پياوړې ده، نو درېواړه د سيالي ډګر ورودانګل، چې نر او ښځه سره مالوم کي. د سيالي شرط دا و چې د استخباراتي هيئت لخوا يوه ګېدړه په يو ځنګل کې خوشې کېږي او د استخباراتي سازمان د غړي دنده دا وه چې ګېدړه ژر تر ژره ونيسي او د سيالي کومېټې ته يې راوړي.
يوه برګه ګېدړه په ځنګل کې خوشې شوه او د CIA استازی د ګېدړې په موندلو او نيولو پيل وکړ، نو امريکايی وروسته له 24 ګړيو په دې وتوانېد، چې ګیدړه سلامته راولي. په دويم وار يې بيا ګيدړه په ځنګله کې خوشې کړه، نو دا وار د KGB استازي ورپسې ودانګل، خو د KGB غړي وکولای شوای چې وروسته له 48 ساعتونو ستړې ستومانه ګېدړه راوړي او ګيدړه يې سمه شنه منه اړولې وه. وروسته له CIA او KGB د افغانستان د خاد استازي د سيالي ډګر ته وردانګل، خوکله چې ګيدړه په ځنګله کې خوشې شوه، نو افغان خاديست هم ورپسې خې شو. سړی ورک شو، يوه ورځ تېره شوه، د افغان خاديست درک نشته، دويمه ورځ تېره شوه، بيا هم د خاديست احوال مالوم نه شو، خو همدا ډول پوره يوه اونۍ تېره شوه، خو خاديست ورک دی، نو هيئت دا پرېکړه وکړه، چې افغان خاديست راپيدا کړي، نو ټول د خاديست په لټه کې شول. وروسته له څه مودې ګوري چې افغان خاديست يو خر راڅملولی او سوټی يې ورته بند کړی: ووايه چې خر نه يي، مګر ګيدړه يې… نو درنو هېوادوالو دا هم ؤ د افغاني ټولنې غبرګون د خاديستانو د ظلم په اړه.
د ببرک کارمل په موده کې د روسي ځواکونو په مرسته ټول مسلمان افغانان د اشرار په نامه او پښتانه مسلمانان د بانديت په نامه وځپل شول او د افغان ولس بېخ او بنياد يې وايست، خو بايد ياده شي، چې له کارمل سره ګڼشمېر پښتانه هم د افغانانو په ښکېلاک لاس پورې کړ او سوسياليستي انترناسيوناليږم يې پياوړی کړ او د هېواد په ويجاړولو کې يې د زړه له کومې برخه واخيسته او اوسمهال د غربي نړۍ په امپرياليستي-سوسيال شخوند وهي.
مرحله تکاملـــي و نجــات بخــش انقـــلاب ثــور
په 1985 م کال په روسيه کې ميخايل ګوربچوف واک ته ورسېد، چې په خپلو خبرو کې يې په زغرده څرګنده کړه، چې روسي ځواکونه به له افغانستانه وځي او لومړي شپږ غونډونه يې د 1986 کال په بهير کې له افغانستانه وايستل او د ګورباچوف د واکمني له پيل سره د کارمل پر ځای د ډاکتر نجيب د ګومارلو ولولې هم رامنځ ته شوې او په 1986 کال د مسکو په ټينګار مرحوم ډاکتر نجيب واک ته ورسېد او په کابل کې د ډاکتر نجيب الله ملاتړ د هغه وخت واکمنو خلقيانو وکړ، که څه هم ډاکتر نجيب په خټه پښتون ؤ، مګر هغه هم ځان افغانستاني ستميانو ته سپارلی ؤ او خپل خلقي ملاتړي يې د وخت په تېرېدو سره وځپل او افغانستانيان يې ونازول او د دې امکانات يې رامنځ ته کړل، چې يو شمېر افغانستانيان نظامي او اقتصادي مرسته تر ﻻسه کړي او خپلې نظامي فرقې او ګوندونه جوړ کړي، په امن کې غونډې وکي او له يو او بل سره اتحاد وکي، چې د بېلنتوب (سيپاراتيزم) څپې يې وخوځولې او نن سبا هره ډله ټپله د فدراسيون او کونفدراسيون رمباړې وهي.
مرحوم نجيب الله هم په خپلو پښتنو پسې رااخيستې وه، ځيني وايي چې شانواز تڼي په ډاکتر نجيب الله کودتا وکړه، خو د تڼي په کودتا کې يو شمېر پېښې ډېرې په زړه پورې دي. زه کوم نظامي څانګپوه نه يم، مګر کله چې د دفاع وزارت له مرکزي قول اوردو څخه د جمهوري رياست ګارد او مرکزي ګارنيزون بېل کړې، نو په دفاع وزارت کې څه پاتې شول؟ او بل دا چې د کورنيو چارو له وزارت څخه د کابل ښار قومانداني د ګارنيزون تر واکمني ﻻندې راولې، نو کورنيو چارو وزارت ته د هېواد په پلازمينه کابل کې څه پاتې شول؟ له بل پلوه د خاد رياست په وزارت واوښت او د پرسونل شمېر يې د دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت په پرتله څو ځله ډېر او اقتصادي سټه يې د مرکز په مرسته او روسانو په سپارښت سمبالې ده، نو دا کودتا د چا وه؟ د مرحوم نجيب او که د ملګري شانوازتڼي! په پښتو کې ويل شوي، چې: په خپل سوري کې ګېدړه هم خوله اچوي! نو خلقيان داسې کونج ته شوي ول، چې بل څه نه ؤ ورته پاتې او دې ته اړ ايستل شول، چی د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد پر کودتا ﻻس پورې کړي، چې د خلقيانو په ناکامي سر ته ورسېده او پايله يې دا وه، چې د کابل يوه سيمه ړنګه شوه او د کودتا په نامه ګڼشمېر پښتني نظامي او غير نظامي کدرونه د پرچميانو لخوا له تېغه تېر شول، چې د دغه غچ اخيستنې په ترڅ کې ارکانحرب آصف شور او نور تکړه افغاني کدرونه ووژل شول. د دغه غميزې يو مسؤل کس، چې نبي عظيمي نومي او د ډاکتر نجيب الله په واکمني کې لويدرستيز ؤ، پخپل کتاب (اردوی افغانستان در سه دهه اخير) کې د دغه کودتا په ترڅ کې د انسان وژنې په اړه د جنرال بابه جان بنسټيز رول په ګوته کوي او ليکي چې بابه جان له سلو ډېر پښتانه نظامي کدرونه ووژل.
د دغه کودتا په اړه د افغاني ټولنې غبرګون د يوې ټوکې په ترڅ کې داسې راڅرګند شو: وايي چې د کودتا په وخت کې ځينو لوړپوړو افغاني چارواکو د چين له سفارته پناهندګي غوښتې وه او په هغوی کې نجيب الله، کارمل او سلطانعلي ګوسفند هم ول، خو د چين سفارت له مقراراتو سره سم هر پناهنده بايد چينايي نوم ولري، نو ځکه اړ شول، چې دغه لوړپوړو چارواکو ته چينايي نومونه وټاکي، نو ځکه يې د هغوي له ځانګړتياوو سره سم نومونه غوره کړل. نو د لومړي په اړه وپوښتل شول، چې مشخصات يې څه دي، نو د کمونيستانو استازي ووېل، چې هغه په ونه جګ، غولپيکره او پلن کونی دی، نو چينايانو ورته د (کو. چون ټانګ) نوم وټاکه، د دويم په اړه يې ووېل، چې مخ يې تور، پزه يې کږه او ټيټه ونه لري، نو د چين سفارت ورته (قد چون ک..) نوم غوره وګاڼه او د درېيم ځانګړتياوې يې په لاندې ډول په ګوته کړې: غټ سر، ګرد مخ او ځړېدلي غومبوري، نو چينايانو ورته د (روی چون کو.) نوم وټاکه، خو د تڼي کودتا ناکامه شوه او بدمرغي يې پښتنو ته پرېښودله.
درنو لوستونکو! پښتني ضد هلې ځلې وروسته د تڼي له کودتا څخه نورې هم پياوړې شوې او د ګلمجمانو (دوستـم پهلوان، رسول پهلوان، غفار پهلوان)، ياغيانو (عصمت مسلم، رسول بېخدا، سېد داود، سيد احمد)، باغيانو (علي مزاري، اکبري او نادري) لنډغران کابل ته راورسېدل او په کابل کې يې ټولنيز امنيت له منځه يووړ او ګلمجمانو په پښتني سيمو (کندهار، پکتيا، وردګ او داسې نورو…) د يرغل او بريدونو واک د ډاکترنجيب الله له ملاتړ سره تر ﻻسه کړ او دا يې شعار ؤ (مال يې ستا سر يې زما!) او د دغو لنډغرانو د برېدونو پايله د افغانانو تباهي وه او د هېواد بربادي، ګڼشمېر خلک د ټوپکسالارانو قرباني شول او د خلکو په مال او عزت تېری وشو.
په 1991 م کال په کابل کې د ګلمجمانو غوبل روان ؤ او د هزارګانو په موټرو د خميني انځورونه ځړېدل او په تکيه خانو کې د ايران په پلوي غونډې جوړېدې او د کابل ښار د بېلابېلو ډلو د سيالي او جګړو ډګر ګرځېدلی ؤ. خلکو داسې څرګندونې کولې، چې ګواکې د کابل په پوستو کې ګلمجمان خلک زوروي او حتی دا چې د خلکو په ښځو تېری کوي، نو د کابل چاپېريال د پښتني سيمو ځيني خلک ډاکتر نجيب ته ورغلي ول، چې په دې اړه مرسته تر ﻻسه کړي، خو د مرحوم ډاکتر نجيب ځواب دا ؤ: ګلمجم او دوستم ما ساتي، تاسو پښتنو زما سره څه کړي! عسکر مو راکړي؟ نه!، له دولت سره مو مرسته کړې؟ نه! او کافر هم راته وايی، تڼي مو کودتا راباندې وکړه، مګر اوزبکان، هزاره ګان او تاجکان مې ساتي!، نو بيا تاسو څه را څخه غواړی! ځی په مخه مو ښه!، نو دا خبرې خلکو په کابل کې کولې او له ډاکتر نجيبه ډېر خواشيني ول.
کارمليانوهم په خپل وار هڅه کوله چې د مرحوم ډاکتر نجيب پر ضد کودتا وکړي او په يوه غونډه کې ببرک کارمل ښاغلي مجيد سربلند ته ويلي ؤ، چې: مه ای بچی اختر أخر جزا مېتم!! دېګ کی برای ما جوش نيمخوره دراو ګوه بجوشه!!، نو درنو لوستونکو د قدرت خوند د خلکو سترګې لنډې او زړونه يې مردار کړي ول. ډاکتر نجيب هم د واک په خمار کی لاهو ؤ او د نجيب په واکمني کې په پښتني سيمو د سکاډ، اورګان او لونا راکټونو غوبل جوړ ؤ، خو دې ته يې پام نه ؤ چې خپل خلک بربادوي. د نجيب الله واکمني هم د ده د دوستانو لخوا نسکوره شوه، چې د نجيب الله د واکمني په نسکورېدو کې د دوستم ملیشو بنسټيز رول درلود او ګوندي کودتا بيا کارمليانو پرې وکړه، چې له واکه د ليرې کېدو زېری يې د رفيق سليمان ﻻيق له خولې په سپکو الفاظو واورېد، چې بيا ملګري اسلم وطنجار ورته ويلي ؤ چې: رفيق لايق در بحث تان از فيصله حزب کنار نروید!.
وروسته له دې پېښې ډاکتر نجيب هم پښې سپکې کړې او د هوايي ډګر په لاره د تېښتې په ترڅ کې د ګلمجم لنډغرانو ونيو او له هوايي ډګره د بيرته راستنېدو پر مهال د ملل متحد دفتر ته ننوت او هلته يې پناه وغوښته. د ډاکتر نجيب د واکمني د نسکورېدو په بهير کې ځيني لوړ پوړي چارواکي هم په مرموز ډول ووژل شول، چې د خاد وزير يعقوبي هم د وري په 27 نېټه ووژل شو، چې د هغه په وژنه کې يار محمد مزدک او باقر فرئين ګرم ګڼل کېږي، ډېره په زړه پورې ده، چې يعقوبي په هغه شپه د شپې په 1 بجه له مرحوم ډاکتر نجيب الله سره د هېواد د ستونزو په اړه خبرې کړې وې، خو د وري په 27 نېټه د ورځې د 7 او 8 بجو په ترڅ کې په کيڼه شقيقه ويشتل شوی ؤ، د مرحوم يعقوبي مړی د عدلي طب د کمیسیون لخوا وليدل شو، چې په دغه کميسيون کې د يعقوبي ورور (د صحت عامې معين)، ډاکتر موسی وردګ، ډاکتر سهيلا (جنرال سهيلا)، عبدالحق علومي (چې د نظار شورا د لنډغرانو لخوا د 1992 کال په ترڅ کې ووژل شو) او ځينې نورو ګډون درلود. وروسته له څو خبرو د مرحوم يعقوبي ورور وويل!! (فاروق جان را ازار ندهېد! من قبول دارم که ګويا خودکشي کرده!). له راپوره داسې څرګندېدله چې يعقوبي په کيڼه شقيقه ويشتل شوی دی، خو که څوک سم فکر وکي، نو مرحوم فاروق يعقوبي کيڼلاسی نه ؤ او د ځان وژلو لپاره يې ښيۍ شقيقه هم نږدې وه او هم اسانه، نو زه نه پوهېږم، چې هغه د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې ولې ځان په کيڼه شقيقه وويشت!!
وروسته له يعقوبي څخه نور خلک هم ووژل شول، چې د تورن جنرال باقي، چې د يعقوبي معاون او د خاد د 5 ادارې رئيس هم ؤ په ډېره مرموزه توګه ووژل شو. مرحوم باقي په خټه ځدران پښتون ؤ او د پولتخنيک ديپلوم انجينير ؤ. جنرال باقي د حمل په 27 نېټه د 10 او 11 بجو په ترڅ کې ووژل شو. د جنرال باقي په وژنه کې سيد اکبر نومی او جنرال بابه جان، چې د 55 ليوا قوماندان ؤ او د خاد په 5 ادارې پورې يې اړه لرله، ګرم ګڼل کېږي. درنو هېوادوالو د ډاکتر نجيب د واکمني له نسکورېدو سره سم په افغانستان کې د انسان وژنې او بربادي بله بړبوکۍ رامنځ ته شوه، چې لوبغاړي يې مجاهلين ول او پايله يې ملکولطوايفي او د افغانستان ټوټې کېدل ول.
د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم کمونيستانو هم پښې سپکې کړې، څوک مسکو ته وتښ او څوک هم نورو ملکونو ته، خو په پای کې افغاني کمونيستان په امپرياليستي غرب او امريکا کې سره راټول شول او د سوسياليستي شوروي (روسيې) پر ځای يې خونخوار امپرياليست ښه وګاڼه او د سوسيال په خوړلو يې خپل سوسياليستي شخوند پيل کړ، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، ځکه چې په بهر کې هم دوی کرار و نه مونده او په بهر کې ظالم او مظلوم دواړه سره مخامخ شول، په چا چې ظلم شوی ؤ، نو په ظالم يې عرض وکړ او ګڼشمېر کمونيستان نن سبا په جېلونو کې شپې سبا کوي او خپلو اولادو ته مړسترګي دي، ځکه چې د دوی له کمونيستي ظلمونو په بهر کې روزل شوي ماشومان يې خبر شول او د زغم منطق ورته نه شي موندلی او خپل پلرونه ګرم ګڼي.
داسې ويل کېږي، چې په يو بهرني ملک کې د افغانانو په يوه مظاهره کې يوه حامله داره مېرمن له يوه لوړ پوړي کمونيست سره مخامخ شوې وه، نو د هغه له لېدو سره يې له ويرې او يا هم له کرکې ډېر فشار پرې راغلی ؤ او په نس يې درد شوی ؤ، چې په نس اولاد يې د نقصان له ګواښ سره مخامخ شوی ؤ. مېرمن روغتون ته استول کېږي. د هغه ملک چارواکو وروسته له څېړنو له هغه مېرمنې اورېدلي ؤ، چې کله دا تنکۍ ځوانه وه، نو مېړه يې په جهاد کې وژل شوی ؤ او له مجبوريته کمونيستي دولت ته په پناه راغلې وه او د مزار شريف په ښار کې مېشته وه، چې کور يې د کمونيستانو لخوا څارل کېده او د تېښتې امکانات يې نه درلودل. په دغه مېرمن د اوږدې مودې په ترڅ کې د سيمې د کمونيستي چارواکو لخوا ګروپي جنسي تېری کېده او څو ځلې د مرګ تر پولې رسېدلې وه، چې وروسته له اوږدې مودې په تېښتې بريالۍ شوې وه، خو په اوروپا کې د مظاهرې په ترڅ کې له هغه چا سره مخامخ شوه، چې په دې يې جنسي تيری کړی ؤ. د دغه شخص په اړه څېړنې پيل شوي دي، خو دغه شخص وروسته له دغه پېښې له هغه ملکه تښتېدلی او اوسمهال په المان کې پټ دی. د يادونې وړ ده چې په اوروپا کې لږترلږه 8000 افغانان په جنګي جرمونو تورن دي، چې نن يا سبا به خپله سزا وويني، خو پښتو متل دی، چې په اور کی هم وچ او هم لامده سوځي!.
يادونه: درنو هېوادوالو! په کمونيستي سازمانونو کې نورې دوآتشه سرې ډلې ماويستي ګروپونه دي، چې د ساما، شعلې جاوېد، سزا او داسې نورو نومونو لاندې د افغاني ارزښتونو ضد، ماودېدوني کمونيستي فعاليتونه کوي او اوس هم د هېواد په منحرفولو کې د زړه له کومې هلې ځلې کوې او په خپلو برېښنا پاڼو کې د مارکسيزم، لېننيزم، ماوئيزم او کمونيزم سرو لمبو ته لمنه وهي، چې اور يې ګواکې اور يې مړ نه شي، ځکه چې مارکسيږم په اوروپا کې، لېننيزم په روسيه کې او ماوئيزم په چين کې د آزاد بازار له ګواښ او ودې سره مخامخ شول، چې په هره سيمه کې د خپلو نيمګړتياوو سره سم د کمونيزم په کنده کې نسکور شول. په افغانستان کې ماويستان هم له افغانيت سره کرکه لري او په نړۍ کې د سوسيال-تروريستي ګروپونو په نامه يادېږي، ځکه چې افغاني ماويستانو په ګڼشمېر سياسي ترورونو کې لاس درلود او د سردار داود خان د پلان رئيس علی احمد خرم او د کمونيستانو په واکمني کې د امريکا د سفير په وژنه کې ماويستان ګرم ګڼل کېږي او د کمونيستي خاد لخوا د مجيد کلکاني د وژلو په غچ اخيستنه لاس پورې کړ چې د 1360 کال په پيل کې د کابل د حبيبيې لېسې مخې ته د کمونيستي خاد د يو شمېر لوړپوړو چارواکو په ترور پای ته ورسېد.
اســـــلامــــي اوښـتــــــون
مخکې له دې چې واک د ملل متحد له غوښتنو او وړانديزونو سره سم د ملل متحد تر څارنې لاندې د افغانستان مؤقت دولت ته وسپارل شي، خو د فريد مزدک، نجم الدين کاوياني، نبي عظيمي، احمد شاه مسعود، وکيل، او رشيد دوستم لخوا د يوې کودتا په ترڅ کې د ملل متحد دغه پلان شنډ شو او کابل د بېلابېلو جهادي ګروپونو تر منځ ووېشل شو. جهادي ډلې هم په وهابي سلفيزم او د پان ايرانيزم په بټۍ کې پخې شوې وې او ځينو يې افغاني ضد دريځ خپل کړی ؤ. په ايران کې مېشتو ډلو په افغانستان کې هزاره جات غوښت او په پاکستان کې مېشت جمعيت اسلامي بيا د اسلام تر سيوري ﻻندې پان ايرانيزم او تاجکيږم ته هلې ځلې کولې.
د اسلامي اوښتون په ترڅ کې لومړی صبغت الله مجددي د لنډې مودې لپاره واکمن شو، چې د پاڼو د لاسليکولو په ترڅ کې ښاغلی حامد کرزی ورته په غوږونو کې بوږنېده. وروسته له دوو مياشتو بيا رباني د مرحوم احمد شاه مسعود په مرسته واک ته ورسېد، له 1992 م کاله تر 1996 پورې افغانستان د مجاهلينو له ناورين سره مخامخ شو.
د يادونې وړ ګڼم، چې په ايران کې لږ تر لږه 9 جهادي ډلې وې او پښتني ډلې يې نه درلودې او ټولې شيعه مذهبه او فارسي صفته وې. په پاکستان کې لږتر لږه 8 رسمي راجستر شوې جهادي ډلې وې، چې په هغوی کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند او د استاد رباني جمعيت اسلامي تر ټولو پياوړې ډلې وې او د مرحوم ملا نبي، مرحوم مولوي خالص، استاد سياف، د ښاغلي ګېلاني او مجددي ډلو د پورته يادو شوو ډلو تر منځ ورکې وې او کوم ځانګړی دريځ يې نه درلود، خو د استاد سياف ډله په کورنيو جګړو کې د جمعيت اسلامي پلوي کوله.
د دغو جهادي ډلو شعارونه اسلامي ول، خو په اصل کې د رباني په ډله کې د پان ايرانيزم لېوالتيا څرګنده ده او تر ننه پورې د دغه ګوند ضد افغاني هلې ځلې روانې دي. د رباني د واکمني رامنځ ته کېدنه کوم تصادف نه ؤ، استاد برهان الدين رباني په 1989 م کال مسکو ته سفر وکړاو د مسکو دعا يې تر ﻻسه کړه او امريکايانو هم خپل غوږونه کاڼه واچول. د مسعود-رباني په څلور کلنه واکمني کې د پښتو او پښتنو سټه وايستل شوه او د هېواد ټول رسمي ليکونه او رسمي پاڼې په فارسي شوې او د پښتو ويل او ليکل کفر ګڼل کېدل، د پوهنتون لپاره يې دانشګاه، د پوهنځي لپاره يې دانشکده غوره وګڼل او د ښوونې او روزنې لپاره يې معارف وټاکه او داسې نور بدلونونه يې په زور په خلکو وتپل، خو په زړه پورې خبره خو دا ده، چې ښاغلي سيد محمد ګلابزوی د مسکو په نغوته د ډاکتر نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم د مبارکي يو پيغام د احمد شاه مسعود په نامه واستوه، چې د روسي په г حرف يې لاسليک کړی ؤ، خو ملګری ګلابزوی نه دی خبر چې په روسانو کې د г حرف د ګونو يانې پرېشنه مانا هم ورکوي.
د نجيب الله د واکمني له نسکورېدو سره سم آوازه شوه چې ګواکې ګلابزوی له مسکوه راځي، چې په دې اړه داسې يوه ټوکه هم رامنځ ته شوې وه، چې کومه ورځ ښاغلی برهان الدين رباني په کومه سيمه کې روان ؤ، چې ناڅاپي يوه طوطي ورته ناره کړه: خوش آمدېد! نو د رباني صيب دغه طوطي ډېر خوښ شو او د طوطا له خاونده يې رانېوه او ارګ ته يې راوړ، خو بله ورځ په ارګ کې د وزيرانو د شورا غونډه وه او ټول مجاهل وزيران راغلي ول، چې د غونډې په نيمايي کې سید محمد ګلابزوی په عسکري يونفورم کې غونډې ته ننوځي، په دې وخت د رباني صيب طوطا په رمباړو پيل کوي او وايي: مرده ګ.. ها بګرېزېن کې پوليس آمد!!…
مګر د مجاهدينو په واکمني کې ملګری ګلابزوی افغانستان ته راستون نه شو، خو د سوسياليستي او کمونيستي چلند سره سم د مسکو په نغوته د کرزي په واکمني کې له خپلو سيالو پرچميانو (نورالحق علومي، بصير رنجبر او نور) د جهاديانو او رباني په ملي جبهه کې ورګډ شو، چې د اسلامي-کمونيستي انترناسيونال څپې يې د ملا کرزي اخوند په واکمني کې، راوخوځولې.
جهادي ډلو د استاد برهان الدين رباني په مشري حتی د هېواد د بشپړتيا او د هېواد د لمنځه تللو ګواښ هم رامنځ ته کړ، د فدارسيون او کونفدارسيون ولولې يې رامنځ ته کړې او افغانستان يې په سيمه واکي ووېشه، چې د دوستم امارت (مزار)، علي مزاري امارت (باميان)، اسماعيل خان امارت(هرات)، نادري امارت (بغلان) او مزاري ملت او د رباني ارګ رامنځ ته شول.
د کابل ښار هم په ملکولطوايفي سيمو ووېشل شو او په هېواد کې يې کورنی اور بل کړ، چې د 4 کلونو په اوږدو کې يواځې په کابل کې 90000 انسانان ووژل شول او د اور لمبه په ټول هېواد کې خپره شوه. مګر بې وزلو هېوادوالو خپل غبرګون داسې څرګند کړ، چې مسعود ته يې د (بز کابل شېر پنجشېر) لقب ورکړ او نورو ملايانو ته يې د قرانخور لقب او ملت پخپله په وينو کې ولمبول شو.
د جمعيت اسلامي لنډغرانو يکه تازي پيل کړه او د علي مزاري او اوزبکانو سره يې په جګړې لاس پورې کړ، چې په دې اړه علي مزاري په خپلو مرکو کې د رباني-مسعود لخوا د زرهاوو هزارګانو د بندي کېدلو او وژلو يادون کوي.
د مسعود-رباني د ظلمونو په اړه هم ټوکې رامنځ ته شوې وې، چې زه يې بېلګه تاسو ته ليکم. وايي چې يوه ورځ د کابل په افشارو کې د مسعود ډلې موټر تلاشي کول، نو يوه موټر ته وروختل او له ټولو يې د اسنادونو پوښتنه کوه، نو په درېيم سېټ کې يوه مېرمن په چادري کې ناسته وه او ټوپکسالار ورنه پوښتنه وکړه چې: کيستي؟ نو مېرمنې ورته ووېل، چې: ناميم فاطيمه يه! تايموني موروم! نو بل جهادي ورته وويل، چې: بانش سياسر است! نو سياسره يې په کرار پرېښودله. د دغه مېرمېن تر څنګ يو هزاره نارينه ناست ؤ، نو مسعودي هغه ته مخ وراړاوه او ويې پوښته: تو کيستي؟ نو ده ورته په ځواب کې وويل: نامم عليه، اما در خانه از ناز مره فاطيمه موګن!!…
د کابل جنګونو د علي مزاري او رشيد دوستم ډلې، دې ته اړ ايستلې چې د حزب اسلامي (ګلبدين حکمتيار) سره يو ځای شي. دغو درېواړو ډلو د هماهنګي شورا رامنځ ته کړه او دا شعار په کابل کې رامنځ ته شو(هزاره و اوغو پک بېراره، هردويش ضيد شورای نظاره!!)، خو دغه تړون هم ډېر وخت دوام ونکړ او کابل ته د سولې د پرېښتو (طالبانو) نږدې کېدل ښاغلی ګلبدين حکمتيار دې ته اړ ايستی چې له چاراسيا څخه وتښتي او له برهان الدين رباني سره يو ځای شي او خپل د شورای هماهنګي سيال علي مزاري د طالبانو توپ ته په ډاګ پرېږدي.
د جهاديانو په واکمني کې د کابل په جګړو کې د علي مزاري، رشيد دوستم، مسعود او د استاد سياف ډلو بنسټيز رول لوباوه او د ګلبدين حکمتيار ډله د کابل په جنوب-غرب کې پرته وه او ويل کېږي چې په کابل يې راکټونه ويشتل. که د کابل ښار وراني ته وګورو، نو افشار، قلا واحد، متاوقلا، کوټه سنګي، درېيمه کارته، څلورمه کارته، دېمزنګ، ، دارلمان، چهلستون، جاده، نوې کارته او داسې نورې سيمې ورانې شوي دي، خو په دغه سيمو کې د ګلبدين حکمتيار خپل ځواکونه پراته ول او په دشت برچي، افشار، متاوقلا کې بيا د علي مزاري ځواکونه پراته ول، چې وروسته د مسعود له جګړو سره له ګلبدين حکمتيار سره يو ځای شو، چې د مسعود له ظلمونو څخه هزاره ګان وژغوري او د زړو مکروريانونو او په جاده کې بيا د د دوستم قواوې پرتې وې، چې د اسلامي اوښتون په سر کې له مسعود سره يو ځای ؤ او بيا دواړو په يو او بل پسې راواخيسته. د کمونيستانو دوه-ځلي جګړه له مسعود سره کمونيست نبي عظيمي هم په خپل کتاب کې راسپړلې ده او د جګړو پړه يې په نورو اچولې او له ځانه يې پرښته جوړه کړې.
درنو هېوادوالو که دغه سيمې په پام کې ونيسو او د يادوشويو جګړه مارانو کړنې په پام کې ونيسو، نو له ځينو پوښتنو سره مخامخ کېږو، ځکه چې ټول ليکي او وايي چې کابل ګلبدين حکمتيار وران کړی دی، خو که داسې وي، نو حکمتيار په خپلو ځواکونو راکټونه ويشتل او که راکټونه يې هوا ته ويشتل اوبيا يې سرونه ورته نيول او يا هم بيرته په دوی راشېوه کېدل؟؟ که د حکمتيار ډلو د کابل افشار، دېمزنګ، درېيمه کارته، څلورمه کارته او افشار ويشتلی وي، نو بيا خو حکمتيار د علي مزاري سيمې تر برېد لاندې نيولې دي، نو بيا په کوم منطق مرحوم علي مزاري له حکمتيار سره په شورای همآهنګي کې يو ځای شو؟؟ او که زاړه مکروريانونه او جاده يې ويشتلې بيا يې نو د اوزبکانو ځواکونه ويشتل، نو بيا ولې دوستم ورسره يو ځای شو؟؟ کله چې طالبان د کابل چاپېريال راټول شول، نو ګلبدين حکمتيار پرته له جګړې ډګر ورته پریښود. هوايي ځواکونه خو يواځې مرکزي دولت (رباني-مسعود) کارول او سيمې يې بمبارولې، اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړۍ، چې په افغانستان او کابل کې څه تېرېدل.
افغانستان ته هر څوک د خوږو مچ ګرځېدلی، د پوليند د بهرنيو چارو وزير هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې پيل کړې او د ګلبدين حکمتيار د محاکمې غوښتنه يې وکړه، چې ګواکې هغه د BBC ژورناليست ميرويس جليل او يو انځور ګر په وژلو تورن دی، خو زه د انځور ګر په اړه مالومات نه لرم، مګر د ميرويس جليل په اړه مې د نويمو کلونو په پيل کې لوستي ؤ، چې مرحوم ميرويس جليل په باميان کې له علي مزاري سره مرکه وکړه او په سيمه کې يې د هزاره ګانو د ځواکونو يو مستند فيلم واخيست، چې وروسته له دغه پېښې د باميان-کابل په لاره په مرموزه توګه ووژل شو او زه نه پوهېږم چې ولې هر څه په حکمتيار ټپېږي؟؟
ويل کېږي، چې په يوه کلي کې د يوې خانداني مېرمنې باد مات شو، نو يو يتيم ماشوم، چې يې څنګ ته ناست ؤ په څپېړه وواهه او ورته يې ووېل: نه شرمېږې دا دې څه وکړل! خو ماشوم ورته په معصومانه سترګو وکتل او سترګې ېې له اوښکو ډکې شوې، خو چپه خوله پاتې شو. يو څو شېبې وروسته د بلې کومې ميرمنې باد مات شو، لکه چې ډېر ناخود او باقولي يې خوړلي ول، خو دغه مېرمنې هم هغه يتيم ماشوم په څپېړه وواهه، نو مخکنې مېرمنې ورته نارې کې چې دغه ماشوم دې ولې وواهه؟ نو مېرمنې په ځواب کې ورته وويل: ما ګومان کاوه، چې په دغه کلي کې چې د هر چا باد مات شي، نو دغه ماشوم باید په څپېړه ووهي! نو درنو هېوادوالو اوس هم که په نړۍ کې د هر چا باد مات شي، نو څپېړه يې افغانستان خوري او که په افغانستان کې د هر چا باد مات شي، نو څپېړه يې پښتانه خوري!!
د ســــولې پــــرښتـــــې
د طالبان غورځنګ: په هېواد کې ملکولطوايفي، بې امنيتي، د هېواد دورکېدو او ټوتېکېدو ګواښونه، د خلکو په لورانو، ښځو او زامنو تيري، د وګړو ډلييزې وژنې او د هېوادوالو ټولنيزو نا خوالو په پښتني سيمو کې ځيني افغانان دې ته وهڅول چې راټول شي او د افغانستان بيا ژغورنې ته ﻻس سره ورکړي او هېواد وژغوري، دغه ډلې د طالبانو په نامه سر راپورته کړ او خلکو د سولې پرښتې ونومول او برهان الدين رباني هم د سولې پرښتې يادول. طالبانو د خپلو وينو په بيه د افغانستان د بشپړتيا ګواښ له منځه يووړ او په هېواد کې يې ټولنيزه انارشي له منځه يووړه او په هېواد کې يې امنيت راووست. د سولې د پرښتومشري ملا محمد عمر مجاهد کوي.
د غورځنګ د جوړېدو په پيل کې يې په کندهار کې د ملا نقيب او ريس عبدالواحد خان ملاتړ هم تر ﻻسه کړ، خو ملا غفار اخوندزاده او حاجي سرکاتب ورسره په جګړو پيل وکړ، چې پايله يې د داوړو ماته او تېښته وه. طالبانو په ډېره لږه موده کې د کندهار، هلمند، اوروزګان، زابل، فراه او داسې نورو پښتني سيمو واک تر ﻻسه کړ. په 1996 م کال يې واکمني تر کابله خپره شوه. د کابل په جګړو کې يې د هزاره ګانو واکمني د ښار په جنوب-غرب کې له منځه يووړه چې د علی مزاری په مړينه پای ته ورسېده او په 1998 م کال کې يې د شمال ولايتونو واکمني هم تر ﻻسه کړه او د هېواد پشپړتيا يې وژغوره، په هېواد کې يې امنيت رامنځ ته کړ او د هېواد د لمنځه تللو ګواښ يې له منځه يووړ.
طالبانو د 1996 کال په مني کې کابل ته راورسېدل او د کابل له نيولو سره يې سم ډاکتر نجيب الله د آریانا څلور لارې سره وځړاوه او مړ يې کړ، چې د مرحوم نجيب الله سره يې يو ورور هم په شهادت ورسېد. داسې ويل کېږي، چې د نجيب الله وژل د مرحوم ملا رباني په امر تر سره شوی دی، ځکه چې هغه مهال ملا رباني د کابل يو قوماندان ؤ او داسې څرګندونې هم کېږي چې ګواکې د ملا رباني دوه وروڼه او نور د کورنۍ غړې يې د کمونېستانو په واکمني کې د خاد لخوا وژل شوي ول او مرحوم ډاکتر نجيب الله هغه مهال د خاد رئيس ؤ.
ځيني ليکوال بيا ليکي چې ډاکتر نجيب د پاکستان د ISIپه نغوته وژل شوی دی، ځکه چې ډاکتر نجيب الله د ډيورند کرښه نه منله او کومه پاڼه يې نه لاسليکوله، خو زما په ګومان د ډيورند د کرښې پرابلم د يو شخص څه چې د پارلمانونو واک هم نه دی، د ډيورند د کرښې ستونزې ته به لر او بر افغانان د پای ټکی ږدي، خو د ډاکتر نجيب په اړه بايد ياده شي چې هغه د کمونيستي واکمني په بهير کې د خاد رئيس ؤ او بيا د افغانستان ټولواک، نو د کمونيستانو په واکمني کې په زرهاوو خلک خاد ووژل او د کمونيستانو د واکمني په موده کې د روسيې عالم Sacharov په وينا لږترلږه 2 ميليونو افغانانو خپل ځانونه له لاسه ورکړل او د ډاکتر نجيب الله په واکمني کې په پښتنو د سکاډ، لونا او اوره ګان غوبل روان ؤ، نو طبيعي خبره ده چې په مرحوم ډاکتر نجيب الله چا ګلونه نه شنل او شاباسی يې نه ورته ويل.
د ملل متحد په مرکز کې له مرحوم نجيب الله سره د هغه ساتونکی جفسر او د ډاکتر نجيب د دفتر رئيس اسحاق توخی هم ول، مګر دغه دوه تنه د ملل متحد له دفتره ژوندي او سلامت تر پاکستانه او بيا هند ته ورسېدل، چې اسحاق توخی اوسمهال په هالند کې ژوند کوي او جفسر په امريکا کې. ښاغلی اسحاق توخی د پېښې ژوندی شاهد دی، مګر تر ننه پورې يې د ډاکتر نجيب د مړينې راز افشا نه کړ او هر ځله لکه د هندي فلمونو ناټک يوه ببولاله وايي.
اسحاق توخی ټينګار کوي، چې کله طالبان د ملل متحد دفتر ته ننوتل، نو ډاکتر نجيب او د هغه ورور احمدزی يې له ځانه سره بوتلل او جفسر او ما هم ورته وويل چې موږ هم درسره ځو، خو طالبانو اسرار وکړ چې تاسو ته اړتيا نشته. وروسته له دې موږ (جفسر او توخی) ودرېدلو، نو کله چې نجيب او طالبان زموږ څخه 50 متره ليرې شول، نو د دوی په منځ کې غالمغال پورته شو او ټکوټوک شو، نو موږ منډه کړه او بيرته د ملل متحد په دفتر ننوتو، وروسته له يو څو شېبو د ملل متحد د دفتر يو موټروان چې د وردګو ؤ، موږ ته يې وويل چې په هغوی (نجيب او احمدزی) پسې مه ګرځی، اوس ښه موقع ده، نو له دغه ځايه وتښتی. د دغه سړي په سپارښت موږ (توخی او جفسر) د ملل متحد د دفتر له دېواله واوښتو او د چين سفارت پر خوا وتښتېدو او بيا مو موټر ونيو، چې ځانونه مو پټ ځای ته ورسول او بيا پاکستان ته ولاړلو.
د يادونې وړ بولم چې د ملل متحد د دفتر او د چين د سفارت دېوالونه لږ تر لږه 4 متره لوړ دي، خو ګومان نه کوم چې په هغه دېوال پرته له زينې څوک وکولای شي پورته شي او بيا پرته له دې چې پښې يې خوږ او يا ماتې شي ځان ترې راشېوه کړي او عجيبه خبره ده، چې په دغه سيمه کې نور طالبان نه ول چې د سيمې امنيت په هغه حساس وخت کې ونيسي!! زما په ګومان ښاغلی توخی او جفسر د باليوډ د ناټکونو په خوبونو لاهو دي او يواځې ښاغلی اسحاق توخی او جفسر په دغو اپرتو باور کوي او بس.
طالبانو وروسته له کابله د شمال ولايتونو د ازادولو او له ياغيانو څخه د خلکو د ژغورلو عزم وکړ او په 1997 کال يې له پهلوان مالک سره تړون لاسليک کړ، چې د جنجال دوستم په راپرځولو کې ورسره مرسته وکړي. د خبرواترو مشري ملا محمد عباس اخوند، ملا احسان الله احسان او ګڼشمېر نورو کوله، چې د ځينو غوښتنو پر بنسټ پرېکړه وشوه، چی په هغې کې د مالک واکمني پر ځينو سيمو، د مسلحو ګروپونو څخه د سلاح ټولول او د بنديانو تبادله وه، چې د دغه پرېکړې په ترڅ کې اسماعيل خان هم طالبانو ته وسپارل شو. طالبانو د بغلان او بادغيس له لارې د فارياب، جوزجان، مزارشريف او سمنګان ولايتونو ته ننوتل او دوستم لومړی تاشکند او بيا تورکېې ته وتښتېده.
د طالبانو واکمني په شمال کې اوږده نه وه، وروسته له 2 ورځو د مالک ملېشو او زړو ګلمجمانو د طالبانو پر ضد بغاوت وکړ او طالبان په مزار شريف، جوزجان او فارياب کې محاصره شول او د ښارونو په کوڅو کې له هرې خوا د ګوليو باران پرې وورېد، چې د طالبانو د دغې تېروتنې په ترڅ کې په زرهاوو طالبان او د سيمې پښتانه زلميان د اوزبکو ملېشو د غوبل قرباني شول، چې په دې ترڅ کې ملا احسان الله احسان هم د شهادت جام پر سر واړاوه او پښتانه زلميان او طالبان په ډېر بد حالت ووژل شول.
د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د اندخوی په بندر کې د قوماندان جوره بيګ په امر په سلهاوو تسليم شوي طالبان لومړی په پښو وويشتل شول او بيا د سړک پر سر وغورځول شول چې موټر پرې تېر او بېر شي، چې د دغو طالبانو پر مړيو ټوله ورځ موټر تېرېدل او د دغه وحشت په اړه ټولې غربي نړۍ او د بشر د حقوقو هڅاندو غوږونه کاڼه اچولي دي، ځکه چې بيا صليبي جګړې ته تاوان رسېږي.
د طالبانو موخه د هېواد بشپړتيا او هوډ يې د غدارانو ورکول ول، نو په 1998 کال يې بيا په شمال سيمو کې نظامي عمليات وکړل او د ګلمجمانو ټغر يې ټول کړ. د طالبانو د دويم ځل راتګ سره، په ښارونو کې ټول خلک نيول کېدل او بنديخانو ته بېول کېدل، خو وروسته له پوښتنو او څېړنو څخه دغه خلک ټول خوشې شول او په هغو چا چې نورو خلکو عريضې کړې وې، هغوی محکمې ته وروپېژندل شول.
د طالبانو واکمني د هېواد په 95 ٪ خاوره خپره وه او په هېواد کې بشپړ امنيت ؤ، خو هېواد کوم اقتصادي او د پرمختګ کوم ځانګړی پلان نه درلود او د هېواد نيمايي وګړې د لوږې له ګواښ سره مخامخ ول او په هېواد کې اسلامي بنسټپالنه روانه وه. د باميان بت طالبانو له منځه يووړ، چې وروسته له دې د طالبانو په واکمني کې افغانستان په نړيواله کچه تجريد شو، خو دغه ډله ډېره ځوانه وه او د ځبرځواکونو او نړېوالو ښکېلاکګرو د چلولونو بهير نه وورته مالوم او د خپلې سياسي-خامي قرباني شول.
طالبانو عربي بنسټپالو ته په افغانستان کې ځای ورکړ او په افغانستان کې يې د نړيوالې اسلامي بنسټپالنې پلوي وکړه او افغانستان د نړيوالو کړکېچونو ډګر وګرځېد. پښتني ضد لنډغرانو له دغه فرصت څخه بيا ناوړه ګټه پورته کړه او له امريکا او روسيې څخه يې نظامي او اقتصادي مرستې تر ﻻسه کړې، چې د 2001 م کال د سپتامبر له پېښو څخه وروسته يې د امريکايانو تيري ته لبيک وويل او افغانستان يې د نوي يرغلګر خولې ته ورټېلواهه.
د CIA يو لوړپوړی چارواکی په خپل يو کتاب کې ليکي، چې د امريکايي يرغل په ترڅ کې يې فهيم قسيم ته يو ميليون ډالره، بسم الله خان، معروف خان او ډاکتر عبدالله عبدالله ته يې په لکاوو ډالر ورکړل، چې د طالبانو په ضد د شمال خلک ولمسوي چې وجنګېږي. دغه امريکايي ليکي چې استاد سياف ته يې هم يو لک ډالره ورکړي ؤ چې په دې برخه کې بيا فهيم قسيم مخالفت کاوه، خو د امريکايانو خپل پلان ؤ او د پلورل شوي فهيم قسيم خبرو ته چا غوږ نه نيوه.
امــريــکـــايـــي ديـمــــوکــــراســــي
مخکې له دې چې د د امريکايي يرغل په اړه څه وليکل شي، پر ځای ګڼم چې د سپتامبر پېښو ته لنډه کتنه وشي. د 2001 م کال د سپتمبر په 9 نېټه احمد شاه مسعود وژل کېږي، چې وژل يې دوه بلجيمي عربان تر سره کوي، خو زما اندېښنه دا ده، چې احمد شاه مسعود يو څه موده مخکې له وژنې اوروپا ته رابلل شوی ؤ او په اوروپا کې لکه يو ټولواک بدرقه شو او نړيوال کنفرانسونه يې په ګڼشمېر هېوادونو کې ورکړل، لنډه دا چې د غربي نړۍ باور يې تر لاسه کړ او دې هم په غرب ډاډه شو، نو دا هم کېدای شي چې د سپتامبر د 11 نېټې له پېښو مخکې د لوېديز لخوا د احمد شاه مسعود سياسي وژنه هم تر سره شوې وي. مګر د احمد شاه مسعود مرګ يو سیاسي مرګ ؤ، چې په افغانستان کې ايتنيکي ستونزې نورې هم پياوړې کړي، که نه نو په افغانستان کې نور مجاهدين هم ووژل شول، خو غربيان يوازې د احمد شاه مسعود قبر ته منډې وهي، چې خلکو ته وښيي چې دوی هغه ته درنښت لري او دغه سياسي مرګ په خپلو ګټو تر ننه وکاروي.
د 2001 م کال د سپتامبر په 11 نېټه په امريکا تروريستي يرغل وشو، مګر د دغه يرغل سره سم امريکا ټولې نړۍ ته ګواښ وکړ چې د تروريستانو سره د مبارزې په موخه ورسره ودرېږي، خو د دغه پېښې په اړه هم ځينې اندېښنې لا شته دي، د پنسلوانيا نسکوره شوې الوتکه تر ننه نه ده موندل شوې، هغه مهال د جاپان لومړي وزير ووېل چې د سپتامبر په 11 نېټه 5000 يهودان WTCته خپلو کارونو ته نه و تللي، چې کېدای شي له دغه تروريستي عمل څخه خبر وي، چې په دغه پېښه کې د ازرائيل د مساد لاسلرنې ته ښودنه کوي او بل دا چې که القاعده دومره قوي سازمان وي، نو په ورستيو 8 کلونو کې ولې په بل دا ډول تروريستي عمل بريالي نه شول!
د امريکايانو دغه کار د روسانو د 2000 کال پېښې چې په مسکو کې تر سره شوې وه، ډېر ورته والی لري. کله چې وروسته له بوريس يلتسن څخه ولادمير پوتين واک ته ورسېد، نو له چيچينيانو سره يې د جګړې ګواښ پورته کړ، چې وروسته له څه مودې د مسکو په دوو اپارتمانونو کې بمونه کېښودل شول او ډېر خلک پکې ووژل شول او ګڼشمېر خلک پکې ټپي شول، چې وروسته له دغه پېښې د روسانو احساسات راوپارېدل او پوتين هم دغه پېښه پلمه کړه او په چيچينستان يې نظامي برېد وکړ، چې د ماسخادوف واکمني يې له منځه يووړه او په زرهاووچيچينيان يې ووژل او خپل ګوډاګی دولت يې رامنځ ته کړ.
امريکايانو هم د روسانو تجربه وازمويله، چې پايله يې په افغانستان کې د طالبانو او په عراق کې د صدام حسين د واکمني راپرځول شول او خپل نظامي ځواکونه يې بېلابېلو سيمو ته واستول او ځای پر ځای يې کړل او د عربو، چين، هند او روسېې ستراتېژيکې سيمې يې لاندې کړې، آن دا چې د روسيي ستراتيژيکي بڼ (تاجکستان، اوزبکستان، قزاقستان، قرغزيستان، ترکمنستان، آزربايجان، ګرجستان او اوکرائين) ته هم ورواوښتل، دا چې اوس امريکا لکه ځيرک مرغه له دواړو پښو په لومه کې بنده ده، دا نو بيا د بېوخته تجربو پايله ده، نو و به ګورو چې وخت څه کوي.
د حــامد کـــرزي جـمـهـــوري واکـــــمـنـي
د 2001 م کال د اکتوبر په 7 نېټه باندې د امريکا امپرياليستانو پر افغانستان يرغل وکړ. دغه يرغل د مني او ژمي په درشل کې تر سره شو، چې د دغه يرغل په بهير کې لږترلږه 100000 انسانان ووژل شول او په لکهاو خلک د دوو مياشتو په ترڅ کې کډوال شول او ډېری خلک پاکستان ته وتښتېدل. په افغانستان کې د انسان وژنې نوې پاڼه پرانيستل شوه او ملا کرزی اخوند واک ته ورسېد.
د 2001 م کال د نوامبر په مياشت کې يو شمېر طالبان د کندز په ښار کې له نظامي ستونځو سره مخامخ شول او زما يو دوست وايي چې د شپې دوې بجې وې، چې د شهيد ملا داد الله فکس راورسېد، چې له اعليحضرت محمد ظاهر شاه څخه يې مرسته غوښتې وه او ليکلي يې ؤ چې غواړي اعليحضرت ظاهر بابا ته تسليم شي. د دغه مالومات سره سم د مرحوم داد الله دغه پيغام د CNN نړيوالې خپرونې ته واستول شو، چې وروسته له نيمې ګړۍ دغه خبر خپور شو او همدا ډول د مرحوم داد الله د فکس محتوا په ايتاليا کې د ظاهر بابا دفتر ته هم واستول شوه.
د حميرا ولي سره د خبرو په ترڅ کې په دې ټينګار وشو، چې دغه موضوع ژر تر ژره له اعليحضرت محمد ظاهر شاه سره ياده شي. د تليفوني خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکول کېږي، چې دغه خبره به د ملل متحد له استازي او رامسفلد سره مطرح کړي او بيا به بيرته احوال راکړي، خو ژمنه يې د ورځې 2 بجې وې، مګر تر 4 بجو له حميرا ولي څخه څه نه اورېدل کېږي، نو وروسته له 4 بجو حميرا ولي ته تليفون کېږي، چې د خبرو نتيجه څرګنده شي، خو له خواشيني سره بايد ياده شي، چې د اعليحضرت ظاهر شاه ځواب ډېر له وېرې او وحشته ډک ؤ.
مېرمن حميرا ولي وويل چې سردار ولي موضوع اعليحضرت ته ياده کړه، اعليحضرت وويل چې امريکا زما خبرو ته غوږ نه نيسي او څه يې چې زړه غواړي هغه تر سره کوي. د ماښام 6 بجې وې، چې د امريکا د دفاع وزير رامسفلد د CNN له لارې ګواښ وکړ چې ټول طالبان بايد پرته له کومې غوښتنې تسليم شي او يا هم بايد ټول ووژل شي. کله چې دغه خبرې واورېدل شوې، نو د مرحوم مولوي خالص استازي ته وويل شول: که طالبان نظامي مقاومت نه شي کولی، نو ښه به دا وي، چې له سيمې څخه د غرونو او رغونو په لور لاړ شي او ځانونه له دغه حالته وژغوري او دا هم ورته وويل شول، چې که طالبان د شمال ټلوالې ته تسليم شي، نو د 1997 کال کانې به پرې وشي او ټول به په ډېر بد حالت ووژل شي، که مقاومت وکړي، نو د تاريخ پاڼې به جوړې کړي او که ژوندي پاتې شي، نو ښه فرصت به تر لاسه کړي، له خواشيني سره بايد ياده شي چې داسې ونه شول.
په مزار شريف کې د طالبانو د مشرانو (شهيد ملا داد الله او ملا فضل اخوند) خبرې روانې وې او په اروپا کې د بشر د حقوقو چارواکو غوښتنې دا وې، چې ملا دادالله او ملا فضل اخوند جنګي مجرمين دي او بايد ونيول شي، چې د بشر د حقوق د بلجيم د څانګې مشرې ته په غبرګون کې په يوه غونډه کې وويل شول چې اوسمهال د سپيناوي وخت نه دي او دلته د 24000 انسانانو د ژوند او مرګ مسئله ده، خو دې برګ برګ وکتل، خو په غونډه کې نور خلک هم ناست ول، چې له دغه وړانديز سره يې موافقه وکړه او په دغه غونډه کې، چې د BBC د پښتو څانګې ويانده مېرمن سيده هم راغلې وه د اروپا له چارواکو څخه وغوښتل شول چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره دولت جوړ شي، چې د افغانستان د نوې غميزې مسؤلين مالوم وي.
له خواشيني سره بايد ياده شي، چې په غربي ټولنو کې د کندز د ځوانانو د ژغورنې په اړه هېڅ ډول هلو ځلو ګټه ونکړه چې خپلو سيمو ته ستانه شي او دغه ځوانان دې ته اړ شول چې د شمال ټلوالې ته تسليم شي. او دغه ځوانان ټول وروسته له تسليمېدو، څوک په قلعه جنګي کې، څوک يې د مزار او شبرغان په لاره په کانتينرونو کې او څوک يې هم د ليلا په دښته کې په ډېر وحشيانه توګه ووژل شول او ګڼشمېر د سيمې پښتانه ځوانان هم د طالبانو په نامه له تېغه تېر شول، چې جنجال رشيد دوستم، جنجال عطا محمد، جنجال داود او داسې نورو ډېرې افغاني خويندې کونډې او ميندې يې بورې کړې.
د طالبانو مړي يا مرغانو او يا هم لېوانو وخوړل او يو شمېر يې په دښتو کې په ډليز توګه خښ شول او د نړۍ ټول هېوادونه د شمال ټلوالې له دغه غير انساني کړو او وحشت څخه خبر دي او مستند فلمونه يې په انترنېت کې پراته دي، خو چا نه جنجال دوستم، نه جنجال عطا محمد، نه جنجال داود، نه جنجال فهيم ، چې ويل به يې ( اين سبزه های خودرو ره سر ببريد!! مغز هايشانرا بکشېن!)، په دغه جرمنو ونه نيول او يا هم محاکمه کړل، مګر بر عکس د افغانستان پر خلکو يې لوړپوړي چارواکي کړل او ولسي جرګې او رفيق کرزي ټول وبښل، چې تر ننه د افغانستان خلک د دغو لنډغرانو او ټوپکسالارانو قرباني دي. بايد ياده کړم چې ټولې غربي نړۍ تر ننه داسې ډليز قبر نه دی موندلی چې د طالبانو ظلم پرې ثابت کړي، که نه نو تاسو به اورېدلي وای، چې امريکا او اوروپا به څه نندارې جوړې کړې وای.
نن سبا د امريکايي غوبل د 8 کال بهير دی، خو په افغانستان کې امنيت نه شته او د هېواد د بيا رغاونې نښې نه ليدل کېږي. د افغانستان-پاکستان د تېلو او نفتو پاپلين او ترانزيت ﻻره په ټپ درېدلې ده، د افغانستان لويې ﻻرې کندې کپرې دي، که څوک وايي چې د کابل- کندهارلويه لاره جوړه ده، نو درنو وروڼو ورشی دغه ﻻره له نږدې وګوری، ځيني بيا وايي او يا ليکي چې په هېواد کې ودانۍ ډېرې شوې دي، مهرباني وکړی د خپل هېواد د اداري سيستم يواځې دوړې ليرې کړی، نو بيا به تاسو ته پته ولږېږي، چې په هېواد کې نه بيا رغاونه شته او نه يې هم نښې ليدل کېږي، دا چې خلکو خپلو ځانو ته کورونه او يا سوداګريز منځي جوړ کړي دي، نو دغه هڅې د دولت نه دي. په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې کتابونه يونسکو خپاره کړي، چې د ټولو کتابونو په سريزه کې د لویديز سياست وړانګې له ورايه ښکاري او لکه په کمونيستي واکمني کې چې د روسانو او سوسياليږم ببولالې ويل کېدې، نو په نننيو کتابونو کې د لوېديز او د شمال ټلوالې ببوبولالې ليکل کېږي او د افغانستان تاريخ په هر ډول چې وي منحرفوي يې. افغاني خپرونې نه شته او ټولې خپرونې مو په هندويزم لړلې دي او يا هم غربي کلتور ته ځانګړې شوې دي. په کابل کې يوه موده 11 ولسوالۍ وې، چې 9 يې پښتني وې او 2 يې ګډوډې، خو په کابل کې د پښتنو لپاره په پښتو ژبه ښوونځي نه شته او افغانان د لږکيو د اپارتايد له ښکېلاک سره مخامخ دي.
د افغانستان خلک په دېرشو کلونو کې ډېر وځپل شول او ځپل کېږي، نو يو کليوال ته يو چا ويلي ول، چې د کرزي په دولت کې خو اوس مسلمان مجاهدين دي، نو تاسو کليوال ولې ورسره همکاري نه کوی؟ هغه کليوال په ځواب کې ويلي ول، چې نه کرزي خېل هم مسلمان دي او مجاهدين خېل هم مسلمان دي، موږ افغانان کافر يو، ځکه چې دغه بلاوې خداې پر موږ نازلې کړې دي. د ورځې لخوا مو امريکايان وژني او د شپې لخوا مو بيا مجاهدين وژني، نو وروره کفار موږ يو، موږ يو!!.
د ملا کرزي اخوند په واکمني کې لکه د رفيق نجيب د واکمني په بهير کې پښتانه ځپل کېږي، بنديان کېږي، په سيمو، ودونو او کورونو يې امريکايان بمباري کوي، مړي يې ورته سوځي او د افغانستان خاوره د لوېديز ځواکونو لپاره د نظامي زده کړو ډګر ګرځېدلی، مخکې به غربيانو په خپلو دښتو او رغونو کې تمرينات کول، مګر اوسمهال په افغانستان او عراق کې نظامي تجربې تر سره کوي، چې پرته له وژلو يې په خلکو کې کڼشمېر ارثي نارغي هم رامنځ ته کړي دي، چې درمل يې نه کېږي او د نسلونو د نابودي ګواښ يې رامنځ ته کړی .
په يوه ليکنه کې مې ولوستل، چې ښاغلي کرزي په يوه غونډه کې ويلي ؤ، چې يوه ورځ دی له يوه زاړه سړي سره په مرکه ناست ؤ، د دغه سړي د کورنی ګڼشمېر غړي د امريکايانو په بمباري کې وژلي شوي ول، نو چا کرزي ته وويل چې د امريکايي ځواکونو مشر غواړي له کرزي صيب سره وګوري، نو کرزی وايي، چې زه نه پوهېدم چې دغه سړي ته څه ځواب ورکړم، نو سملاسي مې وويل چې امريکايي جنرال دې راننوځي، نو کله چې امريکایی جنرال راننوت، نو زوړ سړی ورته پورته شو او وېې ويل، چې تاسو زما د کورنی 9 تنه غړي وژلي دي، که تاسو ما او پاتې 3 نور هم ووژنی، زه له تاسو څخه نه خواشينی کېږم، ځکه چې تاسو د افغانستان ژغورنې ته راغلي ياست! درنولوستونکو دغه د ښاغلي حامد کرزي خبرې دي، چې هېڅ ډول منطق نه پکې ليدل کېږي، خو ښه ويل شوي: ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي!، نو دلته هم کرزی صيب د خپلو خوبونو تعبير کوي. خو زه به کرزي صيب ته بل څه ووايم! وايي چې کله روسانو په افغانستان يرغل وکړ، نو رفيق ببرک کارمل يوه ورځ د غزني ولايت له مشرانو سره وليدل، نو ببرک کارمل د اتحاد شوروي ښېګڼې او پرمختګونه ورته په ګوته کړل او بيا يې د غزني له مشرانو وپوښتل، چې خلک ولې جنګېږي او له اشرارو سره مرسته کوي، نو ټول خلک چوپ پاتې شول. د مېز تر شا يوه زاړه سړي لاس پورته کړ او له رفيق کارمل څخه يې د پوښتنې کولو اجازه وغوښته، نو کارمل هم ورته وويل: بفرمائيد! زاړه سړي ورته وويل، چې کله د چا په پښه کې اغزی لاړ شي، نو تر څه وخته سړی ځورېږي او پښه يې خوږېږي؟ نو رفيق کارمل ورته وخندل او ويي ويل: تا که خار را از پایتان نکشېد!، نو زاړه سړي ورغبرګه کړه: موږ هم تر هغه ځورېږو، تر څو چې روسان له افغانستانه نه دي وتلي!!
درنو هېوادوالو! د 1387 کال د ثور د 8 نېټې جهادي اوښتون د لمانځنې ورځ دې ته ښودنه کوي، چې ښاغلی کرزی او د هغه ملي جبهه د خلکو ملاتړ نه لري، ځکه نو د افغانستان د آزادي سرتېرو وکولی شوای، چې د نظامي رسم ګذشت له سيمې په څو سو مترو کې د سېمې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او د جشن په دريځ، چېرې چې ښاغلی کرزی هم درېدلی ؤ، مرمۍ او راکټونه وولې، چې کرزی هم د توپ له خرپ سره لکه د کابل برق له سيمې وتښتېده، چې وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې په نورو جامو او بله چپنه کې راښکاره شو، خو په دې اړه داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې حامد کرزی په ورانه ويشتل شوی دی، نو ځکه يې جامې بدلې کړې وې، مګر دا مالومه نه شوه چې پرتوګ يې په وينو او که په شاشو لړلی ؤ!! خدای مه کړې، چې کرزی صيب هم لکه مرحوم ډاکتر نجيب تجريد نه شي او د خپلو شمال-ټلوالې د سياسي هوسونو قرباني نه شي، ښه ويل شوي: چې دوست به دې وژړوي، دوښمن به دې وخندوي! نو کرزی صيب هم بايد د خپلو خلکو په مزاج پوه شي، چې موږ ته يې د مورنۍ ژبې په لومړي لوست کې دا متل رازده کاوه: آزاد ژوند وکړه او آزاد مړ شه!!
هـيـلـــــــــه
درنو هېوادوالو! دا څرګنده خبره ده، چې افغانستان باتور او په هېواد مين خلک لري، مګر افغانستان نورو ملکونو ته اړ ؤ او دی. که له احساساتو تېر شو، نو بايد د افغانستان د هرې سيمې لوږه خپله لوږه او د هر چا غم خپل غم وګڼو. د افغانستان د غمېزې د ختمولو لپاره موږ ټول بايد خپلو نظرياتو او ذهنيت ته بدلون ورکړو او يو موټی شو، چې د هېواد لپاره د ټولنيزو پرمختګونو لارې چارې وسنجو او خپله ټولنه پياوړې کړو.
د ټولنې پرمختګ دا نه دی چې اوس په هېواد کې روان دی، چې څوک په شېرپور او څوک هم په بهرنيو هېوادونو کې ملکيتونه اخلي، هېوادوال په ورځني موډ او فېشن روږدي کوي او په غربي، ايراني او هندوستاني کلتوري سيند کې يې لاهو کوي.
درنو لوستونکو! په دې کې هېڅ شک نه شته، چې هندوستان خپل هندي کلتور لري او ايران خپل فارسي کلتور لري، مګر موږ افغانان يو، خپل ارزښتونه لرو او د تاريخ خپلې له وياړه ډکې پاڼې لرو، نو ځکه بايد له يو او بل سره اتحاد وکړو او د ملت په جوړېدنې کې يو او بل ته لاسونه سره ورکړو.
موږ که غواړو چې د غربي يا صليبي تېري څخه ځان خلاص کړو، نو بيا هم د دغه مبارزې لاره د يووالي لاره ده او په هېڅ ډول بنسټپالنې څه نه شو تر لاسه کولی، ځکه چې زموږ په هېواد کې بېلابېل ټبرونه ژوند کوي، هم شيعه شته او هم سوني مذهبه، هندوان او سېکان هم لرو، نو په ټولنه کې د خلکو په جامو او يا ږېرو اوږدوالي يا لنډوالي د ټولنې اقتصادي پرابلمونه نه حل کېږي.
موږ که مسلمان يو، نو په دې عقيده لرو چې د انسان قسمت خدای (ج) ټاکي، چې څوک مسلمان، څوک عيسوی، څوک يهود، څوک سېک، څوک هندو او څوک بوديست لويېږي، مګر ځينو ځان بلا تشبې ځمکنی خدای جوړ کړی، چې د چا ږيره به لنډوي او د چا به په لمانځه کار لري او د چا هم په روژه، ښه ويل شوي: ږيره زما واک يې د ملا!
که موږ له مرګه وروسته د بيا ژوندي کېدو تمه لرو اوعقيده پرې لرو او د خدای (ج) حضور ته به سوال-اوځواب ته حاضرېږو او له ګناه سره سم به سزا راکول کېږي، نو ولې خلک په ديني عقايدو په ځمکه جزا ويني؟؟ يو شمېر خلک پرته له شريعته د خدای قضاوت په ځمکه کوي؟ که په ټولنه کې اخلاقي او يا هم جنايي پېښې رامنځ ته کېږي، د دغو پرابلمونو سببونه بايد ولټول شي او بيا دغو خلکو ته د شريعت او يا هم مدني قوانينو پر بنسټ سزا ورکړل شي، نه دا چې هر مسلمان هم پوليس دی او هم قاضي.
په افغانستان هم متعصبين په کوڅو کې ګرځي او له خلکو د اسلام په اړه پوښتنې کوې او جزا ورکوي، چې د طالبانو په واکمني کې بيا نحيو انالمنکر په نامه يوې مرجعې دغه دنده په غاړه لرله. زه هم يو وخت نوی ځوان شوی وم او روژه مې وه، د کور په لوري روان وم، يو بل ځوان مې وليد چې په لاره راروان دی او انګور خوري، نو ورنږدې شوم او په قهر مې ورته وويل، چې روژه ده! ولې انګور خورې؟ خو په دې وخت کې د يو پوليس چې په لاره تېرېده، موږ ته يې پام شو او راغی. زما څخه يې وپوښتل چې څه خبره ده. ما ورته وويل چې دغه هلک نه شرمېږي او روژه يې نه ده نيولې! پوليس هم غور وهل او دغه هلک يې يوه څپېړه وواهه. هلک په ژړا شو او ويې ويل: مه هندو ستم مسلمان نېستم! بياين اينه يې خانه مه ست، اګر باور ندارين، پرسان کنېن! زه ګيچ پاتې شوم، چې څه ورته ووايم! مګر دغه پېښه مې تل سترګو ته درېږي او له ځانه سره کله کله وايم، چې د معشر په ورځ به خداي ته څه وايم؟ ځکه چې خـــــــــدای خو رب المسلمين نه بلکې رب العالمين دی او دغه هندو هم د خداې بنده دی او خدای يې قسمت ورته ټاکلی.
ښه ويل شوي چې څه کرې هغه به رېبې! يو کال وروسته له دغه پېښې زه ناروغ وم او د کابل په لور مسافر شوم، نو د تاجقرغان په سيمه کې موټر ودرېد، مسافرين او زه ترې را ښکته شولو او زه د يوې ويالې څنډې ته کيناستم چې لږ زردالو پکې پرېولم او وېې خورم، زردالو مې لا خولې ته نه و اچولی، چې د سيمې يو ځوان راباندې ناره کړه: اې بې شرم! اې کافر! چرا روزه مېخوري! ما پورته ورته وکتل او زه هم ناروغ وم او هم ډېر ستومانه او له بل پلوه مې څو سوه کيلومتره سفر هم کړی ؤ، نو هسې هم زما له وسې نه وه پوره چې روژه ونيسم، خو بيا مې هم دغه ځوان ته ووېل: برادر مه مريض هستم و هم مسافر! ځواب يې دا ؤ: قده سی کو! قواره ره سی کو! و روزه خوردن شه سی کو! زه چې پوه شوم، چې نه هغه ته قناعت ورکولی شم او نه هم د شخړو وسه لرم، نو سر مې کارته واچاوه او موټر ته وختم، مګر دغه پېښه هم زما په ذهن کې تلپاتې شوه.
که موږ له ځانه وپوښتو، چې په دغه دېرشو کلونو کې پر موږ څه تېر شول، زموږ څومره خلک مهاجر شول، څومره مړه شول، څومره معيوب شول، څومره ښځې مو کونډې شوې، څومره ميندې مو بورې شوې، نن سبا څومره خلک په دښتو کې پراته دي او اوسمهال څومره افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، نوبيا به له ځانه سره ووايو چې موږ د بربادۍ په کنده کې پراته يو، نو له بل پلوه داسې ګومان وکړۍ چې اسلاميستانو او يا هم کمونيستانو د واک واګي تر لاسه کړل، نو د ايران، پاکستان، اوزبکستان، روسيې د مداخلو مخنيوی به بيا څوک کوي او يا هم په افغانستان کې د کورني جنګ ګواښونه به څوک له منځه وړي، ځکه بيا وړانديز کوم، چې د افغانستان د پرمختګ موخې تر ټولو لوړې وګڼۍ او له بېلنتوب، بې اتفاقي او بې تفاوتي لاس پر سر شی.
اوسمهال په ميليونونو ماشومان او ځوانان ښوونځي ته ځي او ګڼشمېر ځوانانو لوړې زده کړې کړې دي، نو داسې ګومان وکړی چې د افغانستان ټول خلک نر او ښځه د لوړو زده کړو خاوندان شول، بيا څه کوی؟؟؟ کله چې په هېواد کې د کارکولو شرايط او ټولنيزد ژغورنې سيستم جوړ نه وي، نو بيا به څه کوو؟؟ په هېواد کې چې امنيت نه وي بيا څه کوی؟ درنو لوستونکو په ورستيو 100 کلونو کې افغانستان له نورو ملکونو مرستې تر لاسه کولې، چې روسانو او غربي نړۍ خپلې غوښتنې په افغاني چارواکو ومنلې او په پای کې يې د افغانستان خپلواکي ترې واخيسته، چې وروستي دېرش کاله يې موږ شاهدان يو.
پــــايــلـــــــــــه
درنو لوستونکو څرنګه چې ګوری، د افغانستان په ناخوالو کې د افغانانو ذهني انارشيزم، بهرنی ښکېلاک، د لوستو افغانانو بې تفاوتي او د واک او ځواک حرص بنسټيز رول لوبوي. په افغانستان کې له پېړيو راهيسه خلکو ته درواغ ويل شوي، چې په وروستيو دېرشو کلونو کې يې بړوس راووت. خلک په سوسياليستي او اسلامي شعارونو روږدي شول او په وينو کې ولمبول شول. د افغان ملت غميزه لا روانه ده، چې اوسمهال د ديموکراسي په بټۍ کې افغانان د طالب او القاعده په نامه سوځېږي. په افغانستان کې د رفيق کرزي له راتګ سره د پښتو د تګ ګاډی ﻻ ګړندی شوی دی او د دغه ناسم سياسي چلند په ترڅ کې له پښتو سره تربګني کېږي او د پښتو د پراختيا او خپرولو مخنيوی په لوی ﻻس کېږي. پښتو او افغانانو ته يې د نابودي کنده کيندلې ده.
په بهرنيو خپرونو کې تل ليکل کېږي، چې افغانستان هغه هېواد دی، چې 9 ميليونه خلک يې د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، 7 ميليونه خلک يې مهاجر دي، څو ميليونه يې معيوب دي، په ميليوناوو مېرمنې يې کونډې او ميندې يې بورې دي. په پلازمينه کې برېښنا نه لري، خلک يې د څښاک اوبه نه لري، د ژوند چاپېريال يې ګنده دی. د کابل رود کې درې مياشتې چټلې اوبه او نهه مياشتې غول بهېږي. د ښارونو کوڅې يې په غولو لړل شوې دي او ډوډوزې يې پورته کېږي. خلک يې بوين دي، ځکه چې د ځان پرېولو لپاره نه اوبه لري او نه حمامونه، نو ځکه موږ بايد د افغانانو د سمې روزنې، سمې ودې، د هېواد د اقتصادي-ټولنيز پرمختګ او د اداري سيستم د جوړښت په برخه کې جوت ګامونه پورته کړو.
په درنښت